د عادل حکمران فضيلت

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي’ لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم) .

اووه کسان دي چه هغوی ته به الله تعالی د خپل (رحمت) سیوری کی په داسې ورځ ځای ورکړي په کومه ورځ چه به دهغه سیوری نه غیر بل هیڅ سیوری نه وي ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چه په ځوانی کی د الله تعالی عبادت کوي ۳- هغه څوک چه دهغه زړه جوماتو سره تړلی وی (پنځه وخته لمونځ په جمع کوي کله چه یو لمونځ آدا کړی د بل په فکر کې وي) ۴- هغه دوه کسان چه د الله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وي ،هم په دغې دهغوی يوځای کیدل وي او هم په دغې د دوی جدایي وي ۵- هغه کس چه يوه ښايسه شريفه ښځه یې خپل طرف ته متوجه کړي او هغه ورته ووایي چه زه د الله تعالی نه ویریږم ۶- هغه سړی چه په داسې پټه طريقه صدقه ورکړي چه بل لاس ترې هم خبر نشي ۷- هغه کس چه د الله تعالی ذکر په تنهایی کې وکړي او اوښکې یې وبهيږي (په پټه کی د خپلو ګناوو په یادولو د الله تعالی له ويری ژاړي ) .

امام نوی رحمه الله د قاضی عياض وينا را نقل کړی ده چې : د عادل امام څخه مقصد د حکومت هغه مسئولين او مشران دي چې د مسلمانانو د ښيګڼو او بهبود مسئوليت ور سپارل شوی وي دلته يې د ټولو د مخه د عادل حمکران يادوونه ددې لپاره کړی ده چې د هغه ګټې او تاوانونه د نورو شپږو ډولو خلکو څخه ډير دي .

ابن حجر په فتح الباری کې ليکلی دي : د عادل امام څخه مقصد د حکومت مشر دی او هغه سړی ته هم دا فضيلت په لاس ورتلای شي چې د مسلمانانو د کوم کار مسئوليت ور سپارل شوی وي او په هغه کې عدل او انصاف وکړي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم بل حديث شريف کې فرمايلي دي :

« إنَّ المُقسِطينَ عِنْدَ اللَّهِ عَلى مَنابِرَ مِنْ نور: الَّذِينَ يعْدِلُونَ في حُكْمِهِمْ وأَهليهِمْ وما وُلُّوا » رواهُ مسلم.

عدل او انصاف کوونکی به د الله تعالی په نزد د نور پر منبرونو قرار لري ، هغه کسان چې ( په ور سپارل شوي ) حکم او مسئوليت  کې او د خپل اهل او کورنيو تر مينځ هم د عدالت او انصاف څخه کار اخست  .

امام نوی رحمه الله وايي : چې په دې فضيلت کې خليفه ، ښکته امراء او مسئولين او قاضيان ټول شامل دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً