ډیر محترم د اسلامی لارښود دسایت مسولینو ته د زړه له کومی نیکی هیلی او احترامات وړاندی کوم الله دی دهغه څه چی تاسو یی ددی الهی دین دروښانولو او رسولو په لار کی کوی په وجه احسن ثواب درکړی.
محترما زه یوه عاجله پوښتنه لرم که زر یی ځواب راکړی نو ډیر منندوی به مو یم، هغه داچی زه په یوه خارجی دفتر کی منحیث دترانسپورت او ویزی هوټل د نیولو داخلی او خارجی کارمندانو ته انتخاب شوی یم مطلب داچی له دی دفتر چی په اوسط ډول هره هفته 10 نفره خارجی او داخلی کارمندان دنړی مختلفو برخو ته سفرونه لری او د دوی هوټل نیول ټکټ ویزه اخیستل زما دکار عمده برخه ده لکه څنګه چی تاسو ته معلومه ده چی تقریبا ټول خارجیان او ورسره زمونږ بعضی داخلیان چی کله خارج ته لاړشی نو لکه څرنګه چی تاسو پوهیږی چی په خارج کی په هر هوټل کی د کلب تر متنفر نامه لاندی د زنا اوشرابو مرکز موجود وی او دوی په اسانی سره دا دواړه کارونه کوی نو له تاسو نه هیله کوم چی په دی اړه معلومات راکړی چی ایا پدی کی خو زما ګناه شته او کنه؟
زمونږ نیت خو مطابق دکاری لایحی دهوټل نیول دی نو دا چی هلته خلک څه کوی ایا مونږ یی په ګناه شریک یو کنه؟

آمید چی زریی ځواب راکړی
په درناوی – احمد يما

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول د ټولو هغو وروڼو څخه ډيره مننه کوو چې د حلال زرق په لټه کې دي او غواړی ځان ته د خپلې دندې په اړه معلومات تر لاسه کړي، الله تعالی په هغه کس ته چې د خپل رب جل جلاله څخه وېره لري حتماً د نيکی او هدايت لاره وښي او د داسې کسانو سره الله جل جلا له داسې وعده کړې ده :

وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ) .

او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله جل جلا له  توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.

————————————————————————-

ددې مسئلې په اړه :

په داسې شرکت او هوتل کې کار کول په دوو وجو جايز نه دي .

اول : په کوم هوتل يا شرکت کې چې حرام کارونه تر سره کيږي لکه : شراب ، سود ، زنا او نور محرمات هلته دنده اجراء کول جايز نه دي ځکه داسې کول د ګناهونو په کار مرسته او مدد کول دي د اسلامي شريعت عامه قاعده ده ، لقوله سبحانه و تعالی : « [ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .

 فقه معاملات المعاصره په دې اړه داسې فتوای ورکړی ده :

للمسلم إذا لم يجد عملاً مباحاً شرعاً العملُ في مطاعم الكفار، بشرط أن لا يباشر بنفسه سقي الخمر، أو حملها، أو صناعتها، أو الاتجار بها، وكذلك الحال بالنسبة لتقديم لحوم الخنازير ونحوها من المحرمات. (مجمع الفقه الإسلامي، جدة، الدورة الثالثة، القرار رقم (11)، السؤال العاشر.)

همدارنګه الاسلام سوال جواب د هوتل د مدير په حيث دنده تر سره کولو په اړه داسې فتوای ورکړی ده :

عرض علي حاليا وظيفة مدير قسم في أحد المطاعم ؛ وقد كنت أتساءل عما إذا كان يحل لي قبول هذه الوظيفة أم يحرم على قبولها ، وذلك لأن الطعام الذي يقومون ببيعه ليس حلالا ؟

الحمد لله
جزى الله الأخ السائل خيراً على تحريه في طلب الرزق الحلال ، وهو إن استمر على ذلك سيظفر إن شاء الله بخيري الدنيا والآخرة ، فإن الله تعالى يقول : ( وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً ) الطلاق2-3 .
أما عن العمل في هذه الوظيفة فإنه حرام ما دام المطعم يبيع المحرمات ، حتى وإن لم يباشر صاحب هذه الوظيفة البيع بنفسه ، لأنه معين على الحرام ، والله تعالى يقول: ( وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ) المائدة/2 .
قال الإمام الجصاص في “أحكام القرآن” (2/429) : ” وقوله تعالى : { وتعاونوا على البر والتقوى } يقتضي ظاهره إيجاب التعاون على كل ما كان طاعة لله تعالى ; لأن البر هو طاعات الله . وقوله تعالى : { ولا تعاونوا على الإثم والعدوان } نهي عن معاونة غيرنا على معاصي الله تعالى ” انتهى .

فكما أن الله تعالى حَرَّم علينا أن نعصيه ، حَرَّم علينا أن نعين العاصي على معصيته ، وعملك مديراً لأحد الأقسام بهذه المطاعم ، فيه إعانة على أكل الحرام ، وتسهيله للراغبين فيه .
والله أعلم

دوهم : په دې ملک کې اکثره خارجيان حربي کفار دي کوم چې د مسلمانانو سره د جنګ په حال دي ددې ډول کفارو سره هيڅ ډول معامله هيڅ ډول مزدوري کول جايز نه دي ځکه د هغوی سره که ظاهراً د مزدوری معامله هم وي په اصل کې موالات بلل کيږي او داسې کول حرام دي ، لقوله سبحانه وتعالی :

 [ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] [الممتحنة:9] ) ً الله تعالی تاسې منع کوي له دوستۍ د  هغو خلکو چې ستاسې سره په دين کې جنګيدلي وي او تاسې يې له خپلو کورو ويستلی وی او هغه چې شريک شول په ويستلو د تاسې کې  او څوک چې د دوی سره دوستي کوي پس هغه دي ظالمان .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email