د کفری مملکت تابعت اخیستل

 د اسلامی آنلاین لارښود ټولو کارکونکو ته السلام علیکم و رحمه الله و برکاته! محترمو زما ‍پوښتنه داده که زمو‌‌نږ او تاسی یو مسلمان ورور دی یو کفری مملکت لکه (انګلستان امریکا یا داسی نور) تابعت اخلی آیا دا دی اسلام له نظره څنګه کیدای شی چی دا کار پر دی شپو ورځو کی ډیر زیات واقع کیګی؟ ستاس دی ځواب په هیله ډیره ډیره مننه سیف الرحمن

(ځواب )

بسم الله الرحمن الرحيم

 دارالحرب دځان لپاره وطن جوړول مكروه كار ده .

(ويكره للمومن التوطن بدارالحرب لمافيه من تعريض الاولاد علۍٰ الكفر اوغيرها من المفاسد الشرعية (اعجب الفتاوي بحواله واقعات المفتيين ۲۰ص )

ددې مسئلې په اړه مو پوره تفصيل مخکې نشر کړی وو

مهربانئ وکړئ تفصيل دلته وګورئ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. وروه د تابعت او قبولی څخه مطلب د کفارو د قانون متابعت او قبولی ده مونږ پدی تیروتی وو چی وایو فلانی په کفری ملک کی قبولی واخستله د بیلګی په ډول سره یو کافر، ملحد، یهود کله کولای شی چی د مسلمانانو مسجد ته داخل شی او که یی ایمان راوړو او مسلمان شو نو بیا به ازادانه توګه مسجد ته تللی او راتللی شی همدارنګه کله چی څوک د عیسویت او یهودیت قوانین په ځان ومنی او نو بیا دا په ازاده توګه په کفری نړی کی اوسیدلی شی او که ځنی خلک وایی چی زه په زړه کی د کفارو تابعت نلرم او صرف په خوله باند د کفارو تابعت ته لبیک وایم هغه هم د څو مردارو ډالرو لپاره.
    نو دا خلک بیا ددی مخالف دی چی ایمان عبارت دی له(والإيمانُ: هو الإقرارُ باللسانِ، والتصديقُ بالجَنَانِ)
    الله مو اباد او نیکمرغه لره مننه

اترك تعليقاً