سوال :هغه منقول يا غير منقول مال لكه موټر يا تراكتور يا نور ماشيني الات يا كورونه يا دوكانونه ترحاجت اصلي څخه زيات وي اوكال ورباندي تيرشي په دغه مذكوره شيانوكي زكات شته اوكنه ؟

الجواب : كه دغه مذكوره شيان د تجارت په نيت اخستل شوي وي او نصاب ته رسيدلي وي زكات پري واجب ده او كه د ځان د استعمال لپاره اخستل شوي وي يا يي په دي نيت اخستي وي چه خپله يي چلوي يا يې په كرايه چاته وركړي په دغو صورتو كي زكات نه واجبيږي ولو كه د اخستلو په وخت كي په زړه كي دا خبره ورتيره شوه چه كه په خرڅولو كي ګته په لاس راځي بيايي خرڅوم په دغه كي هم زكوة نه واجبيږي .

(اشترى خادما للخدمة وهوينوي انه لواصاب ربحا يبيعه فحال عليه الحول لازكوة فيه وكذالواشترى جوالق بعشرة الاف درهم ليواجرها من الناس فحال عليها الحول لازكوة فيها لانه اشتراها للغلة وعزمه انه لووجد ربحايبيعها لايعتبر وكذاالجمال اذااشترى ابلاللكراء والمكاري اذااشترى حمرا للكراء (قاضي خان ۱ج۱۲۰ص)

اګر مكانات ودوكانات يااشياء منقولات همچو ديګ وغيره دارد وانها را بكرايه دهد ونيت تجارت نداشته باشد يابوقت خريدن اين اشياء نيت تجارت اورا باشد وبعد ش باجاره داد درين هر دوصورت زكوة اين اشياء  برذمه اونيست درمجمع البركات مي ارد رجل اشترى اعيانا منقولةيواجرها مياومة ومشاهرة ومساهنه ويحصل له من المنقولات مال عظيم لايجب الزكوة فيها لانها ليست بمال التجارة فانها كما يمسكها وينتفع بها نوع انتفاع وصار كالات الاستعمال فلم يجب في ذلك شي كذا في خزانة الروايات (مجموعة الفتاوى ۱ج۲۳۶صـ) مولوی موسی کليم دانش 

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email