اسلام ته د غير مسلمو د بلنې طريقه

اسلام ته د غير مسلمو د بلنې آسانه لاره :

الحمدلله والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين

د دعوت د پاره انټرنيټ تر ټولو مهمه او ارزښناکه او ډیره آسانه وسيله ده چې په ډير کم وخت کې يو کس کولای شي تر ډيرو کسانو پورې خپل پيغام ورسوي ، هغه که د مسينجر له لارې وي ، د ايمل له لارې وي او يا هم د فيسبوک او تويټر يا کومې بلې وسېلې له لارې وي .

د دغو هرې کومې لارې نه چې تاسې پيغام استوئ يا د کوم غير مسلم سره په اړيکه کې شوئ نو په لاندې ډول هغوی ته د اسلام بلنه ورکړئ .

لومړی هغوی ته د قرانکريم د تلاوت ادرس واستوي چې هغوی يې واروي په زړه باندې يې تأثير وکړي لکه دغه لاندې لينک کې د روم سورة دی چي په زړه وړونکی صوت تلاوت شوی دی ، په دې سورت کې د الله تعالی د قدرتونو څرګندې نښانې بيان شوی دي او په انګليسي ژبه ترجمه شوی دی :

http://www.youtube.com/watch?v=_2vpvbrKnwE&feature=plcp

او يا هغوی ته د نويو مسلمانانو ويديوګاني واستوی تر څو دوی د اسلام عظيمت او شان درک کړي لکه په لاندې لينک کې :

https://dawat610.com/archives/6502

بيا هغوی ته ووايئ که غواړی د اسلام په اړه معلومات تر لاسه کړی مهرباني وکړئ لاندې لينکونه ولولئ :
http://www.islamreligion.com/
www.islamhouse.com/‏
http://www.beconvinced.com/archive/en/main.php

https://dawat610.com/archives/5445

نور په پورته سايټونو کې د اسلام په اړه پوره معلومات او د اسلام راوړلو طريقه شته نور هغوی خپل معلومات هلته حاصلولای شي .

او هغوی ته که دغه لاندې سوالونه وړاندې شي د اسلام په باره کې د معلوماتو حاصلولو مسئله به په پوره توګه جدي ونيسي او حتمي به دې کار ته اړ شي .

بخښنه غواړم !

غواړم تاسې يوه شيبه ټال کړم ؟

آیا يوه ورځ مو د ځان په اړه فکر نه دی کړی ؟

دا چا پيدا کړي دې ؟

آيا تا کوم جوړ شوي شی ليدلی دی چې جوړونکی ونه لري ؟

ايا تاسې دا ډول فوق العاده ظريف او نازک کار بغير له کارګر څخه ليدلی دی ؟

دا هر څه چا پيدا کړي دي ؟

آیا ته پوهيږي دا څوک دی ؟ دا الله سبحانه وتعالی دی

يوه لحظه فکر وکړه .

آیا څه فکر کوې چې دا د نړۍ دقيق سيستم او دا لوی پيداښيت به په هيڅ کې پای مومي … د مرګ وروسته به ( نور څه نه وي ) .

آیا تاسې د يوې ثانيې د پاره دا فکر کولای شي چې څنګه ستا روح د الله جل جلا له د مجازاتو څخه خلاصون ومومي .

آيا تاسې د بر حق دين په باره کې څه فکر کوئ ؟

دا ډول او دې ته ورته سوالونو ځوابونه دلته ولولئ :

Excuse me!!
Would you stop for a moment?!
Haven’t you thought-one day- about yourself ?
Who has made it?
Have you seen a design which hasn’t a designer ?!
Have you seen a wonderful,delicate work without a worker ?!
Who has made them all ?!!
You know who ?.. It’s “ALLAH”
Just think for a moment.
How are you going to be after death ?!
Can you believe that this exact system of the universe and all of these great creation will end in nothing…just after death!
Have you thought, for a second, How to save your soul from Allah’s punishment?!
Haven’t you thought about what is the right religion?!
Here you will get the answer

https://dawat610.com/archives/6512

https://dawat610.com/archives/5445
http://www.it-is-truth.org/

: http://www.islam-guide.com/

http://www.sultan.org/
د ان لاين اسلامي لارښود په پاڼه کې د غيرو مسلمو د دعوت کافي او مهم معلومات او مهم لينکونه شته لاندې لينک وګورئ

https://dawat610.com/archives/5445

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Kabul Afghanistan

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. د آنلاین اسلامی لارښود څخه ډیره زیاته مننه چی دومره کار یی د اسلام مبارک دین ته شروع کړی دی الله دی نور بریالیتوبونه هم دی ویب پاڼی ته ورکړی .
    دیدار
    ننګرهار همیشه بهار

اترك تعليقاً