د پيغمبرانو عليهم سلام د رسالت يو آساسي هدف دا ؤ چې په خلکو کې عدل قايم کړي عدل د اسلام له مهمو ارښتونو څخه شميرل کيږي د عدالت په وسيله د ظلم ، زور ، منکراتو او د خلکو ذات بيني جنجالونو او شخړو مخنېوی کيږي او په خلکو کې امنيت او آرامي مينځته راځي .

قوله تعالی : لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ( الحديد ۲۵)

ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .

د هغو مهمو وسيلو څخه چې د هغه په وسيله په خلکو کې د عدل قيام مينځته راځي د خلکو د حقوقو ساتنه ، د ناحقه وينو تويولو او د خلکو په مال ، عزت او ناموس باندې د تجاوز څخه مخ نوی کيږي هغه قضايي نظام دی چې اسلام يې قيام فرض کړی دی په اسلام کې اولين کس کوم چې د عدل د قيام دنده يې تر سره کړې جناب حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم وو .

الله تعالی خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته حکم کړي چې د خلکو تر مينځ په هغه څه حکم او فيصله کوه کوم مو چې پر تا نازل کړی دي .

قوله سبحانه وتعالی : إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ(النسآء ۱۰۵ ) . 

د قضاوت مقام او مرتبه :

قضاوت د ظلم د مخنيوي د خلکو د شکاياتو آوريدل او د خلکو تر مينځ د جنجال او نزاع قطع کول د پاره فرض کفايي دی او د مسلمانانو پر حاکم واجب ده چې د قضا د پاره متقي او عالم کس چې د قضا د مقام سره مناسب وي و ټاکي .

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: «لا حَسَدَ إِلا فِي اثْنَتَيْنِ: رَجُلٌ آتَاهُ اللَّهُ مَالاً فَسُلِّطَ عَلَى هَلَكَتِهِ فِي الْحَقِّ، وَرَجُلٌ آتَاهُ اللَّهُ الْحِكْمَةَ فَهُوَ يَقْضِي بِهَا وَيُعَلِّمُهَا». (بخارى:73)

د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : غبطه جايزه نه ده مګر په دوو څيزونو کې . يو، هغه کس چې الله تعالی مال او دولت ورکړی وي او بيا يې ددې همت هم ورکړی وي چې د الله تعالی په لار کې خپل مال خرچ کوي او بل هغه کس چې علم او حکمت يې ورکړی وي نور خلک د ده له علم څخه ګټه اخلي او د خلکو تر مينځ قضاوت کوي .

په بل حديث شريف راغلی دي : ان الله مع القاضی ما لم يجز فاذا جاز تخلی عنه و لزمه الشيطان (الترمذی او ابن ماجه ) .

تر څو چې قاضی د قضا په کار کې ظلم ونه کړي الله تعالی ور سره مرسته کوي خو کله چې ظلم وکړي د الله تعالی کومک ور سره نه وي او شيطان ور سره ملګری کيږي .

بل حديث شريف راغلی دي : القضاة ثلاثة: واحد في الجنة، واثنان في النار.فأما الذي في الجنة فرجل عرف الحق فقضى به.ورجل عرف الحق فجار في الحكم فهو في النار.ورجل قضى للناس على جهل فهو في النار (ابوداؤد ابن ماجه )

يعنې : قاضيان دری دي : يو په جنت کې او دوه په دوزخ کې دي .

په جنت کې هغه څوک دی چې حق و پېږني او حکم پرې وکړي او څوک چې حق و پېږني مګر په حکم کې ظلم وکړي په دوزخ کې وي او څوک چې د خلکو تر مينځ په ناپوهۍ حکم کوي په دوزخ کې دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email