د دعوت شرطونه

د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی  :

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).

 ژباړه : بلنه کوه (ای محمده ! خلقو ته ) لياری د رب خپل ته په حکمت سره اوموعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغی (طريقی ) چه هغه ډيره ښه وي)  .

د حکمت د معنی په اړه علماؤ کرامو ډير څه ليکلی دي خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې عبارت له: په خپل ځای کې د هر شی ايښودلو ته وايې ،مګر دلته د حکمت کوم چه د حق د لاری داعيان پر هغه متصف وي غالباً حکمت په وينا کې چه علم او موعظه او يا حکمت د نورو سره په برخورد کې د نيکۍ طرف ته د تشويق لپاره او د بدۍ نه منع کول دي .

ابن زيد حکمت داسې تعريفوي  : هر هغه وينا چې د چا د نيکۍ طرف دعوت سبب شي او يا څوک د بدی څخه منع کړي حکمت دی .

په قرآنکريم کې حکمت د آسمانی کتابونو ،نبوت ،هدايت ،علم ،عدالت او حلم په معنی راغلی دی .

د (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) او (وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن) د حکمت په مفهوم کې داخل دي د هغه عطف پر حکمت له باب د عطف خاص پر عام دی .

وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ : داسې وينا چې د مخاطب زړه نرم کړی د نيکو افعالو انجامولو ته اماده او د داعی دعوت قبول کړي)  .

وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن  : دخپلی رأيې لپاره دليل راوړل (مجادله کول ) په يوه نيکه طريقه نه داسې چې د جنجال او خشونت سبب وګرځي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت شرطونه

هغه کسان چې د الهی دين طرف ته بلنه کوي خلق د نيکی طرف ته بولي او له بدو کارونو خلق منع کوي د ده دعوت ،وعض او نصيحت به هغه وخت ګټور وي چې په لاندې شرايطو برابر وي او که په لاندې شرايطو برابر نه وي ( د حکمت په طريقه ) نه وي نه يواځې دا چې په دعوت کې به يې هيڅ اثر هم نه وي بلکې د اسلام او مسلمانانو لپاره به يوه صدمه شي  .

د نبوت او خلفاء راشدينو په وخت کې چې اسلامې دعوت او جهاد په حکيمانه ( د اسلامي شريعت موافق ) توګه روان ؤ په ډير لنډ وخت کې تقريباً ټولی نړۍ ته دين ورسيدو او اوس چې سوونه کاله تير شوي دي دا خو پر ځای پريږده چې نړي ته مو دين ونه رسولو بلکی خپل کور،کلی او ولس مو لاهم د اسلام په ضروري احکامو خبر نه کړل !!!! ، د دعوت دغه شرطونه په لاندې ډول دي :

۱- تقوی : د تقوی نه مراد د ټولو الهی اوامرو ادا کول او د ګناهونو څخه د ځان ساتل دي .

کله چې په چا کې تقوی ځای ونيسی د هغه په زړه کې نورانيت پيداکيږي  د پوهې او ادراک قوه يې لوړيږی او الله تعالی د ده لپاره ټولی چاری آسانه کوي .

قوله تعالی : وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (الطلاق ۴) .

د دعوت لپاره اولين شرط تقوی ده د اسلامې امت داعي به د يهودو دعلماؤ په څير نه وي چې خلکو ته په نيکی امر کوي او له بدو کارو خلک منعه کوي خو خپله کوم عمل ورباندې نه کوي .

د داسې کس په اړه سخت وعيد دي

حديث :عَنْ أُسَامَةَ (رض) قال: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ (ص) يَقُولُ: «يُجَاءُ بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيُلْقَى فِي النَّارِ، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُهُ فِي النَّارِ، فَيَدُورُ كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِرَحَاهُ، فَيَجْتَمِعُ أَهْلُ النَّارِ عَلَيْهِ فَيَقُولُونَ: أَيْ فُلانُ، مَا شَأْنُكَ أَلَيْسَ كُنْتَ تَأْمُرُنَا بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَانَا عَنِ الْمُنْكَرِ؟ قَالَ: كُنْتُ آمُرُكُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَلا آتِيهِ وَأَنْهَاكُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ». (بخارى: 3267) .

ژباړه : اسمامه رضی الله عنه وايې چه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې ارويدلی چې ويې فرمايل :د قيامت په ورځ به يو کس راوستل شي او دوزخ ته وروغرځول شي او په تيزی سره به يې کلمی د باندې تويې شي په خپلو کلمو به د خره د څپر په شان غوبل کوي . دوزخيان به د ده چاپير راټول شي ورته وايې به ای فلان ! په تا څه شوي دی آيا ته نه وي چې مونږ ته  به مو امربالمعروف او نهی عن المنکر کولو؟ وايې به هو تاسې ته به مې په نيکی امر کولو خو خپله به می نه انجامول او تاسې ته به مې د منکر کار څخه منع کوله خو خپله به می انجامول  .

۲- اخلاص :

يعنی  د دعوت نيت به يواځی او يواځی د الله تعالی رضا وي .

داسې به نه وي چه د الهی دين ته د دعوت پر ځای خپل ځان ته  دعوت  کوي  ،يعنی ددې پر ځای چې خلک د الله تعالی دين ته دعوت کړي  خلک خپل ځان ته دعوتوي خلکو ته خپله پوهه ،خپل استعداد او شخصيت ښکاره کوي .

دا ډير تباه کونکی مرض دی سختی خطرناکی پايلی لري الله تعالی (جل جلاله) دې مونږ تری وساتي  .

۳- علم :

بل شرط د دعوت لپاره علم دی  قوله تعالی  :

قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ  (يوسف ۱۰۸)

ژباړه : ووايه دغه لاره زما ده چې خلق بولم د الله طرف ته  په بصيرت ( علم او ښکاره بيان  ) .

حسن بصری رحمه الله په دې اړه وايې : عمل کونکی بدون له علمه څخه د هغه لاروي په شان دی چې لاره يې  ورکه کړي وي .

۴- تواضع  :

ځان په نورو خلکو لوی نه ګنړلو ته تواضع وايې .

تواضع د الله جل جلا له د معرفت او خپل ځان پيږندلو ثمره ده  نو ځکه د اسلام لومړی خليفه ابوبکر صديق رضی الله عنه فرمائيلی : هيڅ مسلمان بايد خپل مسلمان ورور حقير او ذليل ونه ګڼی ځکه د دټيټی مرتبې مسلمان هم د خدای جل جلاله په نزد لوی او محترم دی .

مطلب دا چې : اسلامې دعوت به د نصيحت پر ځای د خلکو تحقيرول او بې غزته کول نه وي  .

۵- حلم :

حلم د قهر او غوصی په وخت کې د نفس کنترولو ته او عقل نه کار اخيستلو او د عفوی او بخشش لاره غوره کولو ته وايې .

چې د يوه دعوتګر لپاره آساسی شرط ګڼل کيږی ځکه د دعوت ورکونکي هدف د زړونو لاس ته راوړل وي او زړونه يوازی په نرمې او مهربانه وينا لاس ته راوړل کيږي .

حضرت علی رضی الله عنه زړه د يوه حيوان سره تشبح  کړی چې يوازی  په نرمې رام کيږي او بس .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 42 times, 2 visits today)

اترك تعليقاً