د لوند فصل خرچول او اخيستل ( د لندې رشقي ، لندې شفتلې و غيره )

(مسئله)    خرڅول او اخستل د لندي رشقي يا شفتلې لكه څرنګه چه اوس مروجه ده په قياس كي نه ده صحي ځكه دا بيع د معدوم ده او بيع د معدوم جواز نه لري خو دا بيع استحسانا صحي ده له جهته د تعامل د خلكو لكن د اصلاح طريقه ئي دا ده :

 چه د رشقي  اصول (خرټي) هم ورسره واخلي يعني بيخونه ئي واخلي تر څو نور لوونه هم د مشتري په ملك كي پيدا شي او يا دې په بعضو روپو موجوده رشقه واخلي او په باقي مانده روپو تر معلومه وخت چه د رشقي لوونه راځي او څه وخت ختميږي د دغي پټي ځمكه ور سره په اجاره ونيسي تر څو عقد صحي شي .

ماتتلاحق افراده يعني ان مالايبرزدفعة واحدة بل شيئا بعد شي كاالفواكه والازهار والورق والبقول اذاكان برزبعضا يصح بيع ماسيبرزمع مابرزتبعا له بصفقة واحدة سواء كان البارز اقل اواكثر كمايدل عليه اطلاق المتن وقدجوز هذالبيع استحسانا على خلاف القياس لتعامل الناس فيه (مجلة الاحكام ماده ۲۰۷)

(ان يشتري اصول الباذنجان والبطيخ والرطبة ليكون مايحدث على ملكه وفي الزرع والحشيش يشتري الموجود ببعض الثمن ويستاجر الارض مدة معلومة يعلم  غاية الادراك وانقضاء الغرض فيها بباقي الثمن وفي ثمارالاشجار يشتري الموجود ويحل له البائع مايوجد (درالمختار ۷ج۹۰ص)

(المفتي ابوالفيض مولوي موسی كليم دانش الغزنوي )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي