د اوسني حکومت له علماؤ او مفتيانو څخه څو پوښتنې

د اوسني حکومت تائيدونکي علماء او مفتيان چې په اصطلاح جمهوري اسلامي ته په اسلامي حکومت او اسلامي نظام قائل دي

د عوامو د غولولو لپاره د اصولو پر ځای پر فروعات کي بحث او فتواوی ورکوي ، مثلاً د اشغال پر ځای ، د دارالحرب او دارالاسلام په مسئله کې بحث کوي او د جهاد پر ځای د صلحې ، امن فتواوي ورکوي .

له دغو ښاغليو څخه د لاندې څو پوښتنو ځواب غواړو !

آيا اوسني کفار چې مسلحانه د اسلام خاورې ته داخل شوي دي او د مسلمانانو قتل يې پيل کړی دی متجاوزين او يرغلګر دي او که نه ؟ که نه وي څه شرعي دلائل لرئ مهرباني وکړئ خپل دلائل مو ولس ته وړاندې کړئ .

او که مستأمنين او صلح ساتي يې بولی په کومو شرعي دلائلو ، مهربانئ وکړئ خپل شرعي دلائل مو ولس ته وړاندې کړئ .

آيا د اوسني يرغلګرو کفارو پر وړاندې جهاد فرض دی او که نه ، که فرض يې نه ګنئ نو جهاد څه فرض کيږي په کومو شرايطو مونږ ته په دې اړه وضاحت راکړئ او خپل شرعي دلائل وړاندې کړئ .

د هغو کفارو چې د مسلمانانو پر کورونو يرغل کوي هغوی بنديانوي او وژني يې دغو کفارو ته د مسلمانانو قتل جايز دي او که نه ؟

که جايز يې بولی په کوم شرعي دليل ؟ که فرضاً ستا په قانون کې جايز وي نو ايا مسلمان ته د دغو کفارو وژل جايز نه دي ؟

سود او قمار حلال دی که حرام؟ ، که حرام وي ستا په حکومت کې ولی په علني ډول د مديا له لياري اعلانيږي او خلک ورته دعوتيږي تاسې چې د شرعي مسائلو د بحث او فتوا مسئول ځانونه بولی په دې باره کې ولې کومه فتوای نه صادروئ ؟

فحشاء حلاله ګنې که حرامه ، که حرامه يې ګنئ د فحشاء علني مراکزو ته ولی پټه خوله ياست ، آيا فاحشه او کفري مديا دې نه ګورئ ، فاحش تېلويزوني شيطاني ورکشاپونه دې نه ګورئ ، د فحاشت علني مراکز دې نه ګورئ ، په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو مختلط نظام نه ګورئ دا حلال دي که حرام ؟ تاسې چې ځانونه د ديني مسائلو د بحث او فتوای مسئول بولی دې ته ولی پټه خوله ياست .

آيا ستا قضا رښتيا اسلامي قضا ده که نه د پاکستان د انګريز نظام چې د انګليس په آئين باندې فيصلي کوي د ملل کفري قوانينو ته ځان وفادار ګڼئ که اسلامي قضا وي ولی پر ما انزل الله فيصلې نشی کولای چې قاتل ، محسن زاني وغيره ته د قتل د سزا ير ځای د بند سزا ورکوئ ، ولی زاني او شرابخور په درو نشی وهلای چې هغه ته د څو ورځو بند نمايشی سزا ورکوئ ، که نه که شرعی فيصله وکړئ بيا به مو له ملل کفري سره په اصطلاح صلح خرابه او برباد شي ؟

ځانونو ته مسلمانان او مجاهدين واياست مګر اصلاً د کمونستي حکومت ځای ناستي ياست خاد همغه د انقلاب د وخت خاد او په اصطلاح ملي امنيت دی آيا تاسې ددې ادارې  ظلمونه نه ګورئ چې پر بنديان څه نه کوي دا ډول جسمي او معنوي سزاوي په کوم کتاب کې روا ه دي ، د جمهوری اسلامي د علماؤ شوری او د افتاء ادارې په دې اړه ولې پټه خوله ياست که نه ستاسو امينت هم په کمونیستي خاد پورې تړلی دی او ستاسو څخه به الله تعالی د روان ظلم او فساد پر باب پوښتنه ونه کړي ځکه تاسې د دولت د دينې چارو مسئولين ياست ؟ .

رشوت او د بيت المال غصب او چور حلال ګنئ که حرام ؟ که حرام وي په دغه يوولس کلنه دوره کې مو کوم يو رشوت خور او غاصب ته څه شرعي سزا ورکړی ده او که نه ، په دې اړه مو کومه شرعي فتوا صادره کړی او که نه ؟

او که نه تاسې د هيواد د اصلاح او د منکراتو پر وړاندې د مبارزې کولو پر ځای يواځې ددې لپاره ګمارل شوي ياست چې امريکن يرغل ته د مشروعيت وسيله وګرځئ .

ګورئ ! د افغانستان په اوسنۍ اوضاع باندې د غره شپونکی هم پوهيږي او دې يرغل د غره شپونکی ته هم صدمه رسولي ده ، نور خلک پوه دي ، نور خلک په تشو او بې دليله خبرو مه غلوئ .

ګورئ له الله څخه ووېرېږئ حق ته تسليم شئ ، حق بيان کړئ ، باطل ته باطل او حق ته حق ووايئ .

ګورئ ای د قبر پر غاړه ولاړو ملايانو له خدايه ووېريږې حق بيان کړئ ، ګورئ د الله نيول ډير سخت دي .

توبه وباسئ ، ټولنه مو په سخت حالت کې قرار لري فساد او فتنې اوج ته رسيدلې دي هيواد د منکراتو په سخت طوفان کې را ګير شوی دی

د هرې ټولنې د اصلاح او يا ګمراهۍ سبب علماء جوړيږي ، د خلکو د اصلاح کوښښ وکړئ ، د کفر د بقاء پر ځای د اسلامي شريعت د بقا د پاره کوښښ وکړئ ، حکمرانانو ته نصيحت وکړئ هغوی په حق و پوهوئ او ځانانونه د خلکو د ګمراهۍ سبب مه ګرځوئ.

اسلامي لارښود – افغانستان

Print Friendly, PDF & Email

4 تعليقات

  1. السلام علیکم
    ډیری ښی سوالونه مو کړی دی
    يو ځل د موږکانو شورا وه چی نن به پیشو پسی اخلو یو موږک وویل چی میو ته به یی څوک ټینګ شی نو که اوس دا دالری موفتیان ،قاضیان او دغه شیطانی علما ددی سوالونو ځواب ورکوړی نو بیا په دالر د لاسه ورکړی نو بیا شیطانی فتوی کله ورکولای شی په درنښت

  2. سلامونه او نیکی هیلی
    ډیر د عبرت څخه ډک سوالونه دی که عمل پری وکړی ددنیا او آخرت کټه به یی وی داسلام دین یو غیرتی دین دی او مسلمان باید بی غیرته نه وی دادعلما شوری نده داددالرو شوری ده چی د دالرو په مقابل کی قرآن تحریفوی او دالله د غذاب نه نه هیریږی او هغه څوک چی اسلام تحریفوی الله یی د په دنیا او آخرت کی وشرموی او انشاالله شرمیږی که څیرته داحکومت او دپه حقه وی داسی یوه فتوی د ورکړی چی طالبان باغیان دی او ددوی مرګ روادی او داحکومت اسلامی حکمت دی او دسی زیا سوالونه شته جی دی یی د اسلام په چوکاټ کی سوال نه لری

  3. ّفیروز احمد

    با عرض معذرت اینکه نه عالم هستم و نه مولوی، اما در مورد سوال ها باید بگویم که همه این سوال ها با مراجعه به وضعیت فعلی جاری در کشور بجا هستند و انعکاس دهنده حقایق تکاندهنده اند. برعلاوه سوالهای فوق الذکر باید سوالهای دیگر هم به شورای محترم علما راجع گردد. مانند
    1- قتل اسیران از جمله هشت حکم شرعی شامل کدام حکم است؟ و آیا کشتن اسیر بعد از خواندن کلمه حلال است یا حرام؟ درمورد خواهان دلایل شرعی هستیم
    2- بنام جهاد دزدی و رهزنی حلال است یا حرام؟ روشنی در پرتو دلایل عقلی و شرعی مطابق احکام دین مبین.
    3- در صورتیکه کافر اسیر شود با وی چه معامله صورت گیرد؟ و با همکار وی که داخلی و در عین زمان مسلمان بوده و اعمال اسلامی را نیز اجرا نماید چه سلوک و معامله شود؟
    4- در جریان جهاد با دولت افغانستان اگر کدام کشور کافر از طرق مختلف برای مجاهدین اسلحه توزیع نماید آیا اخذ و استفاده این اسلحه در جهاد با دولت حلال است یا حرام؟ اگر حلال است به کدام دلیل عقلی و شرعی؟ اگر نیست پس به کدام دلیل؟
    5- مجاهد طور مثال از بدخشان باشد و منطقه خودش با وجود فساد و قاچاق مواد مخدر و لواط و …آرام و راحت اما در منطقه غزنی، وردگ، لوگر ننگرهار و یا … به جهاد مشغول است. در جریان حمله پاسخگوئی کافران و نیروهای دولتی منطقه بمباران شده و افراد ملکی آسیب میبینند. حال آنکه مجاهد متذکره بعد از حمله به نیروهای کافر و همکاران شان از منطقه به اصطلاح عقب نشینی کرده است. نظر علمای محترم درین باره چی است؟
    5-دولت همیشه و در هر کشور ولو هرچه باشد متشکل از مردم است. آیا بین مردم و دولت فاصله انداختن حلال است یا حرام؟ اگر حلال است به چی دلیل شرعی و اگر نیست به کدام دلیل شرعی؟
    6- آیا کشت، توزیع، خرید، فروش و قاچاق مواد مخدر حلال است یا حرام؟ اگر حلال است چرا منسوبین دولت فعلی و دولت امارت اسلامی به آن مبادرت میورزیدند؟ و چرا دولت امارت اسلامی توزیع مواد مخدر را به کشورهای کافر حلال شمرده بوده اند؟
    7- در مورد دو گروه متخاصم مسلمان که بعوض تماس مستقیم با یکدیگر و بدون مراجعه به حبل المتین قرآن و سنت، کافر را بین خویش حکم قرار دهند نظر علمای محترم چیست؟ کدام یک برحق است و به کدام دلیل شرعی؟ اگر هیچ یک برحق نیستند. تکلیف مردم عامه درین باره چیست مردم عامه چی باید بکنند تا مشکل همین دو گروه متخاصم حل شده و عامه مردم از شرشان در امان باشند؟
    8- آیا خویشخوری، نژادپرستی،طرح مسایل اختلافی لسان و منطقه، واسطه بازی و … حلال است یا حرام؟ اگر نیست پس پرا در خطوط مجاهدین فعلی اعم از مجاهدین دولتی و طالبانی تشکل فراگیر ملی موجود نیست؟
    9- برتر شمردن خود نظر به دیگران مثلا من مسلمان واقعی هستم و دیگران “سفهأ” هسنتد و از دین هیچ نممیفهمند حلال است یا حرام؟
    10-در مورد انتحاری نظر علمأ محترم چیست؟ اگر حلال و جز از جهاد شمرده میشود چرا قبلا نبوده و اگر حرام است به کدام دلایل شرعی؟ آیا کشتن مردم عامه در جریان زود خورد گروه های متخاصم حلال است یا حرام؟ اگر هست به چی دلیل و اگر نیست به کدام دلیل شرعی؟
    11- چرا در جریان جنگ های جهاد افغانستان ولو درگذشته و یا در حال، کافران اسیر آزاد شده اند و اسیران داخلی به قتل رسیده اند؟

  4. ّفیروز احمد

    با عرض ادب و احترام دوباره آیا میشود سوالهای فوق را خود ادمین محترم صفحه در روشنی احکام دین بیان نماید؟ ” به امید آنکه “تاسیه روی شود هرکه درو غش باشد”

    منتظر جواب شما عزیزان هستم!

    بااحترام.

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي