د رضاعت (تي رودلو ) مسئله

محترم داسلامی لارښود ته !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
مسله داده چی یوه ورور (احمد)دخپلي خور(فاطمی) شیدی ورودلی دهغه بله خور (زینب) ده اوس دزینب او دفاطمی داولاد تر منځ نکاح څنګه ده ولی چی احمد دزینب داولاد لپاره هم ماما دی او هم دفاطمی داولاد ورور دی نودفاطمی اولاد دزینب داولاد ماماګان رضعی سول داحمد دوجی اوس نکاح څنګه ده ځینو علماؤ ورته دعدم جواز ویلی دی .

 والسلام مزمل دکوټي څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ضرورت پر مهال خور خپل حقيقي ورور ته د دوو کلونو په موده کې پی (شېدې ) ورکولای شي ، د دې ورور د اولاد سره به د خور د اولاد نکاح نه صحي کيږي ځکه چې دا ورور د پيو په سلسله کې د ځوی حکم لري (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۸ ص ۳۱۸ ) .

دا چې د دواړو خوندو د اولاد تر مينځ نکاح کول څه حکم لري په دې اړه ما ته علم نشته .

د رضاعت حرمت کله ثابتيږي ؟

رضاعت په عربي کې تې خوري ته پۍ ورکولو ته وايې کومه ښځه چې د چا بچي ته تی ورکړي اسلامې شريعت هغې ته د مور درجه ورکوي يعنی د دې او د دې د زامنو او خپلوانو هغه درجه مقرروي کوم چې د مور او د مور زامنو او خپلوانو کومه درجه ده .

قوله تعالی : وَ أُمَّهَاتُکُمْ اللاَتِي أَرْضَعْنَکُمْ وَ أَخَوَاتُکُمْ مِنْ الرِّضَاعَةِ (النساء ۲۳ ) .

ژباړه : ستاسې هغه ميندې چې تاسې ته يې پۍ درکړی وي او ستاسې رضاعي  خوندې په تاسې حرام کړ شوی دي .

نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : الرَّضَاعَةُ تُحَرِّمُ مَاتُحَِّرمُ الوَلاَدَةُ (متفق علیه )  کومې خپلوی چه د نسب په وجه سره حرامې دي هغه د رضاعت په وجه سره هم حرامې دي .

د رضاعت حرمت په لاندې صورتونو کې ثابتيږي :

۱- د احنافو په نزد د رضاع د اثبات د پاره يوازې د مرضعې (تي ورکونکې ښځې)  په ادعا حرمت نه ثابيږي بلکي د رضاعت د حرمت د پاره دوو کسانو يا يو کس نر يا دوو ښځو شهادت ته ضرور دی .

د احنافو دليل دغه ايت کريمه دی : واسْتَشْهِدُواْ شَهِيدَيْنِ من رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاء  (البقره ۲۸۲ ) . شاهد ونيسﺉ له دو نارينه د تاسو که دوه سړي نه وی نو بيا يو سړی يا دوې ښځې د هغو نه چې تاسې ترې راضی يﺉ (د عدالت له کبله ) له شاهدانو نه .

(کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۷۷ ، فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۷۳۵ ) .

«‌(‌و) الرضاع (‌حجته حجة المال‌) و هی شهادة عدلین أو عدل و عدلتین‌»‌.(الدر المختار مع الرد:2/448)

و في الهندیة‌:

«‌‌و ان کان المخبر واحداً و وقع فی قلبه انه صادق‌، فـالاولی ان  یتنزه و یأخذ بالثقة‌، وجد الاخبار قبل العقد أو بعده و لا  یجب علیه ذلك ‌کذا  فی المحیط‌»‌.(الهنديه:1/347)

۲- د تۍ رودلو سن دوه کاله دی يعنې د رضاعت حرمت هغه وخت ثابتيږي چې ماشوم تي خورئ وي

 قوله تعالی : وَالوَالِدَاتُ يُرضِعنَ أولاَدَهُنَّ حَولَينِ کَامِلَينِ لِمَن أرَادَ أن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ (بقره : 233).

لويانو ته پۍ ورکول ګناه ده خو حرمت نه ثابتيږي .

۳– په څو ځلو تي رودلو حرمت ثابتيږي ؟

د احنافو په نزد کله چې د ماشوم معدې ته پی داخلې شي که لږ وي او که ډیرې  فرق نه کوي د رضاعت حرمت ثابتيږي .

 دليل دغه آيت کريمه دی : وَأُمَّهَاتُكُمُ اللاَّتِي أَرْضَعْنَكُمْ (ستاسې هغه ميندې چې تاسې ته يې پۍ درکړی وي )

دلته په مطلق ډول د رضاع بيان شوی دی چې دا ددې دليل دی چې د پيو لږ او ډير مقدار فرق نه کوي .

د امام شافعي په نزد که تر پنځه ځله کم پی ورکړي حرمت نه ثابتيږي او د امام احمد په نزد که تر دری ځله کم وي حرمت نه ثابتيږي .

ځنې فقها کرام د دري ځلو نه په کم تي ورکولو باندې حرمت نه ثابتيږي قول قوي بولي ځکه چې په دې باره کې صحيح حديث ذکر شوی دی  (لاتحرم الرضعة أوالرضعتان، أوالمصة أو المصتان) « په يو يا دوه ځله تي ورکولو يا يو يا دوه ځله تي رودلو حرمت نه ثابتيږي ».مسلم

احناف بيا د بخاري شريف په لاندې حديث شريف استدلال کوي :

عَنْ عُقْبَةَ بْنِ الْحَارِثِ رضی الله عنه : أَنَّهُ تَزَوَّجَ ابْنَةً لأَبِي إِهَابِ بْنِ عَزِيزٍ، فَأَتَتْهُ امْرَأَةٌ فَقَالَتْ: إِنِّي قَدْ أَرْضَعْتُ عُقْبَةَ وَالَّتِي تَزَوَّجَ، فَقَالَ لَهَا عُقْبَةُ: مَا أَعْلَمُ أَنَّكِ أَرْضَعْتِنِي وَلا أَخْبَرْتِنِي فَرَكِبَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم  بِالْمَدِينَةِ فَسَأَلَهُ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم : «كَيْفَ وَقَدْ قِيلَ» فَفَارَقَهَا عُقْبَةُ وَنَكَحَتْ زَوْجًا غَيْرَهُ. (بخارى)

په دې صحيح حديث شريف کې د دفعاتو ذکر نه دی شوی يوازې د تې ورکولو خبره ياده شوي ده

(والله تعالی اعلم ) .

څيړنه : آن لاين اسلامې لارښود .

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

اترك تعليقاً