د اسلامي امت په ځنو او په خاصه توګه آسيايي ملتونو کې دا دود او رواج دی چې کله څوک واده کوي او ناوې د پلار له کوره څخه را باسي نو لومړی د هغې سېمې نېږدې زيارت ته بيايي او هلته له زيارت څخه اوه ځله طواف ورکوي .

دغه دود د افغانستان د بلخ مزارشريف په ښار کې هم شته داسې چې کله ناوې واده کوي لومړی يې د دوی په اصطلاح د سخي صاحب مزار او قبر ته بيايي اوه ځله يې له روضې چاپېره ګرځوي او دغه ډول ناوی د هغوی په عقيده ډيره بختوره وي .

همدارنګه دغه دود د افغانستان د عزني ښار په شاوخوا سيمو هم شته چې ناوې د غزني زیارتونو لکه د بلول دانا ، محمود غزنوي او نورو بزرګانو زيارتونو ته بيايي او له قبرونو څخه چاپېره ګرځوي او بیا د ناوې په سرو لاسونو د زيارت منجورانو ته قلنګ او نذراني ورکوي او دا هغوی نیک فال ګڼې .

په اسلام کې دغه دود يو شرکي او حرام دود دی ځکه په اسلام کې د بيت الله څخه بغير د هيڅ شی او هيچا د قبر او زيارت طواف جايز نه دی  بلکې که د احترام او تعظيم په نيت وي شرک دی او که ناوې دا ډول عقيده ولري پر ميړه طلاقيږي او پخواني ټول عملونه يې باطليږي .

دا يو جاهلي دود دی چې د هندوانو ، بودايانو ، مسيحيانو او نورو کفري ملتونو باطل او نا روا تقليد دی چې هغوی خپله ناوې بوتانو ته ورولي د هغوی په پښو کې يې پرې باسي او د بوت چاپېره طواف ورکوي .

( ناروا دودونه او بدعتونه ص ۲۶۱ )

Print Friendly, PDF & Email