که د کار پر مهال له سر څخه پړونی (ټکری) ولويږي

Aslam alaikum warahmatullah
za yawa pokhtana laram hagha da chi kala yawakhaza pa kor ki we de kr de khazo pa wrande ya de hagho saryano pa wrande che moharan we ka la sara ye tekre prewozi kombaak lare aw ka na

ثنا خور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د خاوند په کور کې د خپل خاوند او د خاوند د پلار څخه بغير نور ټول نا محرم دي لکه د خاوند ورور ، د خاوند ماماخيل ، د خاوند د کاکاګانو ځامن او نور .

د نامحرمو خلکو څخه حجاب کول فرض دی :

لقوله سبحانه وتعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنّ (النور 31 ).َ

ژباړه : او ووايه (ای محمده!) ايماندارو ښځو ته چه پټې دې کړي (له نامحرمو څخه ) سترګې خپلې او ښه ټينګ دې وساتي ځای د حيا سترونه (د محرماتو په مقابل کې ) او نه دې ښکاروی زينت ښايست (نا محرمو ته ) .

او فرمايي : يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (الاحزاب 59 ).

ژباړه :  ای نبي ! ووايه ښځو ته دې اولوڼو ته دې او ښځو(د نورو) مؤمنانو ته چه خواره دې کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو څخه دغه (پټول د بدن) نژدی دي دې ته چې وبه پيژندی شي دوی (چی اصلی دي ) پس ايذاء به ونشي رسولی دوی ته او دی الله ښه بښونکی ډير رحم واله.

و قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍرضی الله عنه : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ». فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَرَأَيْتَ الْحَمْوَ؟ قَالَ: «الْحَمْوُ الْمَوْتُ». (بخارى:5232)

عقبه بن عامر وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د بيگانو ښځو د خلوت (له هغه سره يوازې کښيناستل . سفر کول او نور ) څخه ځان وساتئ ، د انصارو څخه يوه کس پوښتنه وکړه : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاوند د خپلوانو ( د خاوند ورور لېور ، د کاکا زوی ، د عمه زوی ) په اړه ستاسې نظر څه دی ؟ ويې فرمايل «هلاکت په همدې کې دی ».

حافظ ابن حجر په فتح الباری (9/331) کې وايي په اتفاق د اهل لغت د «احماء» کلمه د خاوند خپلوانو لکه د خاوند ورور ، د خاوند د کاکازوی ، د خاوند د عمه زوی ،د خاوند زوی او نورو ته وايي .

که چيرې په کور کې د کار پر مهال د ښځې څخه بې فکره ټکری ولويږي باک نه لري د پورته آيت شريف په آخر کې راغلي (وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ) علماء کرام ددې مطلب دا ښودلی چې انسان پر خپل وس مکلف دی که په خطا او بې فکری نه په قصد سره د حجاب په حصه کې څه لغزش ور څخه وشي نو الله جل جلا له پخښونکی او مهربان دی .

مسلمانې بی بی ته په کار ده چې د کار پر مهال د سر تړلې حجاب څخه کار واخلي تر څو له سر څخه نه لويږي .

با حجابه خور ته د اسلامي لارښود د تسليت څو خبرې

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً