د معاش د پيسو زکات څنګه دی ؟

لموړی ستاسو ته ته خپل سلامونه دالی کوم ورسته له سلام خخه ایا که معاش تر 40000 زره زیات شی او هغه په کور کی وسا تی او تر خپل ضرورت نه زیات وی نه پدی باندی زکات فرض دی او که نه حکه چی دا خو د تجارت مال ندی ؟

اکبرخان وردګ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې مال نصاب ته ورسيږي چې اوس مهال (۱۳۹۲ ه.ش ) نصاب تقريباً ۴۱۰۰۰ افغانۍ کيږي د اصلي ضرورت علاوه چې کله کار ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی .

لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ).

ای مؤمنانو! لګوئ ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه( په کسب سره ) تاسې ګټلئ .

مطلب دا چې نقدې پيسی چې نصاب ته ورسيږي هغه کنز او پانګه بلل کيږي هغه که په مزدورۍ ، تجارت ، اجاره په غيره هر قسم حلال کسب لاس راوړې وي زکات ورباندې کيږي، مګر په اجناس کې دا خبره ده چې که د تجارت په نيت اخيستل شوي پانګه بلل کيږي په هغه کې هم زکات فرض دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً