د ښځې او خاوند يو ځای غسل کول

SALAMONA AWA NIKI HILI TAQDIMAWAM ZAMA POKHTANA DADA AYA KHAZA AW KHAWANDA KAWALAI SHE PA YAW ZAI GUSAL PA YAW LOKHE WA KI AW YAW BAL TA PA ZWANDONI GUSAL HAM WARKAWALAI SHE KANA STASO DA JAWAB PA TAMA

کمال

ځواب 

بسم الله الرحمن الرحيم

خاوند او ښځه دواړه په يوجاي او په يوه لوښي كي غسل كولاي شي او په دي كي كوم ممانعت نشته ځكه حضرت معاذة رضي الله عنه روايت كوي له  حضرت عائشه رضي الله عنها څخه اوهغه  فرمائي چه ما او جناب رسول كريم صلى الله عليه وسلم  به له يوه لوښي څخه غسل كاوو او حضرت معاذة فرمائي چه عائشة رضي الله عنها فرمائل چه دواړو به له جنابت څخه غسل كاوو .

(وعن معاذة قالت قالت عائشة رضي الله عنها كنت اغتسل انا ورسول  كريم صلى الله عليه وسلم من اناء واحد بيني وبينه فيبادرني حتى اقول دع لي دع لي قالت وهما جنبان (مشكوة المصابيح ۱ج۴۸ص)

جاء فی الموسوعة الفقهية ( هيئت کبار علماء الاسلام ):

ممّا لا خلاف فيه أيضاً : أنّ لكلّ واحدٍ من الزّوجين أن يغتسل بحضور الآخر ، وهو بادي العورة . للحديث المتقدّم : « احفظ عورتك إلاّ من زوجتك ، أو ما ملكت يمينك » . ولحديث عائشة رضي الله عنها قالت : « كنت أغتسل أنا والنّبيّ صلى الله عليه وسلم من إناءٍ واحدٍ من قدحٍ ، يقال له : الفرق » ، متّفقٌ عليه .

مولوی موسی کليم دانش

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تعليقان

  1. aw yaw bal ta gusla ham warkawalai she

  2. سلامونه اونیکی هیلی می ومنی
    یونړی مننه دی ستاسو له خدمت نه
    دبریاوو په هیله

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي