۸- د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دنده او مسئوليت :؟

اسلامې حکومت به ددې پوره مسئوليت لري چې خپل رعيت د نيکو کارونو طرف ته و بولي او نا واړه او نا مشروع کارونو څخه خپل رعيت منع کړي همدارنګه رعيت او حتی د هيواد او ټولنې هر کس په دې باندې مکلف دی چې حق ووايي ، د نيک کار حمايت وکړي او د نا مشروع کار د نابودي د پاره تر خپله وسه کوښښ وکړي .

قوله سبحانه و تعالی :

[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ (المائده ۲۰ ) .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلاً سَدِيدًا (الاحزاب ۷۰ ) .

(ای مؤمنانو ! له الله څخه ووېرېږئ او تل سمه خبره وکړئ ) .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ (النسآء ۱۳۵ ) .

(ای مؤمنانو ! په انصاف ټينګ ولاړ او د الله لپاره شاهدان اوسئ ، که څه هم دا (کار) ستاسې د خپلو ځانونو ، يا ستاسې د مور او پلار او خپلوانو په زيان وي ) .

د همدی مسئوليت په وجه محمدی (صلی الله عليه وسلم)  امت  غوره د امتونو دی  .

قوله تعالی :

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ).

د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی  :

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).

(( بلنه کوه (ای محمده ! خلقو ته ) لياری د رب  (جل جلاله) خپل ته په حکمت سره اوموعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغی (طريقی ) چه هغه ډيره ښه وي  )).

 آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email