د ايمان کمزوري او ضعف زيات علتونه لري چې ځنې د هغه د ايمان د ضعف له علائمو او علتونو سره کډ دي کوم چې عبارت دي له : د دينا په کارونو کې بې حده مشغولتيا او د ګناهونو ارتکاب او د ايمان د کمزورتيا نور عوامل عبارت دي له :

۱- زيات وخت د ايماني ماحول نه لريوالی :

د ايماني ماحول څخه لريوالی د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي الله جل جلا له فرمايي :

[أَلَمْ یَأْنِ لِلَّذِینَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِکْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا یَکُونُوا کَالَّذِینَ أُوتُوا الْکِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَیْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَکَثِیرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ ] (حدید: ۱۶)

«آيا مؤمنانو ته هغه وخت نه دی را رسيدلی چې د الله ذکر او نازل شوي حق ته یې زړونه نرم شي ؟ او د هغو کسانو په شان نه شي چې وړاندې کتاب ورکړ شوی وو خو چې اوږد وخت پرې تير شو نو زړونه يې کلک . او ډير له دوی څخه فاسقان دي ».

دا آیت شريف په ښه شان دې مطلب ته اشاره کوي چې د ايماني ماحول څخه زيات وخت لرېوالی په زړه کې د ايمان د ضعف سبب ګرځي ، د مثال په ډول يو کس چې زيات وخت له خپلو ديني وروڼو او ملګرو لري وي ګواګې د ايماني ماحول څخه چې ده د هغه تر سيورې لاندې ژوند کولو او د هغوی څخه يې د زړه قوت او ايماني نور اخيست لرې دی .

مؤمن يو خاص صفت لري هغه دا چې معمولاً د ځان د مشغولتيا پر ځای د نورو مسلمانانو سره د ناستې او ملګرتيا تابيا لري .

حسن بصری رحمه الله وايي : زمونږ په نزد زمونږ وروڼه زمونږ د اهل او کور نه زيات ارزښت او ګټه لري ځکه زمونږ اهل مونږ ته د دنيا ياد کوي مګر زمونږ وروڼه مونږ د آخرت طرف ته متوجه کوي .

نو هر کله چې سړی د سفر يا کوم دنيوي مصروفيت يا بل څه وجه زيات وخت د ايماني ماحول څخه لري شي د هغه په زړه کې د همغه شغل محبت ځای نيسي زړه يې کلک او تور ګرځي او د هغه په زړه کې د ايمان نور کمزوری ګرځي ، دا حالت معمولاً هغه وخت مينځ ته راځي چې سړی په لرې سفر چيرته تللی وي ، يا يې بل ځای ته کوچ کړی وي او د دنيا په چارو زيات مشغول شي .

۲- د صالحو او نيک عمله کسانو څخه لرېوالی :

د نيکو او صالحو کسانو د ملګرتيا په وجه صالح عمل او ايماني قوت په شان لاس ته راتلی شي او هغوی د عمل ، اخلاقو او ښو صفاتو څخه سړی ګټه تر لاسه کولای شي خو که کله سړی له دا ډول نيکو او صالحو خلکو لرې شي په زړه کې د سختی احساس کوي .

صحابه کرامو د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته څو حالته احساس کړل چې خپله داسې بيانوي :

(زمونږ زړونه معيوب او تغير شول ) هغوی داسې تنهایی او وېرې و پوښل چې بيان يې ناممکن دی ، هغوی خپل  مربی ، معلم او مشر له لاسه ورکړ او هغوی په داسې حالت کې وو لکه (بې چوپانه رمه ) په توره او باراني شپه کې .

مګر رسول الله صلی الله عليه وسلم پر خپل ځای داسې ملګري پرېښودل چې هر يوه يې د هغه صلی الله عليه وسلم پر ځای د ځای ناستې غوره لياقت لرلو . نن هم مسلمانان تر بل هر وخت يو داسې مشر او لارښود ته ضرورت لري چې د تقوی ، اخلاقو او عدل نمونه وي تر څو ټول مسلمانان پرې را ټول او نږدې شي .

الله سبحانه وتعالی مؤمنانو ته حکم کوي چې د نيکو او صالحو سره ملګرتيا غوره کړئ : : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (التوبه ۱۱۹)

(ای مؤمنان له الله څخه وويريږی او له صالحانو خلکو سره ملګري شی ).

۳- د ديني علومو د زده کړې او مطالعې څخه لرېوالی :

له نيکمرغه زيات اسلامي کتابونه وجود لري چې د هغه په لوستلو د سړی ايمان قوي او د ايمان ولولې په جوش راځي چې ددې ټولو کتابونو په سر کې قران مجيد قرار لري هغه کتاب چې پر لوستلو يې د مؤمن ايمان قوي کيږي او پس له هغه څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو کتابونه او د هغه څخه وروسته د امت د علماؤ د پند او نصيحت کتابونه دي .

د شرعي کتابونو په زده کړی او مطالعې سره مؤمن د اسلامي شريعت له احکامو خبريږي ، حرام او حلال پېږني ، د مؤمن او منافق صفات پيږنې ، د نفس ، شيطان ، مال او د اسلام د دوښمنانو سره د دوستۍ خطرناک عواقب پيږنې ، معاملات ، د ژوندانو په ټولو چارو کې د اسلامي شريعت آداب او اخلاق پيږنې چې ددې په پيږندلو انسان خپل ځان متوجه کيږي او هر وخت د خپل ځان د اصلاح او الله جل جلا له د صحي رجوع په فکر کې وي ، چې الله جل جلا له هم داسې بنده خوښوي کوم چې غواړي ځان په شرعي مسائلو پوه کړي او په هغه باندې عمل وکړي :

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، … » (3116 بخاري ) .  

    يعنې : چاته چه الله تعالی د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .

۴- د ګناه او معصيت په ماحول کې اوسيدل :

دا چې اوس مهال د اکثرو ټولنو او ولسونو ماحول د فتنو او ګناهونو څخه ډک دی هر طرف ته د ګناهونو طوفان روان دی په علني ډول د سود او قمار ګرم بازار ، د رشوت او غصب چور ، موسيقي او فحشاء ، هر لور ته بې شرمه تصويرونه او بې شرمی طرف ته دعوت ، بې حجابې ، د نارينوو او ښځو تر مينځ اختلاط ، غيبت ، بهتان او دروغ ، د مال د زياتولو سيالۍ او په هر مجلس کې د دنيا خبري او بحثونه چې د الله جل جلا له هيڅ ياد پکې نه وي ،تجارت ، انتخابات ، حقوق بشر ، قدرت او منزلت د هر مجلس د خبرو رأس ګرځيدلی او دين په اړه هيڅ بحث او احساس نشته .

دا مو د ټولنې حال دی د کور حال مو تر دې هم بد دی د ښځو لخوا د نارينوو د حقو قو تر پښو لاندې کول او د نارينوو لخوا د ښځو د حقوقو تر پښو لاندې کول ، د بې شرمه او فاحشو فلمونو او سريالونه کتل ، د نامحرمو ښځو او نارينوو تر مينځ اختلاط ، د کفر او الحاد تقليدونو د مسلمان کور پر سر اخيسی دی نن ځنې مسلماني کورنۍ په علني توګه د مشرکينو ، يهودو او نصاراوو د باطلو عقائدو او عاداتو تقليد کوي او په هغه باندې افتخار کوي .

چې د ټولنې او کورنۍ د فسق او ګناهونو ډک ماحول د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي .

۵– د دنيا په کارونو کې له حده زياته مشغولتيا :

د ايمان د ضعف يو سبب دا دی چې انسان د دنيا په چارو کې ځان دومره مشغول کړي چې بيا کار او شغل د ځان د پاره اصلی هدف ګڼې او عبادت د هغه يو فرعي جز ګني .

نن اکثره مسلمانان په همدې مرض اخته دي ، د مثال په توګه يو کس په کار مشغول دی دی کوښښ کوي خپل کار تمام کړي خير که لمونځ آخر هم شي ، چې په دې سره يې کار اصلي هدف و ګرځولو او لمونځ د هغه فرع و ګڼلو .

بلکي مؤمن بايد عبادت اصلي هدف و ګرځوي ، مثلاً لمونځ د الله جل جلا له د جانبه په ټاکل شويو وختونو کې يو فرضيه ده ټول کارونه او مشغوتياوي به د لمانځ تابع ګرځول کيږي نه دا چې لمونځ د نورو مشغولتياوو تابع جوړ شي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د دينار بنده هلاک شو د درهم بنده بدبخته شو (روایت بخاری (۲۷۳۰)

دغه کس دوه تاوانونه وکړل عبادت يې صحي ادا نه کړ او د ځان د پاره کارونه سخت کړل ځکه په قدسي حديث شريف کې راغلی دي: «يقول‌ الله‌ تعالي: يا بني‌آدم!‌ تفرغ‌ لعبادتي‌ أملأ صدرك‌ غني‌ وأسد فقرك‌ وإن‌ لم‌ تفعل ‌ملأت‌ صدرك‌ شغلا ولم‌ أسد فقرك‌:(مسند احمد او ابن ماجه ) .

(الله جل جلا له  فرمايي : ای د آدم زويه ! ځان دې زما د عبادت د پاره فارغ کړه تر څو ستا سينه له بې احتاجۍ ، بې وسۍ او توان څخه ډګه کړم او فقر محتاجي له تا څخه لرې کړم کچيرې داسې ونه کړې ، ستا سينه به په مشغوليتونو ډکه کړم او تا نه به فقر او احتياج لرې نه کړم) .

همدارنګه په حديث شريف کې د آنحضرت صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی : «من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌: ( ابن ماجه او سلسلة الصحيحة )

( څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي ، الله جل جلا له  د ده کار ده ته تيت کړي او د ده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس را نه وړي مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي ، او د هر چا چې نيت آخرت وي ، الله جل جلا له  به د ده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به د ده طرف ته راځي ).

ښکاره ده چې نن خلک د دنيا په جمع کولو کې څومره چالاک او سرګردانه دي چې هيڅ بس نه لري په هر ډول چې کيږي بايد مالداره او شتمن شي .

چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې قول مصداق ګرځي چې فرمايي : الله جل جلا له فرمايي : مونږ مال او دارايي د لمونځ او زکات د ادا او قيام د پاره نازل کړل ، که انسان د مال او ثروت څخه يو ډکه دره هم ولري ، هغه ددې آرزو هم لري چې دوهمه هم ولري او که د دوو درو لرونکی وي ددې آرزو لري چې دريمه هم ولري ، د انسان خيټه بغير له خارو په بل څه نه ډکيږي ( د انسان حرص او آرزو د مرګ بغير نه خميږي ) پس الله جل جلا له د هر توبه کوونکی توبه قبلوي (روایت احمد (۵/۲۱۹)، صحیح الجامع (۱۷۸۱)

ليکنه : شيخ محمد صالح المنجد

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email