پوښتنه: که یو میرمن د حیض وخت ختم وی ( د حیض څخه پاکه شوي وي ) خو غسل یی نه وی کړی د میړه سره کورواله کولای شي که څنګه؟

۲ پوښتنه: د میرمنی سره د شا د خوا په موښلو سره انزالیدل څه حکم لری او د ګناه څخه یی ځان باید څنګه پاکه شي؟

ستاسو څخه ډیره مننه، موږ ټول مسلمانان وروڼه باید په داسی حالاتو پوهه سو چه د هغه تاسو یو ذریعه یاست خدای مو همیشه کامیابه لره دا یو لوی خدمت دی د مسلمانانو وروڼو لپاره او تاسو یاست چه هغوی ته د اسلام په رڼا کښی سم او خراب عمل ور زده کوی.
بیا هم د خپلی پوښتنی په پوښتلو سره معذرت غواړمږ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحمن

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره)222 ).

(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده صلی الله عليه وسلم ! ) د حيض د حکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يو ګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسئ ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدې کيږي (جماع مه ور سره کوئ )، کله چه ښی پاکې شی بيا ورسره يوځای شی )).

تفسير ابن کثير ليکي :

د ټولو فقهاؤ په دې اتفاق دی چې د حيض د پاکيدو مخکې جماع کول جايز نه دي بلکي جماع کول هغه وخت جايز دي چې کله د حيض وينه پاکه بنده شي ، مګر دا چې د حيض د پاکيدو وروسته د غسل نه مخکې جماع کول جايز دي او که نه په دې اړه د فقهاؤ تر منيځ اختلاف نظر شته د ځنې فقهاؤ په نزد څو چې ښځه د حيض غسل و نه کړي جماع کول ورسره جايز نه دي .

د امام ابوحنيفه په نزد کچيرې د حيض بندېدل د زياتې مودې يعنې لسو ورځو وروسته وي نو د غسل مخکې جماع کول جايز دي مګر انتظار کول او د غسل نه وروسته جماع کول اولی او غوره دي .

درالمختار ليکي : و يحل و طؤها اذا انقطع حيضها لاکثره بلا غسل و جوباً بل ندباً (درالمختار ج ۱ ص ۲۷۱ ) .

کچيرې د لسو ورځو نه کم خو د عادت موافق شپږو ، اوو ورځو کې حيض تمام شي څو چې غسل و نه کړي جماع کول جايز نه دي مګر کله چې دومره وخت تير شي چې په هغه کې غسل وکړي ، جامې واغوندې يا دا چې د يو ه لمانځه قدرې وخت ور باندې تير شي هغه لمونځ کوم يې چې په ذمه لازم دی (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۲۱۷ ) .

د دوهمې پوښتنې ځواب :

د خپلې ښځې سره د شاه په طرف کې جماع يا لواطت کول حرام کبيره ګناه او په اړه يې سخت وعيدونه راغلی دي او څوک چې دا کار کوي معلون (د الله د رحمت څخه لرې او محروم ) دی .

د لعنت کلمه د هغو ګناهونو د پاره کارول شوې وي چې هغه ډيرې لويي او سخت جرم وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

 « مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا»[1] 

« څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی »

او په يو بل روايت کې راغلي :« لا ينظرُ الله إلى رجلٍ جامَعَ امرأتَهُ في دُبُرها»[2]  :

 « الله تعالی به هغه کس ته د رحمت نظر ونه کړي چې له ښځې سره يې د شا په طرف کې کورواله وکړي »

او دا چې د ُبر حدود څه دي په دې اړه ما ته علم نشته ، په دې باره کې مې شريعي دليل پيدا نشوای کړای .

خو دا ممنوعه او خطرناکه منطقه ده ددې منطقې څخه ځان ساتل په کار دي ځکه شيطان کوښښ کوي سړی ګناه ته نږدې کړي تر څو د ګناه مرتکب وګرځي دې منطقې ته نږدې کيدل اور ته نږدې کيدل دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

1]  احمد(2/479،444)، ابوداود (2162) او نسائی په “الکبری” (9015)  او ابی داود” (1894) .

[2] احمد (2/344،272) او ابن ماجه (1923) او نسائی په ” الکبری” (9014،9013) او ابن ابی شیبه (16811) او آلبانی په “صحیح ابن ماجه” (1560) هغه صحيح بللې دی .

Print Friendly, PDF & Email