د آن لاين اسلامي لارښود غاښليو لوستونکو !

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

ستاسو راتګ دې د اسلام دغه خونې ته الله تعالی نيکمرغ کړي څرنګه چې دغه پاڼه يوازې د اسلام د خدمت د پاره خاص شوي ده او ښکاره ده چې هر کس دلته راځي هغه په نن عصر کې د ټولنې يو متقي او د الله جل جلا له په نزد خوښ کس دی ځکه کوم بنده چې الله تعالی خوښ کړي هغه فقهي ګرځوي (هغه ته د دين د مسائلو ) زده کړه ور په برخه کوي ځکه څوک چې د دين مسائل (حلال او حرام ) زده کړي هغه هيڅ کله د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټاکلو پلو باندې نه ورخيږي که کله دا خطا ور څخه وشي خپل ځان ملامت ګڼې ځکه ده ته د هغه مسئلې په اړه علم وي چې زما څخه تجاوز شوي دی .

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :

«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، … » (3116 بخاري ) .  

    يعنې : چاته چه الله تعالی د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .

آن لاين اسلامي لارښود غواړي اسلام ته د غير مسلمو د بلنې څانګه فعال کړي ، په دغه څانګه کې به اسلام ته د غير مسلمو د بلنې ډيرې آسانه لارې ، طريقې او مواد خپاره شي چې هر ورور کولای شي بغير له زيات علم بغير له ديني موادو او بغير له دې چې په کوم بهرنۍ ژبه پوه شي خلک اسلام ته دعوت کړای شي .

په دې څانګه کې په پښتو ژبه باندې اسلام ته د غير مسلمو د بلنې لارې او طريقې تشريح شوی دي .

او د غير مسلمو د پاره په بهرنيو ژبو باندې کافي معلومات ټول شوي دي .

دا به ان شآء الله په افغانسان کې اسلام ته د غير مسلمو د بلنې لومړنۍ څانګه وي .

 اسلامي لارښود ټولو لوستونکو د ننه او بهر ميشتو ته دا بلنه ورکوي چې په دغه عالمي کمپاين کې خپله برخه واخلي الخصوص هغه وروڼو چې په بهرني ملکونو کې اوسيږي او يا په بهرنيو ژبو حاکم وي .

اعلان مو ددې د پاره وکړ تر څو لوستونکی دې ته ښه متوجه شي چې دا ډيره اهمه موضوع ده .

د دغه برخه کاميابي ، اجر او بدله ، امنيت او حفاظت ستر ذات الله سبحانه وتعالی ته سپارو او پر الله تعالی مو توکل کړی دی .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

کابل افغانستان

Print Friendly, PDF & Email