کفن

مړي ته کفن ورکول پر مسلمانانو فرض کفايي دی .

د سړو لپاره سنت کفن دری جامې دی ،يو څادر، دوهم لنګ (پرتوګ ) او دريم قميص چه د څادر اوږدوالی د بنې آدم د قد نه يولاس قدر زيات وي او پلنوالی يې دومره چه ټول بدن پکې ونغښتی شي .

همدا شان د لنګ پلنوالی به د څادر په اندازه وي او اوږدوالی به يې د څادر نه يوه لويشت کم وي او د قميص پلنوالی هم د لنګ او څادر په اندازه دی خو اوږدوالی يې د چټ نه د دواړو شرمګاهو پورې وي .

د قميص ټوټه به د سر طرف نه دومره وشلوي چه سر پکې لاړشي چه په همدی وجه قميص ورته وايي .

د نر د کفن لپاره تقريباً 12 کزه رخت ته ضرورت دی .

مګر که ضرورت وي د نارينه د پاره يو جامه کفن چې ټول بدن يې پټ کړي کفايت کوي .

د ښځو کفن پنځه جامې په کفن کې د دريو جامونه علاوه دوی جامې نوری هم پکار دي چه يو سربند او بل سينه بند وي.

د سينه بند پلنوالی د څادر يا لنګ په اندازه وي مګر اوږدوالی يې له تخرګ څخه تر زنګون پورې وي.

او سربند د يوه ګز نه څه کم پلن او د ګز نه څه زيات اوږد پکار دی .

د غسل له پردې سره د ښځی د کفن لپاره تقريباً 21 کزه رخت ته ضرورت دی .

د ضرورت پر مهال د ښځو لپاره دری جامې کفن هم کفايت کوي بغير له ضرورت او مجبورۍ جواز نلري.

د کفن ورکولو طريقه :

اول به په پاکه تخته يا پاک پوزي باندې د کفن چادر هوار کړي د هغه له پاسه به لنګ وغوړوي او د هغی د پاسه د قميص نيمه حصه وغوړوي او نيمه به ونغاړي د سر طرف ته يې د کيږدئ .

ورسته به مړی له تختې را پورته کړئ د کفن د پاسه به يې کيږدئ ،ورسته به د قميص نغښتې حصه کې سر ور ننباسئ او تر شرمګاه پوری به يې خوره کړئ .

دغه شان به څادر هم ونغاړئ او د څادر دواړه سرونه به په ټوټه وتړئ چه نه ښوري .

د ښځو په کفن کې د قميص اغوستلو نه پس د هغې د سر ويښتان دوه ځايه کړئ او په سينه دې ورته خواره کړي ،بيا دې سربند ددې د پاسه واچوي د هغه نه پس د سينه بند ونغاړي .

په کفن او د مړي د سجدې په ځايونو ،دلاسونو په ورغوي کونډې او پښو کافور يا عطر يا بل کوم ډول خوشبو ووهئ .

د کفن او قبر مصارف د مړي له پاتې مال څخه ادا کيږي که له مړي څخه څه شی نوي پاتې بيا پر هغه چا لازم دي چا يې چه د نفقې مسئوليت په غاړه لرلو .

او که يې کوم چا ته د کفن اوغسل وصيت کړي وي  بيا به يې هغه کس ادا کوي.

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 64 times, 1 visits today)