۱- د رياست لپاره پخپله خپل ځان کانديدول بدعت او ناروا دی ، او داسې شخص شرعاً د امارت او رياست کولو حق نه لري .

۲- د روپيو او ننواتې په وسيله د ځان يا بل له پاره رايه اخيستل او ملاټړ تر لاسه کول بدعت دی .

۳- صرف د سياسي اختلاف له امله له خپل مسلمان ورور سره دوښمني کول او له هغه سره د اخوت اړيکې شکول بدعت او حرام عمل دی .

۴- د سياسي رقابت په وجه له کفارو سره دوستي کول او په خپل مسلمان ورور باندې هغه ته ترجيح ورکول بدعت ، اشد موالات ، سخته ګناه او د قرآن او سنتو له صريح نصوصو څخه خلاف ورزي ده .

۵- سياسي ګوندونه او حزبونه جوړول حرام او بدعت دی د قرآنکريم او سنتونه له احکامو څخه خلاف دی او د اسلامي امت د تضعيف او نفاق ستر عامل دی ، او له اسلامي امت سره لويه جفا او خيانت دی .

۶- د اسلامي ورځو (جمعه او اخترونو ) پرته د نورو ورځو رخصتي کول بغير له کوم شرعی عذر څخه بدعت دی .

۷- د مور ورځ ، د کارګرانو ورځ ، ربيع الاول ، د شهيدانو ورځ او نور لمانځل او په دغه ورځ رخصتي اعلانول او کنفرانسونه جوړول بدعت دی .

۸- د لاس او سر په اشارې سره رسمي سلامي کول بدعت دی له يهودو او نصاراؤ تشبيح ده .

۹- پر نارينه باندې ښځه د ريس او وزير په توګه مقررول بدعت او حرام عمل دی .

۱۰- پر علماؤ باندې د اسلامي دعوت  د حکومت او وزارت لخوا مقررول او د هغوی لخوا تنظيمول بدعت دی .

۱۱- په کتابونو ، مجلو او اخبارونو کې د تبرک د پاره د امير و وينا او تصوير ضروري ګڼل بدعت دی .

۱۲- رسم تعظيم کول بدعت دی

د ناروا دودونه او بدعتونو له کتاب څخه

آن لاين اسلامي لارښود