امريکا د کفر او الحاد سردار ، د فساد او فتنو اساس ، د فسق او فجورو فحشاء او منکراتو ستر شيطاني ورکشاپ بلل کيږي

چې د ( حکم دوستی با رژيم امريکا عليه اسلام ) کتاب يې ځنې فسادونو او فتنو ته په لاندې ډول اشاره کوي :

لاندې څو مثالونه د مشت نمونه خروار په توګه نقل شوی دي :

اول د امريکا داخلي فسادونه :

۱- د شلو ميليونو څخه زيات جنسی انحراف ته د ميلان لرونکو کسانو شتوالی ( ۱) .

۲- په ورځنې پيدايښت کې دريمه برخه پيدايښت د زنا څخه (۲)

۳- د نيم ميليون څخه د زياتو جېنکيو د نا مشروع ماشومانو زېږول (۳)

۴- د جنينو تباهۍ د قانوني سقط په وسيله د پنځلس مليونو څخه زياتو ماشومانو وژل ( تفصيل دلته وګورئ ) .

۵- فرانسيسکو ښار د لوطيانو مرکز شميرل کيږي چې څلورمه برخه رائې ورکوونکی د ښار شميرل کيږي (۴)

۶- د سل ميليونو هميشه شراب څښونکو شتوالی (۵ )

۷- په امريکا کې د شرابو د توليدونکو شرکتونو کلنی لاس ته راوړنه له ۲۴ ملياردو ډالرو زياتيږي (۶)

په امريکا کې جرمونه د حد څخه بهر دی يو څو ته يې په لاندې ډول اشاره کوو :

۱- په هرو دريو ثانيو کې يو جرم د عقار ( د غير منقوله اشياوو غصب)

۲- په هرو پنځلسو ثانيو کې د غلا يو جرم .

۳- په هرو څلور ديرش ثانيو کې يو جنسي زياتی .

۴- په هرو دوه ويشتو ثانيو کې د يوه قتل جرم .

۵- په هرو شپږو ثانيو کې د يو غصب ( په زور اخستلو ) جرم .

ددې کفري ورکشاپ دا ذکر شوي جرمونه په مثال د ( مشت نمونه خروار ) دي .

د لوط عليه سلام قوم د لسو خصلتونو په وجه په سخت عذاب باندې اخته شول ، لکه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي :

قَالُواْ يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُواْ إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ ، فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ (هود ۸۰-۸۲ ) .

ژباړه : (استازو ) وويل : ای لوطه بې شکه چې مونږ ستا د رب استازي يو . دوی هيڅکله پر تا نه برلاسي کيږي . نو د شپې په يوې برخه کې خپله کورنۍ (له دې ښاره ) اوباسه او ستاسې يو کس دې هم شا ته نه ګورئ ، پرته ستا له ښځې څخه چې دې ته هم هماغه عذاب رسيدونکی دی چې دوی ته رسيږي . بې شکه چې د دوی د تباهۍ لپاره سهار وخت ټاکل شوی دی . آيا سبا يې نژدې نه دی ؟

نو کله چې زمونږ فرمان راغی ، د هغوی (کورونه ) مو پر بل مخ نسکور کړل او پر دوی مو د پخو خټو د تيږو باران واوراوه .

په لږ فکر کولو سره معلوميږي چې په امريکا کې او همدارنګه د دوی تر تسلط لاندې هيوادونو کې فساد د لوط د قوم نه په څو وارې زيات دی .

د امريکا خارجي فسادونه :

په نړۍ کې چې هر ځای ظلم ، فحاشت او فساد دی د هغه تر شا د امريکايي طاغوتي رژيم لاس دی په هرهيواد کې چې ددې شيطاني نظام قواوې او پايګاوي دي هلته فساد او فحشاء ده .

هغه امريکايي رژيم دی چې اسرائلو ته د فلسطينيانو د قتل عام قوماندې ورکوي او د اسرائيلو د غاصب نظام سياسي ، اقتصادي او نظامي مرسته کوي .

هغه امريکايي رژيم دی چې د عراق په خاوره يې تېری وکړ د هغه هيواد ډير بې ګناه انسانان يې ووژل او داسې اعمال يې تر سره کړل چې بيانول يې د شرم وړ دي .

هغه امريکايي نظام دی چې څو کاله پخوا يې زمونږ پر هيواد تېری وکړ د دوو نيمو مياشتو سخت ممبارت هستوي او کمياوي بمونو په کارولو او د داخلي منافقينو په ملتيا يې خپل شيطاني فوځ د افغانستان په ستړې ستومانه ، مظلوم او دردېدلی ولس کې ښکته کړل د هغه ورځ نه تر نن پورې يې ډير کلی او ولسونه له خاوره سره خاورې ډير مسلمانان يې شهيدان ، بنديان او يتيمان کړل .

په لکونه خلک يې مسيحيان کړل ، د اسلامي ټولنې بنسټ ( اسلامي قضا ، اسلامي معارف ، اسلامي شعائر ) يې ونړول ، قرآنکريم ته يې اور واچولو ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو د سپکاوي فلمونه يې خپاره کړل .

په ټولنه کې يې سود ، قمار ، رشوت ، شرابخوري ، همجنس بازي ، فحاشت او نور زيات فسادونه رواج کړل .

ټولنه يې د داسې اخلاقي زوال سره مخ کړه چې د مور پلار احترام ، د استاد او معلم احترام ، د مدرسې او مکتب احترام ، د علم او کتاب احترام د اسلامي شعائرو احترام له مينځه لاړل ، اکثره ځوانانو د بې شرمه موسيقي او بې شرمه سريالونو او د کفر او الحاد د تقليد ښکار شول .

علمي معيارونه ، درس او تدريس ، اداره او قضا ، حق او نا حق هر څه په رشوت او پيسو شول د ولس معنوي او غير معنوي هستي هر څه سخت بې قدره او برباد شول .

او د مسلمانانو پر وړاندې يې هغه څه وکړل چې ويل يې د شرم وړ دي .

آن لاين اسلامي لارښود

کابل افغانستان

(۱) المجتمع ۱۵/۳۵۰

 (۲) المجتمع ۴۴/۲۴۹

(۳) المجتمع۵۳/۶۴۸

(۴) المجتمع ۳۲/۶۳۷

 (۵) المجتمع ۴۲/۱۹۹

(۶) المجتمع ۳۰/۱۵۷