د خلافت لغوي معنی :

د خلافت کلمه له خلف ، يخلف څخه اخيستل شوې ده چې لغوي معنی ده ځای ناستی او نائب .

د خلافت اصطلاحي معنی :

اسلامي پوهانو د خلافت يا اسلامي حکومت اصطلاحي تعريف داسې کړی دی :

امام ابوالحسن ما وردی رحمه الله ليکي : امامت (اسلامي حکومت ) ددې لپاره جوړيږي چې د اسلام سپيچلي دين د ساتنې او د دنيا د نظم او نسق په چلولو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نيابت وکړي (الاحکام السلطانيه ۱۹۷۳ کال چاپ مصر ) .

ابن عابدين حنفی رحمه الله ليکي : هغه عمومي رياست دی چې په ديني او دنيوي امورو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په نيابت کې کار کوي (مجموعه شامی ج ۱ ص ۵۱۱ ) .

شاه ولی الله دهلوی رحمه الله ليکي : خلافت عبارت له هغه عمومي رياست څخه دی چې عملاً د دين د قيام د پاره کار کوي ( ازاله الخفاء ص ۲ چاپ ۱۹۷۶کال ) .

ددې تعريفونو خلاصه دا ده چې خلافت هغه عمومي رياست دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په نيابت کې د دين کار کوي .

خلافت د قرآني ارشاداتو په رڼا کې :

الله سبحانه و تعالی فرمايي : وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (النور ۵۵ ) .

ژباړه : الله جل جلا له ستاسو نه د هغو کسانو سره چې مؤمنان دي او ښه عملونه وکړي وعده کړی ده چې هغوی په هماغه شان خلفه ګان وګرځوي لکه چې له هغو نه مخکې تير شوی خلک يې ګرځولي وو د هغو لپاره به د هغو دين پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله جل جلا له د هغو لپاره خوښ کړی دی او د هغو د وېرې اوسنی حالت به مو په امن بدل کړي هغوی دی زما بندګي کوي او له ما سره دی څوک نه شريکوي او څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي نو همداسې کسان فاسقان دي .

تفسير قرطبی ، تفسير ابن جرير او تفسير روح المعاني د مشهور تابعی ابوعللیه رحمه الله د روايت په حواله ليکي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو په مکه مکرمه کې او له هجرت نه وروسته په مدينه منوره کې په لومړيو ورځو کې د وېرې په حالت کې وو سهار او ماښام هر وخت به مسلح وو يوه صحابی رضی الله عنه وويل چې آيا مونږ د امن ورځې نه شو ليدلی ؟ تر څو اسلحه ښکته کړو ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :ډير ژر به داسې حالت وګورئ چې يو کس چې په چادر کې نغښتی وي او په عمومي غونده کې به ناست وي هغه سره به هيڅ ډول اسلحه نه وي نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې مخکينی وينا د تائيد د پاره دا پورتنی آيت نازل شو .

په دې پورتنې آيت کې د صالحو مسلمانانو سره د پنځو شيانو وعده شوی ده :

۱- صالحو مؤمنانو ته به په ځمکه کې د خلافت ، حکومت او سیاسي قيادت ورکول کيږي .

۲- د اسلام سپيڅلی دين به په کلکو او ټينګو اصولو او بنسټونو دروي او اسلام به غالب ګرځوي .

۳- مسلمانانو ته به قوت او عزت ورکړي چې د هغوی په زړونو کې به د دښمنانو څخه هيڅ ويره نه وي .

۴- په دې خلافت او اسلامي حکومت کې به خلک د يو الله تعالی بنده ګي کوي او شرک او طاغوتي نظام به ختموي .

۵- هغه کسان چې د اسلامي خلافت نه سر غړونه کوي هغوی به فاسقان ګڼل کيږي .

د پورته آيت شريف پنځه ذکر شوی نښې د خلفاء راشدينو په دوره کې په پوره ډول موجودې وې د الله جل جلا له وعده د هغوی رضی الله عنهم په دور کې په پوره توګه بشپړه شوې وه د هغوی په دور کې اسلام په ټوله نړی کې غالب وو د وخت امپراتورۍ ټولې نسکورې شوي وې .

که څه هم د آيت شريف لومړنی مصداق راشدين خلفاء ؤ خو د مرتبو په اختلاف سره هر هغه حکومت چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو او خلفاء راشدينو د رياست او حکومت نظام او چارې پر مخ بيايي نو ددې آيت شريف مصداق ګڼل کيږي .

له پورته آيت څخه دا په ډاګه کيږي چې اسلامي حکومت د الله جل جلا له نعمت دی د هغه نه پرته د تعليم او تبليغ په وسيله نه دين غالب کيدای شي او نه امن او امان تينګيږي او نه د شرک او طاغوت حکومت نسکورېدای شي .

د اسلامي حکومت اصلي مقصد د الله (جل جلا له) د دين قيام او نصرت دی د حکومت ټولې چارې او قوت به د بديو د له مينځه وړلو او د نيکيو ته د وده ورکول وي .

لقوله سبحانه وتعالی : الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاَةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الأُمُورِ (الحج ۴۱ ) .

ژباړه : دوی هغه کسان دي چې که مونږ دوی ته په ځمکه کې قدرت ورکړو نو لمونځ به قائم کړي ، زکات به ورکړي په ښو کارونو به حکم وکړي او له بدې نه به منع وکړي او د ټولو چارو پای د الله تعالی په واک کې دی .

امام قرطبی رحمه الله ليکي : چې حضرت ابن عباس رضی الله عنه ويناده چې : ددې آيت شريف مصداق اول مهاجرين او انصار دي بيا هغه خلک دي چې په اخلاص سره د هغوی پيروي کوي – ابوالعليه ، ضحاک ، ابن ابی نجيح فرمايي : په دې آيت کې حکمرانانو ته لارښوونه شوی ده چې کله الله جل جلا له هغوی ته حکومت او سلطنت ورکړي نو هغوی به پخپل اقتدار کې هغه کارونه کوي کوم چې خلفاء راشدينو کړی دي (القرطبي ج ۱۲ ص۷۳ )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email