د زکات لنډ او مفصل بيان (صوتي )

ضروري يادونه :

مسلمانانو وروڼو او خوندو !

زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چې په قرآنکريم کې تر اتيا زياتو آيتونو کې د زکات حکم د لمانځه له حکم سره يو ځای ذکر شوی دی په قرآنکريم او سنتو کې د لمونځ په قائمولو او د زکات په ادا کولو زيات ټينګار شوی دی او د نه ادا کوونکو د پاره د دردناک عذاب خبردارئ ورکړ شوی دی .

مګر نن ډير کسان ليدل کيږي چې د خپلو مالونو او کرهنيزو فصلونو زکات نه ورکوي .

دا ځل مو صوتي څانګه د الله جل جلا له  په فضل فعال کړه تر څو د الله جل جلا له حکمونه تر ټولو لوستو او نا لوستو ، نارينه او ښځو پورې ورسيږي او دوی د زکات په فضائلو ، د نه ادا کولو وعيدونو او ضروري احکامو خبر شي .

د ټولو مسلمانانو وروڼو نه هيله کيږي چې پر خپلو مسلمانانو وروڼو زړه وسوځوي هغوی ته د لويی تباهۍ نه نجات ورکړي او دوی ته دغه مطالب ورسوي هر چا چې کوم کس ته د نيک کار دعوت ورکړ ده لره به د هغه د نيک عمل برابر اجر وي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : کوم بنده چې د نيکۍ طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به د هغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .او چا چې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت کړل نو د دغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی د ده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ) .

همدارنګه فرمايي : که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی ( طبرانی ) .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

و السلام عليکم

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً