سلامونه می ومنی خدای د وکړی چی پوښتنه می ډیر زر راته حل کړی پوښتنه می دادی احمد په محمود ځمکه خرڅه کړی په ۱۵۰۰۰۰۰ افغانی دوه کاله مخکی په قرض باندی اوس احمد د قرض د ادا کولو څخه نه توانه شو اوس ځمکه بیرته مالک یعنی محمود ته واپس کوی اوس د قوم سپین ږیری په محمود ۵۰۰۰۰۰افغانی جریمه کیښوده وجه یی دادی چی ځمکی ارزانه شویی په اوسنی وخت کی اوس د جریمه سود دی او کنه که ډیر زر معلومات پری راکړی مننه به مو وی وسلام ستاسو

ورور جهاد مير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که يو نفر يو جنس خرڅ كړي مثلاً په يولك روپې او روپې ئي لا قبض كړي نه دي او يائې يو څه مقدار قبض كړي يو څه مقدار پاته دي ولو كه يوه روپي پاته وي بيا مشتري مفلس شي د قرض د خلاصيدو توان ونلري نو بيرته هغه خپل جنس په كم قيمت بائع ته وركوي او يائي وكيل د بائع ته وركوي نو دا صحيح نه ده ځكه دا له شراء ما باع باقل مماباع قبل نقدالثمن لاندي راځي ياد ولرئ كه ټول شي اخلي او كه كم شی اخلي او كه مخته ئي  قيمت لوړ وو او في الحاله ئي قيمت ارزانه وي د ټولو حكم يو ده په عدم جوازكي .

د بيرته اخستلو يې څلور طريقي دي :

اوله طريقه: كه په مبيعه كي عيب پيداشو نقصاني شوه بيا يې په كم قيمت اخستلی شي .

ولا ن المبيع لو انتقص يكون النقصان من الثمن  في مقابلة مانقص  من العين سواء كان النقصان من الثمن بقدر مانقص منها اوباكثر منه (ردالمحتار ۷ج۲۶۹ص) .

دوهمه طريقه : مشتري جنس په بل چا خرڅه كړي بيا ئي بائع اول له دريم سړي څخه  واخلي .

وخرج به مالوباعه المشتري لرجل ثم اشتراه البائع الاول من ذلك الرجل فانه يجوز ( ردالمحتار ۷ج۲۶۸صــ)

دريمه طريقه: مشتري جنس خرڅ كړي په بل شخص باندي بيا ئي مشتري بيرته په نوي بيع سره واخلي له مشتري ثانې څخه  نو بيا ئي اول بائع واخلي له مشتري اول څخه نو داهم صحيح ده .

اوخرج عن ملك المشتري ثم اشتراه فشراء البائع منه بالاقل جائز ( ردالمحتار ۷ج۲۶۸ص)

څلورمه طريقه: چي د روپيو جنس بدل شي مثال ده په كلدارو خريداري كړي وي او بيرته ئي  په افغانيو وركړي .

لكن شامي وايي چي ددراهم اودنانيرو په دغه مسئله كي فرق نشته يو جنس دي

حتى لوكان العقدالاول بالدراهم فاشتراه بالدنانير وقيمتها اقل من الثمن الاول لم يجز استحسانا(ردالمحتار ۷ج۲۶۹ص)

المفتي ابوالفيض مولوي موسۍ كليم دانش الغزنوي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email