مصري ماشوم په ۱۳۰ ورځو کې مکمل قرآن او ۱۱ زره احاديث حفظ کړی دي

د مفکورة الاسلام د راپور له مخکې : د مصر یوه نابغه ماشوم په ۱۳۰ ورځو کې توانيدلی دی د مکمل قرآنکريم د حفظ کولو علاوه يې د آنحضرت صلی الله عليه وسلم ۱۱ زره احاديث ياد کړی دي .

دغه مصري نابغه چې نوم يې “شریف سید مصطفی” دی د ۷ کلنې په سن کې يې د ۳ مياشتو په موده کې قرانکريم حفظ کړی دی او د هغه څخه علاوه يې پر ۴۰ ورځو کې د صحيح البخاری او صحيح المسلم څخه ۱۱ زره احاديث ياد کړی دي .

د المصريون ورځپانه ددې نابغه په اړه ليکي : شريف سيد مصطفی توانيدلی دی چې د قرآنکريم لس قسمه قرائات د ۶ مياشتو په موده کې حفظ کړي کوم چې په عادی ډول د هغه د يادولو د پاره د ۸ کلونو وخت ته ضرورت دی .

دغه ورځپاڼه زياتوي : دغه نابغه ماشوم همدارنګه د ډيرو کتابونو سخت او مشکل متنونه ياد کړی دی لکه :  “تحفة الأطفال”، “الجذریة”، “الشاطبیة”، “الدر، الفیة ابن مالک”، “نونیة ابن القیم” او “تفسیر جلالین” څخه ياد کړی دي ..

ددې ورځپاڼې د اعلان له مخکې دغه ماشوم اوس مهال د علم مقارن الاديان په زده کړه بخت دی هغه تصميم لري تر څو په سلګونو نخسې له انجيل ، تورات او زبور څخه ياد کړي .

دا ماشوم د اصول فقه ، لس قسمه قرائات ، د فقه حنفی او شافعی دريس ، د علم عروض ، علم رسم المصحف او د لمونځ کوونکو د پاره د قرآن صحيح لوستلو دريس يې ورځنې فعاليت بلل کيږي .

شريف سيد مصطفی تر ۷۵ زيات تقدير نامي د جامعه الازهر او د مصر د اوقافو له وزارت څخه تر لاسه کړی دي . اوس مهال د دغه ماشوم آرمان د شرعي علم حاصلول دي او په دې اړه وايي : ما د خپل پلار دغه آرمان خپل نصب العين ګرځولی دی چې هغه ما ته وايي : ای شريف ! زه دا هيله لرم چې تا د ځمکې پر سر عالمترين کس ووينم تر څو د اسلام په دعوت او خپرولو کې او د اسلام د حنيف دين د تعاليمو د پاره د نړی ټولو برخو ته سفر وکړې .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً