د سياست لغوي معنی : د سياست لفظ د ساس ، يسوس له مصدر څخه اخيستل شوی دی چې معنی يې اصلاح او ښايسته کول دي .

په اصطلاح کې سياست د حکومت ، رياست او د هيواد د چارو د ښه سمبالولو څخه عبارت دی د سياست څخه مقصد مکر ، فريب ، غلول او جنګول نه بلکي سياست د هغه پوهې او حکمت نوم دی چې د خلکو تر مينځ ورورولی، محبت ، يووالی او اتفاق را پيدا کوي ، څوک چې د خلکو تر مينځ تفرقې جوړولو او اختلافاتو سبب ګرځي سياست پوه نه دی بلکه حقيقي سياست پوه هغه دی چې د ښه تدبير او ادارې تر څنګ ښه مصلح او لارښود هم وي .

د سياست تعريف د مسلمانو پوهانو له نظره :

ابن منظور رحمه الله وايي : د يوه شي د اصلاح لپاره د نهايي کوښښ کولو او ملاتړلو ته سياست وايي چې د مدبر او ښه لارښود کار دی .

امام غزالی رحمه الله وايي : د خلکو د اصلاح او هغې لارې ته لارښوونه چې د دنيا او آخرت د خلاصون يوازنې ذريعه ده سياست ويل کيږي (احياء علوم الدين ) .

ابن خلدون رحمه الله وايي : سياست او حکومت د بندګانو د ساتنې او د هغوی د ګټو د ساتنې او کفالت او په بشري ټولنه کې د الله تعالی د احکامو د تطبيق لپاره استازيتوب دی (مقدمه ابن خلدون ص ۱۱۳ ) .

امام راغب اصفهاني رحمه الله وايي : د ځمکې د آبادولو او د هغې ترقي او جوړول د الله تعالی د احکامو تنفيذ او د ښو اخلاقو اختيارولو ته سياست وايي ( الذريعه الی مکارم الشريعه ۸ باب ص ۱۸ ) .

ابو الوفا ابن عقيل بغدادي رحمه الله وايي : سياست د هغه تدبيرونو نوم دی چې د هغه په وسيله خلک د اصلاح او ټولنيزو ګټو په لور نږدې او د فساد څخه لېري کيږي (الطريق الحکميه فی السياسه او علام الموقعين ) .

شاولی الله دهلوي رحمه الله وايي : سياست او حکمت د هغه فن نوم دی چې د يو هيواد و وګړو تر مينځ د اجتماعي اړيکو د کيفيت څخه بحث کوي .

د پورتنيو تعريفاتو څخه داسې څرګنديږي چې :

سياست يوه پوهه او حکمت دی چې د هغه په وسيله حکومتي چارې په ښه شان سمباليږي او هدف يې د عامه ګټو ساتنه او د خلکو تر مينځ د ښو مناسباتو د ساتلو څخه عبارت دی .

د اسلامي حکومت د داخلي او خارجي چارو ښه اداره عبارت له اسلامي سياست څخه دی او سياست د اسلام يو باب دی ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «كانت بنو إسرائيل تسوسهم الأنبياء ، كلما هلك نبي خلفه نبي ، وأنه لا نبي بعدي ، وستكون خلفاء فتكثر ، قالوا : فما تأمرنا ؟ قال : فوا ببيعة الأول فالأول ، وأعطوهم حقهم فإن الله سائلهم عما استرعاهم» رواه بخاري او مسلم .

ژباړه : د بنی اسرائلو سياست د هغوی د پيغمبرانو په لاسونو کې وو کله به چې يو پيغمبر وفات کيده نو په ځای به يې بل پيغمبر را تلو ، زما څخه وروسته بل پيغمبر نه راځي – خو زما خلفاء استاذي به موجود وي دا خلفاء به کله د يو نه زيات هم وي . صحابه کرامو رضی الله عنهم ترې پوښتنه وکړه چې د داسې حالاتو په هکله به مونږ ته ستاسو حکم څه وي ؟ هغه و فرمايل : د هغه بيعت پوره کړئ کوم چې لومړی ځل ور سره بيعت شوی وي (تر مخه مقرر شوی وي ) د خپلو خلفاء د اطاعت او فرمان وړنې حقوق ادا کوئ ځکه الله جل جلا له به د هغوی نه د هغوی د رعيت په هکله پوښتنه کوي .

لکه څنګه چې پر مسلمانانو باندې د خپل امير حکم او اطاعت په جايزو امورو کې واجب دی همداسې د مسلمانانو په مشر او حاکم باندې د خپل رعيت د حقوقو ساتل واجب دي .

مَا مِنْ وَالٍ يَلِي رَعِيَّةً مِنَ الْمُسْلِمِينَ فَيَمُوتُ وَهُوَ غَاشٌّ لَهُمْ إِلاَّ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ. (بخارى:7151)

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هر مشر يا قوماندان چې د مسلمانانو د يوې ډلې مسئوليت په غاړه واخلي او په داسې حال کې مړ شي چې د هغوی سره يې خيانت کړی وي الله تعالی په هغه باندې جنت حرام ګرځوي .

او همدارنګه فرمايي :

مَنْ سَمَّعَ سَمَّعَ اللَّهُ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، قَالَ: وَمَنْ يُشَاقِقْ يَشْقُقِ اللَّهُ عَلَيْهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» فَقَالُوا: أَوْصِنَا، فَقَالَ: «إِنَّ أَوَّلَ مَا يُنْتِنُ مِنَ الإِنْسَانِ بَطْنُهُ، فَمَنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لا يَأْكُلَ إِلاَّ طَيِّبًا فَلْيَفْعَلْ، وَمَنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لا يُحَالَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجَنَّةِ بِمِلْءِ كَفِّهِ مِنْ دَمٍ أَهْرَاقَهُ فَلْيَفْعَلْ. (البخارى:7152) .

هر څوک چې د شهرت (نام او نښان ) په لټه کې وي الله تعالی به د هغه کس نيت د قيامت په ورځ رسوا کړي . او هر څوک چې سخت ګير وي الله تعالی به له ده سره د قيامت په ورځ سختي وکړي ، صحابه کرامو وويل : مونږ ته نصيحت وکړه . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د انسان د بدن څخه اولين اندام چې بدبويه کيږي هغه ګيډه د هغه ده نو ځکه څومره چې توانيږﺉ يوازې له حلال او پاک مال څخه خوراک وکړﺉ او همدارنګه څومره چې توانيږﺉ يو څاڅکې وينه هم په نا حقه تويي نه کړﺉ تر څو جنت ته د تاسې د ننوتلو مانع نشي .

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email