د قضاوت په باره کې د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ليک ابوموسی اشعری ته :

 حضرت عمر فاروق رضی الله عنه چې ابو موسی اشعری ته کوم ليک استولی د قضاوت د صحي طريقه د پاره يو بنسټ بلل کيږي چې ترجمه يې په لاندې ډول ده .

بسم  الله  الرحمن  الرحيم  له طرف د الله بنده عمر بن خطاب امير مؤمنان لپاره د عبدالله بن قيس .

د الله درود دې وي پر تا او بعد : پوه شه چې قضاوت محکمه فريضه او عملي شوي سنت دی ، کچيرې تا ته د دعوی واله در وستل شي په هغه کې دقت کوه ، ځکه د حق وينا چې څو پورې عملي  نشي څه فائده نه لري- يعنې تنها د حق وينا کافي نه ده بلکي په هغه باندې عمل کوه .

د هغوی طرفه ته توجه ، عدل او د مراجعينو تر مينځ کيناستلو کې پوره برابري او مساوات کوه ځکه چې څوک د خپل شرف او منزلت له وجې د ستا طرف ته د توجه څه طمع ونه کړي ( د واسيطې او طرفداری څه طمع يې په زړه کې پيدا نشي ) او څوک د ضعف او ناتوانۍ له وجې د ستا له عدل څخه ناهيلي نشي ، دا په مدعی ده چې خپل ګواه او شاهد پيش کړي او په منکر کس ده چې سوګند ادا کړي .

د مسلمانانو تر مينځ صلح او جوړجاړی جايز دی خو په دې شرط چې حلال حرام نه کړي او حرام حلال نه کړي .

که دې نن ورځ قضاوت او فيصله وکړ حکم دې صادر کړ خو وروسته د عقل او فکر کولو پوه شوې چې پخپل حکم کې دې اشتباه ده او حکم دې د حق خلاف دی نو حکم به بیرته اخلي ، ګوره ! چې هيڅ شی ددې مانع نشي چې ته پر خپل غلط حکم ودريږي ځکه پښېمانتيا غوره او بهتره ده د باطل له دوام څخه .

د هغه څه په باره کې چې په کتاب الله او سنتو کې يې واضح حکم پيدا نشې کړای او په زړه کې دې شک وي نو خپلې پوهې او عقل ته دې مراجعه وکړه دقت کوه چې اشتباه و نه کړې ، د هغه د مثالونو او نظرياتو په باره کې دقت کوه او خپل کارونه مو د مثالونو او نظرياتو له مخې قياس کړئ او هغه طرف اختيار کړئ کوم چې حق ته نږدې وي .

کوم مدعی چې په حق وي خو غائب وي يا شاهد ولري هغه د پاره وخت تعين کړه ، کله يې چې بَیّنه او شاهد احضار کړل نو د هغه حق ور څخه واخله او که نه وي نو قضا به د هغوی په طرف اجرا شي او دا کار شک او ګمراهي له مينځه وړي .

 مسلمانان يو د بل په نسبت عادل شميرل کيږي ، مګر هغه کس چې حد ورباندې جايري شوي وي يا په دروغو او خيانت مشهور وي (ښکاره فاسق او بد کار وي ) ، ځکه حکم په ظاهر اجرا کيږي څه چې ښکاره او ظاهر دي هغه زمونږ په اختيار کې دي او نور پر پټو اسرارو باندې الله تعالی عالم دی ، يعنې مونږ په ظاهر د کار پوهيږي پر باطل باندې الله تعالی پوهيږي – سوګند او شهادت د ګناه او برأئت د رفغ کولو د پاره دي .

ته به د دعوی واله د مراجعينو پر وړاندې له بد اخلاقی ، زړه تنګۍ ، ستړيا ، تنګ نظری ، خصومت او تريو تندي څخه ځان ساتې (او له هغوي سره به په ښه شان رويه کوې ) .

 ځکه د حق اجرا کول په خپل ځای کې د الله تعالی په نزد لوی اجر لري او د سړی اجر او نيکي په نصيب کيږي .

د هر چا چې نيت سم وي خپل ځان ته متوجه او پر خپل ځان متکي وي الله تعالی د ده او خلکو تر مينځ کافي وي او هر چا چې نيت خراب وي چې په ظاهر خلکو ته ځان ښه ښکاره کوي خو په باطل کې نيت هسې نه وي الله تعالی هغه بد ګڼې ، ستا ګمان د الله تعالی بغير د بل چا په ثواب ورکولو ، د بل چا په روزې ورکولو ،رحمت او مغفرت کوم چې په دې دنيا کې يې خلکو ورکوي څه دی ؟ ( که ثواب ورکول دي ، که روزې ورکول دی ، که رحمت او مغفرت دی دا ټول د الله تعالی په اختيار کې دي ) .

و السلام

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. د نن ورڅ ټولی فیصلی په رشوت روانی او د دغه نا اهله حکمرانانو به زور روانی دی که یو کس هرڅومره حقدار وی بیا هم چی پیسی ونه لری حق یی ورته نه سپارل کیږی یا الله ته دغه رشوت خواره قاضیان او څارنوالان تباه او شرمنده کړی امین امین امین
    ځکه د مظلوم او بیچاره حق ظالم ته ورکوی

اترك تعليقاً