د اوابين نفلي لمونځ

 اوابين د اواب جمع ده چې توبې او رجوع ته وايي يعنې د اوابين (توبه کوونکو ) لمونځ بلل کيږي .

د ادا کولو وخت او د رکعتونو شمير :

د اوابين د لمانځه د رکعتونو په شمير کې دری قولونه دي ، اول : شل رکعته ، دوهم : شيږ رکعته ، دريم : څلور رکعته ، د احنافو په نزد شپږ رکعته دی او د ماښام د لمانځه وروسته ادا کيږي .

جاء فی الموسوعة الفقهية (هيئت کبار علماء الاسلام ) :

اختلف في عدد ركعات إحياء ما بين العشاءين تبعاً لما ورد من الأحاديث فيها . فذهب جماعة إلى أنّ إحياء ما بين العشاءين ، يكون بستّ ركعات ، وبه أخذ أبو حنيفة ، وهو الرّاجح من مذهب الحنابلة . واستدلّوا على ذلك بحديث ابن عمر السّابق . وفي رواية عند الحنابلة أنّها أربع ركعات ، وفي رواية ثالثة أنّها عشرون ركعةً . وذهب الشّافعيّة إلى أنّ أقلّها ركعتان وأكثرها عشرون ركعةً . وذلك جمعاً بين الأحاديث الواردة في عدد ركعاتها . وذهب المالكيّة إلى أنّه لا حدّ لأكثرها ولكن الأولى أن تكون ستّ ركعات . وتسمّى هذه الصّلاة بصلاة الأوّابين ، للحديث السّابق . وتسمّى صلاة الغفلة . وتسميتها بصلاة الأوّابين لا تعارض ما في الصّحيحين من قوله صلى الله عليه وسلم : صلاة الأوّابين إذا رمضت الفصال ” ، لأنّه لا مانع أن تكون كلّ من الصّلاتين صلاة الأوّابين .

د اوابين د لمانځه فضائل :

د اوابين د لمانځه په فضائلو کې ګڼ شمير احاديث ذکر شوي دې چې دلته مو يوازې لاندې احاديث نقل کړي دي :

عن ابن عباس قال : قال رسول اللَّه صلى اللَّه عليه وسلم : ” من أحيا ما بين الظهر والعصر وما بين المغرب والعشاء غفر له وشفع له ملكان ” . (نيل الأوطار للشوکانی ۳/۵۴ ) .

رأيت عمار بن ياسر يصلي بعد المغرب ست ركعات ، وقال : رأيت حبيبي رسول الله صلى الله عليه وسلم يصلي بعد المغرب ست ركعات وقال : من صلى بعد المغرب ست ركعات ؛ غفرت له ذنوبه ، ولو كانت مثل زبد البحر ( الترغيب و الترهيب ۱/۲۷۶ ) – مجمع الزوائد الهيثمي ۲/۲۳۳ ) .

د نفلي لمونځونو عمومي فضائل او ګټې :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

[ إن أول ما يحاسب به العبد يوم القيامة من عمله صلاته فإن صلحت فقد أفلح وأنجح وإن فسدت فقد خاب وخسر فإن انتقص من فريضته شيء قال الرب عز وجل انظروا هل لعبدي من تطوع فيُكَمَّلَ بها ما انتقص من الفريضة ثم يكون سائر عمله على ذلك ]
(رواه الترمذي و النسائي وابن ماجة وأحمد في مسنده) 

ژباړه:  د قيامت په ورځ به د بنده په اعمالو کې (د ټولو نه مخکې ) دهغه د لمانځه حساب وي کچرې دهغې د لمانځه حساب صحيح ووتلو نو کامياب شو اونجات يې ومود اوکه چيرې خراب راووت نو نا مراد او تاواني شو که د فرضو څخه کم را ووتل نو الله تعالی به وفرمايي وګورئ که د ده په عمل نامه کې نفل وي نو د هغه په ذريعه دا کمي پوره کړي ددې ورسته د پاتې اعمالو حساب کتاب هم له دې انذازې کيږي .

دوهم : الله تعالی ته د فرائضو نه وروسته د نوافلو په وسيله نږدې کيدل دي ځکه د نوافلو په کولو سره سړی د محبوبِت درجې ته رسيږي .

رسول الله صلی الله عليه په قدسي حديث شريف كې د الله د طرف نه داسې فرمايي : … او زما بنده ماته د نوافلو په وسيله نږدې کيږي تر څو هغه خپل دوست ولرم او هر کله چې زه د کوم بنده دوست شم نو د هغه غوږونه شم چې په هغه باندې آروي ،د هغه سترګې شم چې په هغه باندې ويني او دهغه لاسونه شم چې هغه باندې نيول کوي او دهغه پښې شم چې په هغه باندې تګ کوي او حتی که له ما څخه څه وغواړي زه به هغه ورکوم (بخاري

د اندامو کيدو نه مطلب دا دی چې بيا دغه ټول اندامونه د الله تعالی په رضا کې کارول کيږي يا د هغه سره مرسته او مدد کول او د هغه په هر کار کې برکت اچول دي .

 و ما توفيق الا بالله عليه تولکت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

نوټ : د پوښتنې کوونکي پوښتنه را څخه ورک شوې ده خو د سوال متن يې د اوابين د لمانځه په اړه وو .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً