په کليو کې د جمعې لمونځ ادا کول څه حکم لري ؟

د سایت ټولو چلوونکو ته سلامونه وړاندی کوم
زما پوښتنه په دی ډول ده.آیا په صحرا یعنی په کلیو کښی د جمعی لمونځ ادا کول صحیح دی اوکه یا هیله داحادیثو په ړنا کښی ځواب راکړی؟
ډیره مننه

شفيق احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ښار څخه په لرې پرتو کليو کې د جمعې د لمانځه ادا کول د احنافو په نزد نشته مګر هغه کلې چې د ښار خوا او شاته نږدې پراته وي :

جاء فی موسوعة الفقهية :

قال في المبسوط (من فقه الحنفي ) :

ويلحق بالمصر ضاحيته أو فناؤه ، وضواحي المصر هي القرى المنتشرة من حوله والمتّصلة به والمعدودة من مصالحه ، بشرط أن يكون بينها وبينه من القرب ما يمكّن أهلها من حضور الجمعة ، ثمّ الرّجوع إلى منازلهم في نفس اليوم بدون تكلّف .

او ليکي :

ويجب عليهم الانتقال إلى البلدة المجاورة إذا سمع منها الأذان .

يعنې په مصر کې هغه شا او خوا سمې او کلې شامليږي چې په مابين د ښار او دغو سيمو کې دومره نږديوالی وي چې د دغو سيمو خلکو ته د جمعي په لمانځه کې حضور ممکن وي او بدون له مشقت او مصرف په همغه ورځ بيرته خپلو کورونو ته تللای شي .

او همدارنګه ليکي : که چيرې د جامع جومات يا ښار آذان اوريدل کيږي نو د بلې سيمې څخه هغه ته ورتګ واجب دی .

په دې بناء د دغه کلي په خلکو باندې د جمعې لمونځ فرض دی ځکه چې دا سيمه په ښار پورې وصل او د ښار مربوط بلل کيږي ، د دغه کلي اهل به د ښار هغه جامع جومات ته چې دوی ته لنډ وي د جمعې لمونځ به ادا کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً