إذا عملت الخطيئة في الأرض كان من شهدها فكرهها كان كمن غاب عنها، ومن غاب عنها فرضيها كان كمن شهدها”.(ابوداود 4345 )

د حضرت عرس بن عميره رضی الله عنه نه روايت دی چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : چې کله په یوه ځمکه کې ګناه وکړ شي نو چه کوم خلک هلته موجود وي او په ګناه خفه شي دوی د هغه خلکو په شان دی چه هلته موجود نه وي ( يعنی د دوی څخه د دغه ګناه په اړه پوښتنه نه کيږي ) اوچې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او په دې ګناه راضی وي نو هغوی د هغی خلکو په شان دی کوم چه دغه ځای کې اوسی ( د دوی په کناه کې به شريک وي ) .

عن ابن جرير، عن جرير قال: سمعت رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم يقول: “ما من رجلٍ يكون في قومٍ يعمل فيهم بالمعاصي يقدرون على أن يغيروا عليه فلا يغيروا إلا أصابهم اللّه بعذابٍ من قبل أن يموتوا(ابوداود 4339 ).

حضرت جابر رضی الله عنه وايي چې ما له رسول صلی الله عليه وسلم نه واوريدل چې فرمائيل يې : چې په يوه قوم يا ټولنه کې داسې څوک وي چې د شريعت خلاف کار کوي (ګناه کوي ) او د دغې ټولنې خلک د توان او قدرت سربيره د هغه اصلاح نه کوي دا کسان به الله (جل جلاله) له مرګ نه مخکې په عذاب ګرفتار کړي .

مطلب دا چې د فساد پر وړاندې بې پروايې اختيارول د الله په نزد داسې ګناه ده چې د آخرت د سختی سزا سربيره به په دنيا کې هم سزا ورکوي .

عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا”.(مسلم 2674 ) .

له ابی هريرة رضی الله عنه روايت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : کوم بنده چې د نيکۍ طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به دهغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .او چا چې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت کړل نو د دغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی د ده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ) .

عَنْ أَبِي رَافِعٍ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.(الطبراني 925 )

له ابی نافع نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی ( طبرانی ) .

عن جابز قال قال زسول الله صلي الله عليه وسلم اوحي الله عزوجل الي جبزئيل عليه السلام ان اقلِب مدينة كذا و كذا بِاهلِها فقال يا رب ان فيهم عبدك فلانا لم يعصك طرفة عين قال تعالي اقلِبها عليه و عليهم فان وجهه لم يتمعر في ساعة قطُّ ( رواه البيهقي في شعب الايمان ) .

د حضرت جابر رضی الله عنه نه رواِت چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : چې الله تعالی(جل جلاله) جبرائيل علیه السلام ته حکم وکړ چه فلانی کلی سره له خپلی ټولی آبادی په بل مخ کړه ، جبرائيل عرض وکړ چې په دې کلی کې خو ستا فلانی بنده هم دی – چې د ستګې د رپ په اندازه يې هم ستا نافرماني نده کړی د الله (جل جلاله)  د طرف نه حکم وشو چې دغه آبادی سره د دغه بنده په ټولو باندې واړوه ځکه چې د يو ساعت د پاره هم د دغه بنده مخ زما له وجې متغير شوي نه دی (د منکراتو او د خلکو د نجات په اړه هيڅ احساس نه دی کړی ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email