د زندان تاريخ پخوانی دی په قرآنکريم کې د يوسف عليه سلام په قصه کې د زندان په اړه داسې يادونه شوې ده :

قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ (يوسف ۳۳ ) 

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې او د هغه د صحابه کرامو رضی الله عنهم په زمانه کې زندان ؤ او تر ننه پورې شته . ابن قيم رحمه الله وايي : هغه ځای چې تنګ ، سخت او د سنګنجو ورکولو ځای وي شرعي زندان نه بلل کيږي ( بلکي داسې ځای د ظلم کور دی ) بلکي شرعي زندان هغه دی چې يو مجرم او بدکاره توقيف کړ شي او له شخصي تصرفاتو محروم او بند کړ شي هغه که په کوم کور کې وي يا جومات کې وي يا د دعوی د طرف تر نظارت لاندې يا د کوم وکيل لخوا د هغه مراقبت کيږي .

 ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  زنداني کس اسير بللی دی ابوداود او ابن ماجه داسې روايت نقل کړی دی چې هرماس بن حبيب له خپل پلار څخه روايت نقل کړی چې وايي : خپل پوروړی مې د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته حاضر کړ هغه ما ته وويل د هغه بهره دار او ملازم شه او د هغه مراقيبت کوه بيا يې ( په آخره ورځ و فرمايل : ای د تميمي وروره له خپل اسير سره دې څه وکړل ؟ ابن قيم رحمه الله وروسته وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې او همدارنګه د ابوبکر صديق رضی الله عنه په زمانه کې د اسيرانو ساتل همدا ډول وو څنګه چې پورته ذکر شول يعنې د زندان د پاره کوم خاص ځای نه وو مګر د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په زمانه چې د دعوي واله کسانو او مجرمينو د توقيف د پاره خاص ځای انتخاب شو ځکه چې دغه وخت د مسلمانان شمير زيات شو او مسلمانانو ډيرې سيمې فتحه کړې ، حضرت عمرفاروق رضی الله عنه په مکه  کې يو کور واخيست او د هغه کور څخه يې زندان جوړ کړ .

په دې اړه چې آيا اسلامي حکومت د زندان د پاره خاص ځای ولري او که نه ؟ دوه اقوال دي يو دا چې د زندان د پاره به مشخص ځای نه وي لکه په دور نبوت او دور ابوبکر صديق رضی الله عنه کې چې د زندان د پاره خاص ځای موجود نه وو او بل قول دا دی چې نه د زندان لرل صحي دي ځکه چې دا عمل حضرت عمرفاروق رضی الله عنه تر سره کړی دی .

شرعي زندان امنيت او مصلحت مينځ راوړي :

د مجرمينو حبس او توقيف د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې او د هغه د يارانو رضی الله عنهم په زمانه کې د تابعينو  او د هغه نه وروسته تر نن پورې په ټولو اسلامي ملکونو کې شته چې چا د هغه مخالفت نه دی کړی د زندان امنيت او مصلحت دا دی چې هغه مجرمين چې مسلمانانو ته ضرر رسوي ، د مسلمان په آبرو ، سر او مال تيری کوي او د جرم مرتکب ګرځي پر ځمکه کې فساد او فتنې جوړوي د هغوی د ناوړه اخلاقو له لاسه د خلکو امن او امان ته ضرر رسيږي ددې ډول کسان د ضرر څخه د خلاصون او د هغوی د اصلاح د پاره زندان يو ښه مصلحت بلل کيږي او ددې مصلحت څخه څوک انکار نشي کولای .

په شرعي زندان کې هغه کسان اسيران کيږي چې د دوی جرم د قصاص او حد څخه کم وي نو د هغوی د ضرر د مخنيوي په خاطر به زندان ته اچول کيږي ځکه که هغوی ووژل شي نو د هغوی قتل به په ناحقه وي او که پريښودل شي د خلکو د پاره ضرر وي نو هغوی به په زندان کې ساتل کيږي تر هغه پورې څو اصلاح شي يا توبه وباسي او يا يې په اړه شرعي حکم صادر شي .

د بندې کولو او حبس ډولونه :

زنداني کول په دوه ډوله دي يو د عقوبت او سزا د پاره حبس دی او بل د جرم د ثبوت د پاره حبس دی فقه السنه زياتوي : رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کس چې په هغه باندې څه اتهام ؤ د ورځې يو ساعت د پاره اسير کړ او بيا يې خوشی کړ ( دا روايت بهز ابن حکيم له خپل پلار څخه کړی دی ) .

د اسير وهل او شکنجه کول :

بغير حق د هيجا بندي کول جايز نه دي خو که کله کوم کس په حق سره اسير کړ شي واجب ده چې د هغه په اړه په بېړه سره تحقيق وشي او حال يې معلوم کړ شي که بې ګناه وي فوراً خوشی کړ شي .

په اسلامي زندان کې د متهم کس وهل او سکنجه کول حرام دي ځکه دا د نومړی خواري ، ذلت او سپکاوی دی  رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمونځ کوونکو له وهلو څخه منع فرمايلې ده .

د غله په وهلو کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف نظر دی د احنافو ځنو فقهاؤ او د شافعيه څخه امام غزالي قول دا دی چې غل بايد و نه وهل شي ځکه امکان لري بې ګناه وي مګر د امام مالک ياران وايي د غله وهل جايز دي تر څو غلا شوی مال څرګند او د نورو خلکو د پاره عبرت شي .

مګر د زور او فشار وهلو او ټکولو اقرار په شرعيت کې هيڅ اعتبار نه لري ځکه د اقرار شرط اختيار دی .

 اسلامي زندان بايد څه ډول وي :

اسلامي زندان به پراخه او د کافي ځای او استوګنې کافې تشنابونو او د ژوند د نورو ضرورياتو لرونکی وي د زندان مصارف د اسرانو خوراک پوښاک به د بيت المال څخه ادا کيږي .

د بنديان سره بد سلوک کول سختې خطرناکې پايلې لري .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : دخلت امرأة النَّارَ في هرة حبستها لا هِيَ أَطْعَمَتْهَا وَسَقَتْهَا وَلا هِيَ تَرَكَتْهَا تَأْكُلُ مِنْ خَشَاشِ الأَرْضِ  (البخاري ) .

يوه ښځه په دې وجه دوزخ ته داخله شوی وه چې پشۍ يې بندې کړی وه هغه ته يې نه خوراک او نه څښاک ورکولو او نه يې آزادوله تر څو د حشراتو او د ځمکې له شيان خپل ځان تغذيه کړي چې بلاخره له لوږې مړه شوه .

چې د حيوان سره د ظالمانه کړنې دا سزا وي د انسان او مسلمان سره به د ظالماني کړنې سزا څومره لوی جرم وي !!!

اسلامي شريعت د زندانيانو سره د ښه سلوک کولو امر کړئ دی :

الله تعالی  د نيکانو د صفاتو په باب فرمايي : وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا ، إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لاَ نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلاَ شُكُورًا  (الدهر ۸-۹ ) .

ژباړه : او ورکوي به خواړه (په مينه ) د الله د رضا د پاره ( مسکين،يتيم او اسير بندې ته ، ) وايي به دغه نيکان په زړه خپل کې ( یقيناً مونږ خواړه در کوو تاسې ته د الله تعالی د رضا د پاره او مونږ له تاسې څخه څه بدله ، مننه او شکريه نه غواړو.

 په اسلام کې د بنديانو سره د ښه سلوک کولو تر ټولو ښه مثال د بدر د غزا بنديان وو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو صحابه کرامو ته د هغوی سره د ښه سلوک کولو حکم کړی وو .

منبع : فقه السنه

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email