په دې توګه به هرمسلمان له کفر څخه نفرت کوي چې کفرته اووښتل یا له هغوی سره د زړه مینه ساتل به له اور سره انډول ګڼي ، لکه څوک چې یې اورته ورټېل وهي ، په اور کې غورځېدل چې څومره کرکجن کار په نظر ورځي همغومره به یې له کفر څخه کرکه اونفرت وي ، که یې داسي ونه کړل خدای مکړه دهغه ایمان به د الله جل جلاله په وړاندي بابیزا اوضایع شي، ددې موضوع په اړوندالله جل جلاله په قرآن کې داسي فرمایلي دي :
{ وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آَيَاتِ اللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِثْلُهُمْ إِنَّ اللَّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا (140) } سورة النسآء
ژباړه : الله جل جلاله په دې کتاب کې له په خوا څخه امر کړیدی ، که په هرځای کې واورﺉ چې دالله جل جلاله له آیتونو څخه انکار کیږي او تمسخر (یعنی مسخرې ) ورپور کېږي هملته له هغوی سره یوځای مه کښېنئ آن تر هغه وخته ترڅو دا خلګ په بل څه کې بوخت شي ( او دغه حال له منځه ولاړشي ) نوکه تاسي دا ډول کوﺉ ( یعنی که ستاسي په حضور کې ددین د ارزښتونو توهین او سپکه کیږي اوتاسي بیا هم خاموش یاست ) نوتاسي هم دکافرانوپه څېر یاست ، یقین او باور ولرﺉ چې الله جل جلاله کافران اومنا فقان دواړه د دوزخ په ګرمو لمبوکې سره یوځای کوي .
فائده : له دې څخه ثابته شوه هر څوک چې په مجلس کې په خپل دین باندي دعیبونولګول ، مسخرې کول ، ملنډي باندي وهل ، توهین اوسپکه یې کېدل دا ټول په سترګو وینې په غوږو نو یې اوري ، که څه هم په خپله هیڅ راز ونډه نه پکښې اخلي دخدای جل جلاله دتر فیصلې لاندي منافق ګڼل شوی دی .
د هغو کسانو په اړوند قضاوت په خپله وکړﺉ چې کافرانو په انفرادي او ډلئیزه توګه په نړیواله کچه د اسلام د سپېڅلې دین ، د قرآن کریم ، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د دین د احکامو خصوصا د جهاد چې د الله جل جلاله له لوري د فرض کړای شوي عباداتو له جملې یوعظیم عبادت دی ، سپکه اوتوهین کوي ، یهود او نصاری همدا راز نور مشرکین چې دلوېدیځ اوختیځ د تړون غړې دي، مسلمانانوته د ځور ورکولو په نیت قرآن په مردارو ځایونوکې غور ځوي د وسلو په مرمیو یې سوری سوری کوي منحوس قدمونه سر بېره په ږدي د مسلمانانو د عزت او ناموس باندي تېرﺉ کوي په ډلئیزه توګه هغوی په شهادت رسوي ، د مسلمانانو معزز خلګ په ټوله نړۍ کې بربنډ ښکاره وي او د مسلمانو هیوادونو په حریم باندي ناروا تېرﺉ کوي ، دغه هرڅه بې له انکار څخه په سترګو ویني ، په غوږونو اوري له دې سره سره بیا هم دکافرانو ملاتړ کوي او دهغوی غوښتنوته مثبت ځوابونه وایې د هغوی د ظلم او وحشت په قمنده د مسلمانانو په سر او مال بې تامله هیڅ سرفه نه کوي ، ډېره دردوونکې خبره ده چې دالله جلاله له لوري حکم پرې شوی دی { إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِی جَهَنَّمَ جَمِيعًا } نو بیاتاسي هم دکافرانو په څېر یاست ، یقین او باور ولرﺉ چې الله جل جلاله کافران او منافقان دواړه په دوزخ کې سره یوځای کوي .
له دې سره سره چې الله جل جلاله داسي خلګ منافقین ګڼلې او دوی اوس هم په خپله مسلماني ویاړي اوځانوته پاخه مسلمانان وایې او دکافرانو هر راز همکاري ته ترآخیري سلګۍ پوري دوام ورکوي ، له الله جل جلاله څخه دمرستي غوښتلو په ځای دکافرانو دروازې دخپلو ټولو اړتیاوو دپوره کولومرجع په نظر ورغلې وي . انالله وانا الیه راجعون .
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آَبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (23) قُلْ إِنْ كَانَ آَبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ (24) } سورة التوبة .
ژباړه : ای مؤمنان خپلو پلارو او وروڼوته هم ددوستانو په سترګه مه ګورئ كه هغوی له ايمان څخه كفر خوښ کړی ؤ ، كه په تاسي كې څوك هغوی ته ددوستي په سترګه وګوري هغه به لوی ظا لمان وي ، اي پيغامبره صلی الله علیه وسلم ته ( ستا امتيان پوهه كړه ) كه ستاسي پلرونه ، ستاسي ځامن ،ستاسي وروڼه ستاسي مېرمني، ستاسي خپل خپلوان، ستاسي هغه مالونه چې تاسي هغه ګټلې دي , ستاسي هغه تجارت چې د هغه په ورانېدو ډېرخفه كيږئ ، او ستاسي دخوښئ هغه كورونه ، كه تاسي ته تر جل جلاله او دهغه له پيغمبر صلی الله علیه وسلم او دهغه په لاره كې له جهاد كولو څخه ګران وي ، نو انتظار وكړي ترهغه وخته چې الله جل جلاله خپله فيصله (یعنی عذاب) ستاسي مخته راوړي او الله جل جلاله فاسقانوته لارښوونه نه كوي .
٭ تفيسر : یعنی که د الله جل جلاله اودهغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم د احکامو په اتباع کې خصوصا د هجرت او جهاد په کولو کې دغه خیال مانع وي چې ټاټوبئ او ټبر مي پاتې کیږي مالونه ، تجارتونه مو له منځه ځي ، او له هوسا ژوند څخه به بې برخي شو، ددې په بدل کې له ډېروکړاوونو اوناخوالوسره مخ کېږو نوبیا دالله جل جلاله له لوري دهغې سزا د حکم منتظر شئ چې په داسي راحت غوښتونکو او دنیا طلبانو باندي ارو مرو راتلونکی دی . هغه کسان چې د کافرانو په موا لات اودوستئ ، همدا راز د دنیایې ګټو په غوښتنوکې د مجنون په څیر لالهان او سرګردان وي ، د الهی احکاموتعمیل ته هیڅ پاملرنه نه کوي ، هغوی ته دحقیقي بري او کامیابي لاره نه ښودله کیږي .
په حدیث کې راغلي دي ( کله چې تاسي د غویو لکۍ ونیسئ یوازي دکښت اوکروندو په خړوبولو مو ځانونه مشغول کړل ، له جهاد څخه مو لاس په سر او ځانونه غافل کړل ، نو الله جل جلاله به په تاسي عذاب مسلط کړي چې د هغه له ولکې به نجات نشي پیدا کولای ترڅوچې بیرته ددین ( یعنی جهاد ) په لوري وګرځې .
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (57) } المآئدة
ژباړه : ای مومنانو هغه کسان چې هغوی ته له تاسي نه پخوا کتاب ورکړ شوی دی (یعنی یهود او نصاری ) چې ( اوس یې ) ستاسي دین دټوکو اولوبو مورد ګرځولی دی ، همداراز نور کافران (یعنی مشرکین ) دځان لپاره ملګري اودوستان مه ګر زوﺉ ، له الله جل جلاله ( یعنی له عذاب ) څخه ووېرېږﺉ .
٭ نوپه اوسنۍ زمانه کې په روڼوسترګومسلمانان ورته ګوري اشغال ګر کافران ددین د احکامو په ډېره سپین سترګۍ سره توهین او سپکه یې آن تر نړیوالې کچي پوري رسېدلې ده په ډا ګه کوي نو بیا په کوم جواز دکافرانو نړیوال تړون چې د اسلام او مسلمانانو په خلاف یې کړیدی ملا تړکوي ! ایا داسي څوک بیا هم مسلمان پاتي کېدای شي اوکه به تر یهودي منافقینو هم بد بتروي .
{ وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ (113) } سورة هود .
ژباړه : د دغو ظالمانو ( کافرانو ) لوري ته ( د موالات او دوستي په هڅه ) یوبڅری مه کږېږﺉ که نه نو ددوزخ لمبې به مو ونغاړي، او تاسي به کوم داسي دوست او سر پرست هیڅ پیدا نکړی چې له الله جل جلاله (عذاب څخه ) مو وژغورلای شي ، او له هیڅ یو ځای نه به تاسي ته کومه مرسته هم ونه رسیږي .
٭ یعني دکافرانو احترام ، ستاینه ، او هغوی ته د ارزښت په سترګه کتل له هغوی سره د دوستانو په څیر چلند کول او په هغوی ویاړل داسي هڅه او حرکت هیڅکله مه کوﺉ کنه نو ددوزخ په اورکې به لولپه شئ ، د هغه چا قضاوت بیا په خپله وکړﺉ چې ددین ، عقیدې ، د اسلام د رواجونو دقرآني احکامواو دنبوي راښودل شوې لارې چې د اسلام بنسټي ارکان دي ددې بنسټ په خلاف کافرانوهوډکړﺉ دی که په هرقیمت کیږي د اسلام همدابنسټ بې خي له منځه یوسي او دټولي نړیوالې میډیا په منځګړتیایې دهغې سر سختي دښمنی له امله چې کافران یې په زړونوکې لري ددوی له خولوځخه راوزي په بې ساري توګه د اسلام ټولوارزښتونه ګواښلي دي ، دا هغه حقایق دي چې پرده پرې نه شي اچول کېدلای له دې سره سره د مسلمانانو په ټولنه کې ځینې داسي عناصر چې ددنیایې ګټودلاسته راوړلواوځانته دکافرانو ترسیوري لاندي دعزت غوښتلو لپاره دهمدې کافرانوپه چوپړکې شپه اوورځ یوه کړې وي دهغوی غوښتنوته د زړه له کومي مثبت ځوابونه وایې دمسلمانانو په وړاندي د ځواب ویلو په وخت کې راز راز بهانې اوپلمې لټوي .
{ وَكَذَلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (129)} سورة الانعام
ژباړه : همدا راز به مونږ دا ظالمان د هغوګټو له امله چې په دنیا کې دوی یو له بله په ملګري کېدو کولې په آخرت کې هم په خپلو منځوکې سره دوستان اوملګري وګرځوو .
{ لَا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ (28) } سورة آلعمران .
ژباړه : مومنان دي هیڅکله داسي نه کوي چې مومنان پرېږ دي دهغوی په ځای له کافرانو سره ملګرتیا او دوستي وکړي ، هرڅوک چې داسي چال چلند وکړي دهغه له الله جل جلاله سره هیڅ اړیکه نشته ، داسي چلند هغه مهال د الله جل جلاله له لوري بخښل کیږي که دهغو له ظلم څخه د ژغورلو په خاطرپه ظاهره دا ډول چلند غوره کړي ، خو الله جل جلاله تاسي له ځانه یعني له عذاب څخه وېروي ، او د همغه لورته ستاسي ورګرځېدل دي .
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآَيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ (118) هَا أَنْتُمْ أُولَاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا آَمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (119) } سورة آل عمران
ژباړه : اي مؤمنانو دخپلي ټولني له وګړوڅخه پرته له نورو ( کافرانواو منافقینو) سره خپل پټ رازونه مه وایاست ، هغوی ستاسي د له منځه وړلو له هیڅ یوفرست څخه ګټه اخیستل له لاسه نه ورکوي ، اوتاسي ته چې په هرڅه زیان اوړي دهغوی ډېر خوښیږي ، دهغوی دزړه دښمني دهغوی له خولوڅخه راوځي ، څه چې هغوی په خپلوسېنوکې پټ ساتلې دي (ستاسي ددین په خلاف عداوت ) هغه له دېنه زیات دي ، مونږ تاسي ته په ډاګه څرګنده لارښوونې کړې دي (چې دکافرانو ملګرتیا اودوستي ته زړه مه ښه کوﺉ ) که پوهیږې نو له هغوی سره په ارتباط ساتنه کې له ډېري پاملرنې څخه کار واخلئ ( ځکه دکافرانو چلند له تاسو سره داسي دی چې په ښکاره ستاسي دغولوني لپاره یو څه وایې او په پټه ستاسي اوستاسي ددین د له منځه وړلو لپاره دسیسې او سنجول شوي پلانونه جوړه وي ) تاسي له هغوسره مینه کوی او هغوی له تاسي سره مینه نه لري ، سره لدې چې تاسي ټول اسماني کتابونه هم منی ( نوپکار داسي ده چې دوی په حقیقت کې له تاسي سره مینه وکړي ځکه ددوی کتاب خوهم تاسي منی له دې سره سره ) کله چې هغوی له تاسي سره یوځای کیږي نودوی وایې مونږ هم ستاسي پیغمبر اوستاسي کتاب منلی دی ، اوکله چې له تاسي بېل شي نو دوی له قهر اوغصې څخه ستاسي په خلاف خپلي ګوتي چیچې ، هغوی ته ووایه دخپل غضب او غصې په تاوکې ومرﺉ ، ( که ستاسي زړه غواړي اوکنه الله جل جلاله به حق دین ته بری ورکړي ) الله جل جلاله آن دزړونو په پټو رازونو پو هیږي .
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنْتُمْ وَمَنْ يَفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ (1) } سورة الممتحنة
ژباړه : اي هغوکسانو چې ایمان مو راوړیدی ، که ځما په لاره کې د جهاد کولو لپاره او ځما د رضا دګټلو په نیت مو وطن پرې ایښی ، او له کورونه څخه وتلي یاست ، نو ځما دښمنان چې هغه ستاسي هم دښمنان دي د هغوی ملګرتیا او دوستي مه کوﺉ ، تاسي له هغوی سره دوستانه اړیکي ټنګه وی، په داسي حال کې چې کوم حق دین تاسي ته راغلی دی د هغه دین له منلو څخه هغوی انکارکړیدی ، او دهغو چلند داسي دی چې پیغمبر اوپه خپله تاسي یوازي په دې ګناه له وطن څخه باسي چې تاسي په خپل پروردګار الله جل جلاله باندي ایمان راوړیدی ، ایا تاسي په پټه باندي هغوی ته دوستانه پیغامونه لیږی ! په داسي حال کې تاسي چې څه په پټه کوﺉ اوکه یې په ښکاره کوﺉ هرڅه ماته په بشپړه توګه ښکاره دي هرڅوک که له تاسي څخه داسي وکړي هغه په یقیني ټوګه له سمې لارې څخه بې لارې شو .
دمحمد نسیم (شفیق ) کتاب د ” اسلام ستر فاتحین ” په حواله د ( احد ) په غزا کې دحضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه ورور ( عتبة ) دمشرکینوپه صف کې ولاړ وو ، له مسلمانانوسره یې جګړه کوله دجګړې په ترڅ کې د عتبة دډبري په ګوزار د رسول الله صلی الله علیه وسلم غاښ مبارک شهید شو، حضرت سعد رضی الله عنه چې دعتبة په دغه ناولي چلند خبرشو، نو ټول عمر به یې ویل : په الله جل جلاله قسم زه له عتبة څخه پرته د هیچا ویني تویولو او وژلوته دومره زیات نه یم لیوال او تږﺉ شوی .
همدا د اصحابو رضی الله عنهم د ریښتوني ایمان، اوله پیغمبر صلی الله علیه وسلم او الله جل جلاله سره د زړه له کومي د صادقانه میني ښکارندویې ده چې دپیغمبر صلی الله علیه وسلم په مقابل کې دخپل ورور اوټبر هیڅ پروا هم نه لري .
{ أَفَحَسِبَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنْ يَتَّخِذُوا عِبَادِي مِنْ دُونِي أَوْلِيَاءَ إِنَّا أَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ نُزُلًا (102) } سورة الکهف
ژباړه : ایا دغه خلګ چې کفر یې دځان لپاره غوره کړیدی دایې ګڼلې چې له ما څخه پرته ځما بندګان خپل کارسازان ونیسي مونږ د داسي کافرانو لپاره دمېلمستیا ځای دوزخ تیار کړیدی .
{ وَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا فَتَكُونُونَ سَوَاءً فَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ أَوْلِيَاءَ حَتَّى يُهَاجِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا (89) } سورة النسآء
ژباړه : کافران خودا غواړې لکه څه راز چې دوی کافران دي همغه شان تاسي هم کافران شی ترڅوچې تاسي او هغوی سره انډول او برابر شی ، له دې امله له هغوی څخه هیڅوک خپل دوستان مه نیسئ ، ترڅو چې هغوی د الله جل جلاله په لاره کې هجرت ونکړي، اوکه هغوی له هجرت څخه ډډه وکړي ، نو چیرته چې ورسره مخ شی نو هملته یې ونیسئ وې وژنئ، له هغوی نه هیڅوک خپل دوست او مرستندوی مه ګرځوﺉ .
{ الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا (139) } سورة النسآء
ژباړه : هغه خلګ چې مومنانوته شا اړوي دهغوی په ځای له کافرانو سره دوستي کوي ، ایا دا منافقین د عزت د لاسته راوړلو لپاره کافرانو ته ورځغلې ، په داسي حال کې چې هر راز عزت یوازي د الله جل جلاله له پاره دی .
( یعني دمنافقینو دغه خیال چې مونږته دکافرانو دناستي او ولاړې له امله دنیوي عزت رسیږي بې خې غلط دی ځکه څوک چې هر راز عزت غواړي همغه د الله جل جلاله ددین
په پیروي کې دی خلاصه داسي شوه دا ډول خلګ به په دنیا او آخرت دواړوکې ذلیل ، سپک او خوار شي ) .
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا (144) } سورة النسآء
ژباړه : ای مومنانو! تاسي دمومنانوپه ځای له کافرانوسره دوستي اوملګرتیا مه کوﺉ ایا تاسي غواړی چې دځان په خلاف الله جل جلاله ته څرګند سند ورکړﺉ .
یعني له مسلمانانو څخه جلا کېدل او له کافرانو سره دوستي او یوځای کېدل ، داچلند دنفاق څرګند دلیل دی، ځکه دا ډول چلند دمنافقینودی ، نو مسلمانانو ! لره داسي کول بېخې مناسب نه دی ځکه د الله جل جلاله له لوري به په دې ډول چلند کوونکو ښکاره حجت وي چې تاسي هم منافقان یاست او د منافقانو بندیخانه ددوزخ لاندنی برخه ټاکلې شوېده ، هیڅوک له دوی سره د سپارښت یا بله داسي مرسته نشي کولای چې د الله جل جلاله له مقرر شوي عذاب څخه یې خلاص کړي ، نو له دا ډول کړو وړو څخه لیري ګرځېدل نیکمرغي ده .
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) } المآئدة
ژباړه : ای مومنانو یهودیان او عیسی یان خپل دوستان اوملګري مه نیسئ ،دوی په خپلو منځوکې ځینې دځینې نورو دوستان دي ، اوکه تاسي له دوی سره دملګرتیا او دوستي خیال وي نو بیا تاسي هم ددوی په ډله کې شمېرل کیږﺉ، په دې کې شک نشته چې الله جل جلاله ظالمان له خپلې لارښوونې څخه بې برخي کوي .
{ وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ فَاسِقُونَ (81) } سورة المآئدة
ژباړه : که په رښتیا دغه خلګ د الله جل جلاله اودهغه دپیغمبر صلی الله علیه وسلم اودهغه څه منونکي وای چې په پیغمبر باندي نازل شوي ؤ نوهیڅکله به یې دمومنانو په مقابل کې کافران خپل دوستان اوملګري نه نیول ، مګر له هغوی څخه زیاتره خلګ د الله جل جلاله له اتباع او اطاعت څخه وتلې دي .
شننه : په مدینه منوره کې اوسېدونکو یهودانو په مکه مکرمه کې له اوسېدونکو مشرکانو سره دمسلمانانو په خلاف د روغي جوړي تړون کړی ؤ له دې رایې سره سم ځینې مفسرین وایې چې مراد له النبی څخه حضرت موسی علیه السلام دی نو یې مطلب داسي شو چې که یهودانو رښتیا دحضرت موسی علیه السلام په تعلیماتویقین لرلای نو دمسلمانانوپه خلاف به یې ولې له مشرکینو سره تړون کولای ، ځینې مفسرین وایې چې مراد النبی څخه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی نو یې مطلب داسي شو چې که دې یهودی منافقینو رښتیا په نبی کریم صلی الله علیه وسلم ایمان لرلای لکه دوی یې چې دعوه کوي نو دمسلمانانو په خلاف به یې ولې داسي غلط قدم پورته کاوو ، نو که مسلمانان داسي وکړي دنورو مسلمانانو په خلاف له کافرانو سره لاس یوکړي، قضاوت په خپله وکړﺉ چې دهغوی نتېجه به څه وي .
{ لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آَبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (22) } سورة المجادلة
ژباړه : ته به هیڅکله دا ونه مومې کوم خلګ چې په الله جل جلاله او په آخرت باندي ایمان لرونکي دي ، چې دوی به له هغو خلګو سره مینه لرونکي ووسي چې هغو د الله جل جلاله اودهغه دپیغامبر مخالفت کړیدی ، که دهغوی پلارونه وي یا دهغوی ځامن وي، یا دهغوی وروڼه وي یا دهغوی ټبر اوکورنۍ وي ، دا هغه کسان دي چې الله جل جلاله ددوی په زړونوکې ایمان مضبوط کړیدی ، او د لورې یني له مخه یې دوی ته یوروح ورکړیدی چې په هغه باندي یې دوی تقویه کړیدي، هغه به دوی داسي جنتونو ته ننباسي چې له درختولاندي به یې بیالې بهېږي ، په هغوی کې به دوی دتل لپاره اوسیږي الله جل جلاله له دوی څخه راضي شو ( چې دوی د الله جل جلاله دسپېڅلي دین بې تامله په بشپړه توګه پیروي کړې ده ) اودوی له الله جل جلاله څخه راضي شول ( چې دالله جل جلاله له لوري سپېڅلی دین پاکه عقیده ورکړی شوه ) دوی د الله جل جلاله دډلې خلګ دي خبردار اوسئ د الله جل جلاله دډلې خلګ به له هره ستونزمن حالته څخه خلاصون پیدا کړي .
ددې ټولو ویناؤ په هکله تاسي او ستاسي دعدل انصاف دپریکړو ترازو .
اقول قولي هذا ومن الله التوفیق .
راليږنه : سايت اسلام وفرهنګ
آن لاين اسلامي لارښود