امريکايي پوهنتون په هيواد کې د اشغال ستر هدف دی

په غور يې تر پايه ولولئ که يې د پوره لوستلو حوصله نه لرئ له سره يې مه لولئ

بسم الله الرحمن الرحیم

په کابل کې د امريکايي پوهنتون د اداري هيئت غړی “كريس تايلور” د “فورين پاليسي” په مجله کې پخپله مقاله کې ددې پوهنتون رول او اهميت داسې بيانوي :”داسې ښکاري چې نن ورځ تعليم او تربيه پوره معامله ده “ تايلور په دې مقاله کې د امريکايي پوهنتون رول او اهميت بيانوي او امريکايي پانګه وال دې ته هچوي تر څو د دغه پوهنتون د پاره ۸۰ ميلونه پانګونه وکړي ، چې دغه ۸۰ ميليونه ډالر د پنځو کلونو د پاره په نظر کې نيول شوي دي .

امريکا د افغانستان د څو کلونو اشغال ځاني او مالي سختو زيانونو وروسته دې نتجې ته رسيدلې ده چې : نظامي اشغال او تسلط په داسې يو هيواد کې چې په تاريخ کې د اشغالګرو په قبرستان مشهور دی څه لاسته راوړنه نه شي لرلای ، نو امريکا ته په کار ده چې په داسې مهمه او استراتيژيکی منطقه کې د خپل دايمي حضور د پاره له بلې لارې کار واخلي نو ځکه د امريکا په تګلياره کې تغير راغلی تر څو د سخت او جنګي قوت پر ځای نرم قوت وکاروي چې دا کار د هغو ولسونو پر وړاندې چې سخت او مقاوم وي او يا پر بل عبارت د مسلمانو ډلو د پاره ګټور ثابت شوی دی .

د نرمې قوي د کارولو نظريه د “هاردفورد ” استاذ “جونای” وړاندې کړي ده ، او هغه دغه طريقه چې د جذب په وسيله لاسته راوړني لري نه د زور او فشار ليارې ستايلي ده او ددې طريقې د پاره يې تعليم مهم بللی دی . پس دا ډول تعليم د فکري ، تولنيز او کلتوري نفوذ او يرغل د پاره ښه اسلحه ده .

امريکايي پوهنتون اصلاً د تعليم د پردې تر شا د تنصيري پروګرام د خپريدو د پاره جوړ شوی دی چې ددې هدف د تر لاسه کولو د پاره غواړي نوی نسل تر خپل پوښښ لاندې ونيسي تر څو په آینده کې د هيواد واک تر لاسه کړي ځکه د هغوی فکر او تګلياره به خاص امريکايي وي نو په دې توګه امريکا کولای شی په آسانی سره هيوادونه تر خپل اشغال لاندې راولي ، خو دا اشغال به په ډير کم لګښت او د خپلو اجيرانو په واسطه کوم چې په دغو هيوادونو کې واک لري تر لاسه شي .

د تعليم تر سيوري لاندې فريب ورکونکی اشغال لومړي د منځني ختيځ څخه په قاهره او بيروت کې د پوهنتونو په جوړولو سره پيل شو چې ددې منطقي اکثره سياستمداران د همدې پوهنتونو څخه فارغ شوی دي چې په نوموړو مناطقو کې يې مهم رول لوبولی دي ، تقريباً سل کاله وشول چې په قاهره او بيروت کې د دغه پوهنتون څخه يو متخصص ( د ټولنې د ضرورت وړ متخصص ، ډاکټر ، انجنير وغره ) ټولنې ته نه دی وړاندې کړی نه يې کومه څيړنه کړې او نه يې هم کومه اختراع کړی ده ، د هغوی کوښښ يوازې استعمار ته خدمت دی او هدف يې د استعمار وده ده دغه د زده کړې مراکز چې په سيمه کې له پخوا فعاليت کوي تر اوسه پورې يې يوازې دوه څړنيز مرکزونه جوړ کړی دی چې يو يې په ۱۹۵۱ کال د ټولنيزو څيړنو مرکز او بل يې د دښتو د څيړنې د مرکز جوړول دي او نور فعاليتونه يې ټول تنصيري دي هغوي خپلې مرستې د قاهرې په غريبو خلکو ويشي او خپلې پروژې هلته عملي کوي چيرې چې جهل ، غربت او مرض شتون ولري لکه د مصر “منشية ناصر والدويقة” مناطق، حتی په مصر کې ځنې پټ اسناد ښيې چې په منطقه کې يې د استخباراتو د پاره قوي رول لوبولی دی لکه څنګه چې د امريکا د دفاع او ماليې وزارتونو په ۲۰۱۰ کال کې د مصري ټولنې څخه د مهمو اسنادو د ټولولو قرارداد له دغه پوهنتون سره لاسليک کړی دی .

همدارنګه (د قاهرې او بيروت پوهنتونو ته ورته ) پوهنتون د يو شمير مزدورانو او سيکولرانو لخوا په کابل کې په ۲۰۰۴ کال کې جوړ شو .

دغه پوهنتون خپل محصلين له تاجک ، پښتون ، ازبک ، هزاره ، ترکمن او نورو قومونو څخه جذبوي چې د لومړی ځل د پاره يې په کال د ۲۰۱۱ کې ۳۲ تنه محصلين فارغ کړل چې ۹ يې ښځينه او ۲۳ نارينه وو او دوه کسان يې د لوړو زده کړو د پاره امريکا ته وليږل او په ۲۰۱۲ کال يې ۵۲ کسان فارغ کړل چې د هغوی څخه يې شيږ کسان امريکا ته وليږل د يادولو وړ ده چې په دې پوهنتون کې د نارينؤ په نسبت د ښځو شمير ۲۵٪ زيات دی .

ښکاره ده چې امريکا د افغانسان له پرمختګ سره دومره دلچسپي نه لري څومره دلچسپي چې د افغاني نوي نسل د روزنې سره لري دوی غواړي داسې نسل و روزې چې جنسيت يې افغاني مګر عقل او مفکوره يې امريکايي وي ، رنګ او ژبه يې افغاني مګر تګلياره يې امريکايي وي .

ددې پوهنتون هدف لکه څنګه چې “کريس تايلور” بيان کړ د نوي افغاني نسل د مشرانو او رهبرانو روزل دي تر څو وکولای شي د نويو افکارو په لرلو سره د افراطګرو پر وړاندې مبارزه ، د فساد له مينځه وړل ، د نارينه او ښځو تر مينځ مساواتو څخه حمايت ، د اوږدو منطقوي روابطو د پار د شرايطو برابرول ، د ځوانانو د غږ اوريدل او د يوې متوسطي او آزادي ټولنې جوړول دي .

د نصرانيت د پخواني کشيش “زويمر” نظريه چې وايي :”ونه بايد د خپل ښاخ په وسيله پرې شي ” تر اوسه پورې د غرب پر ذهنيت حاکمه ده . په افغانستان کې د اشغالګرو پخواني قوماندان جنرال جان الن د امريکا کانګريس ته وويل : د تاريخ په اوږدو کې کم ليدل کيږي چې ياغيانو دې د خارجي قوت په مقابل کې ماتې خوړلې وي بلکي ياغيانو هميشه د سميزو قواوو په وسيله له ماتې سره مخ شوی دي په دې معنی چې د افغانانو جهاد او مقاومت بغير د سميزو لاسونو او د د هغوی د خپلو ځامنو په وسيله په شا کيدای شي يعنې مقاومت هيڅکله په استعماري قوت نه ماتيږي بلکي په محلي قوت سره ماتيږي چې دې ته د اجيرانو په وسيله د جنګ سياست ويلای شو کوم چې هدف يې د مزدورانو وده ،روزنه او مراقبت هغه ښاخ دی چې د هغه په وسيله بايد ونه پرې شي .

امريکايانو هم په افغانستان او نړی کې د عمل په ساحه کې پر دغه سياست عمل کړی دی پس و به ليدل شي چې آيا دوی چې کومې لاس ته راوړنې د منځنې ختيځ له پوهنتونونو څخه تر لاسه کړی دي په افغانساتان کې هم تر لاسه کولای شي ؟ يا دا چې د هغوی دغه خوب او تګلياري د يوي قوي او ديني ټولنې پر وړاندې چې هيڅ ناهيلي نه قبلوي له ماتي سره مخ شي .

منبع : عشاق الحور اسلامی

آن لاین اسلامی لارښود

Print Friendly, PDF & Email

4 تبصرې

  1. ماشآء الله
    مننه چې د کفري اشغال د اهدافو نه مو پوره پرته پورته کړی ده
    زما نظر دا دی چې بايد په دې باندې ټول خلک و پوهول شي تر څو خپل اولادنونه دغه پوهنتو کې داخل نه کړي ځکه اکثره بې خبره دي هغوی فکر کوي چې دلته ښه درسونه وي خبر به وي چې دلته اصلاً درسونه نه بلکي دامونه دی
    مننه

  2. مجاهد صاحب که هر څومره ورته ووای دغه موضوع چی لوړ ذکر شوی وو چی دی پوهنتون ته خپل بچیان مه داخلوی .
    واي هسی د پاکستان ملایان دی پر مونږ باندی نه لوریږی .. ځکه چی ماته څو ځلی ویلی شوی دی .او دوی په میاشت کی ۱۰۰۰ دالر ورکوی چی داخله وکړی او درس ووای او ځان باندی فخر کوی چی زه د افغانستان په امریکای پوهنتون کی درس وایم .. لعنت په دغه رقم مفکوره چی دوی ځان سره لری
    او دا خبیسان یو بل دانه داسی تربیه کوی له څنګه چی اوس یی تربیه کړی
    او دوی اول د پيسو په واسطه په مسملمانانو باندی په دین کی خرابتیا پیداکوی
    او که بیاهم نشو نو د قومو په منځ کی دوشمنی پیداکوی لکه سنګه چی اوس یی به مکمل ډول پيدا کړی
    او همدا شان هغه نا شونی کارونه کوی . چی دوی یو کار په خپله کوی بیایی خپل ګونه نور مسلمانانو ته نیسی داهم په زیات زیات اندازه روانه ده
    هسی پيسه خوارو چی نه پوهیږی اول خو خدای ج هدایت ورته وکړی او که نه خدای داسی وشرموی چی ټول خلک یی په خپلو سترګو وګوری

  3. Rohullah Wardak

    دیره مننه وعده کوم چه تولو هغو جوانانو ته به یی د کاغذپر مخ ورورسوم چه انتر نت ته لاس رسی نلری.

اترك تعليقاً