د واده شوي کس سره واده کول

زما سلامونه او نیکی هیلی ومنی!
زه یوه پوشتنه لرم که زر جواب راکړی دیره به خوشحاله شمه.
زه غواړم د یو واده شوی نارینه سره واده وکړم خو زما کورنی دا یو عیب بولی مهربانی وکړی پدی هکله راته زر معلومات داکړی؟ دا پداسی حال کی دی چی د هغه کس کورنی رضایت لری؟

عايشه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د واده شوي کس سره واده کول جايز دي ، دوهم واده کول د عدالت قايمولو په صورت کې جايز دی:

لقوله الله سبحانه وتعالی : فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً (النسآء ۳)

ژباړه : پس که تاسې ويريږی چې عدالت به ونه شی کړای نو يوه ښځه وکړﺉ .

وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ (النسآء ۱۲۹)

(د ښځو په منځ کې په تمامه معنی عدالت ستاسې په وس کې نشته که تاسې وغواړی هم نه يې شی کولای له همدی امله د الله د حکم له مخې تاسې يوی لورې ته دومره ميلان مه کوی چې هغه بله معلقه وکرځوی) .

معلقه داسې چې نه ميړه لرونکې وي اونه بې ميړه نه .

که کوم ميړه د خپلو ښځو په منځ کې عدالت نه کوي نو د قيامت په ورځ کې به ګوزن وهلی پاڅيږي او داسې به درومي چه له خپله ځانه سره به يولاس اوپښه او نور نيمايی بدن کش کاږي .(کابلی تفسير د النسآء ۳ آيت  او انوارالقرآن تفسير) .

دوهم :

د جمهورو فقهاؤ په نزد د ولی د اجازې بغير نکاح نه صحي کيږي په نکاح کې بايد د والدينو اجازت وي .

تفصيل دلته وګورئ .  

http://dawat610.com/archives/4389

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. اسلام علیکم د انلاین اسلامی لارښود ټولو کارکوونکو ته سلام او وروسته له سلام زه په یوه لویه ستوزه کې ګیر یمه او ډیر زیات پری رنځیږم …
    زه می په خپلو کی یوه انجلی خوښوم او دا می هم خوښوی یعنی یو بل مو خوښیږی او غواړو د ژوند ملګری شو خو ځینی بی اعتمادی کله نا کله رامنځ ته ګیږی هغه دا چی زه کله نا کله شک اخلم چی دا مخکی زما نه کوم بل چا سره مینه نه وی کړی …
    او بل دا ایا د زمږ هادی نیژدیوالی په اسلام کی څه حکم لری ؟؟؟
    ډیر لوی احسان به مو وی که مو ژر تر ژره ځواب راکړی له لویی ستونزی به می خلاص کړی …
    مننه ستاسو ورور محمد انور

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي