ایا پلار دا صلاحیت لری چی دی یوه زوی مال او دارایی دی بل زوی لپاره مصرف کړی که نه؟

ليکنه :
سلامونه او نیکی هیلی می منی هیله ده چی خوښ او خوشحاله به یاست محترم د اسلامي لارښود چلوونکو تاسی ته دخدای عوضونه درکړی ستاسی کار ګردکی دی ستایلو وړ دی زما نوم نصرت الله دی دی هلمند له ولایت نه تاسی ته دا پوښتنه در لیږم هیله ده چی راته جواب یی کړی محترمه ما دینی تعلیم ته داسی اندازی پوری نه دی کړی چی په هر څه باندی وپوهیږم خو بیا هم په هر صورت را ځم اصلی موضوع محترمه زه جلا کار کوم او زما وروڼه بیا جلا کار کوی او ځینی وروڼه می بیا مکتب وای کوچونی دی نو اوس زه هغه کوچونیانو ته دی هغه مصارف ته هفه وخت پوری ورکوم تر څو دوی خپلی زدکړی خلاصی کړی او دی پوهنتون څخه فارغ شی او همدا شان زه که ضرورت وی دی کور مصارف هم کوم نو اوس ایا دیدی نه علاوه که چیری دیدی مصارفو نه زما پیسی پاتی شی او زما پلار یی په داسی شی باندی ولګوی چی ضروری نه وی دی مثال په ډول وایی زه یو کور پری جوړوم چی بیا زما دا نور اولادونه ور پکښی واوسی او ته باید ټولی هغه پیسی چی لری یی دی خپلو وروڼو سره په مساوی اندازه تقسیم کړی دا دی ټولو حق دی دا یوازی ستا نه دی او ته نه شی کولای چی دا اضافی پیسی دی خپل ځان لپاره وساتی ایا پلار په شریعت کی دا حق لری او که نه؟ زه دا منم چی په پلار باندی ټول اولادونه یو شان ګران وی خو زما په فکر داسی هم نه چی یو تر سپین ګیرتوب پوری کار وکړی او بیا هغه کوچونی چی نوی کاروبار شروع کوی وایی زه دی ورور یم راځه چی بیل شو او هغه ټول شیان دی چی ګټلی دی هغه زما سره په مساوی اندازه تقسیم کړه ځکه دا مشر ورور به نور کار هم نه شی کولای او کیدای شی چی دی بعضو مشکلاتو سره مخامخ شی نو هیله می داده چی په دی موضوع کی پوره وضاحت راکړی او په ایمیل کی یا را واستوی  ډیره مهربانی به موی  زه دی ستاسی دی جواب په انتظار یم
مننه نصرت الله دی هلمند دی ولایت نه

———————————–

السلام علیکم!
مونژ شپژ ورونه یو او تول وظیفی لرو او مور او پلار موهم ژوندی دی زمونژ د پلار یوه نمره زمکه په کابل کی وه او وویل چی په دی کی به یو کور جور کرو او زما خوشه نه وه نظر په کورنی مشکلاتو خو بیا هم ددوی د خوشحالی په خاطر ما ورسره ومنله اوس کور جور دی او پلار می وایی چی هر یو به پیسی راوری او ما ته به یی راکوی او زه یی نه ورسره منم بیا ده ما ته وویل چی که داسی نه کوی بیا دی دکوره وباسم او عاق کوم دی> نو ایا زما په هغه کور کی حق ورسره شته او که نه او پلار پر ما دا حق لری او که نه حال دا چی 40% پیسی په هغه کور کی ما مصرف کری دی او د دپلار ددی خبری په باره کی هم معلومات راکری چه را ته وایی چی عاق کوم دی

محمد ادريس

———————————————————————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : دا چې اسلام د والدينو سره د ښه سلوک کولو او د هغوی د اطاعت کولو ډير ټينګار کړی دی ،د والدينو سره ښه سلوک کول د دين له امورو څخه يو اهم امر بلل کيږي ، الله جل جلا له  د خپل عبادت کولو د حکم وروسته د خپلو والدينو سره د ښه سلوک کولو حکم کړی دی .

وقال الله تعالى: وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا). النساء: 36) .

او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ ، او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ

وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ (لقمان 14 )

او مونږ انسان ته د خپل مور او پلار په حق پېږندنې کې ټينګار کړی دی . د هغه مور د کمزورۍ له پاسه کمزورۍ په حال کې هغه را اخيستی په خپله ګيډه کې يې وساته او دوه کلونه يې په تي ورکولو و لګيدل . ( له همدې کبله مونږ هغه ته نصيحت وکړ چې ) زما شکر وکړه او د خپل مور او پلار شکر پر ځای کړه .

نو د اولاد د پاره په کار ده چې تر خپله وسه د مور او پلار سره ښه سلوک وکړي ، د هغوی اطاعت وکړي او هغوی و نه ګړوي ځکه د مور او پلار کړول عظيمه ګناه ده .

دوهم ددې مسئلې په اړه :

که زامن د پلار سره په يوه کسب کې کار وکړي او زامنو لره څه نه وي مثلاً د پلار سره په تجارت کې کار کوي يا کوم بل کسب وي مطلب دا چې د پلار او زامنو کسب يو وي او په شريکه کار کوي نو په دې صورت زامن د پلار مددکاران بلل کيږي او ملک ټول د پلار دی ، د پلار ميراث به داولاد تر مينځ مساوي تقسيم کيږي .

( أَنْتَ وَمَالُكَ لأَبِيكَ ) رواه ابن ماجه ( 2291 ) ، وابن حبان في صحيحه ( 2 / 142 ) ، وصححه الألباني في صحيح ابن ماجه ، وروى الإمام أحمد في مسنده برقم (6863)

الاب والابن يکتسبان فی صنعة واحة ولم يکن لهما شیء فی الکسب کله للاب (الشامي ج۴ ص۸۲ )

نقل في الفتاوي دارالعلوم ديوبند .او محمود الفتاوي

و في شر‌ح المجلة للآتاسي‌:

«‌اذا عمل شخص في صنعة هو ابنه الذي في عياله فجميع الكسب لذالك الشخص و ولده يعد معيناً له».(شرح المجلة للآتاسي مادة1398)

درالحکام ليکي :

په دريو شرطو د زامنو کسب د پلار ملک ګڼل کيږي : ۱- چې زامن د پلار سره په يوه کسب کې کار کوي ، ۲- د کار بار د پاره لومړې سرمايه او مال د پلار وي ۳- اولاد د پلار عيال وي د نفقي مصارف پلار تر سره کوي :

و يوجد ثلاثة شروط لاجل اعتبار ا‌لولد معيناً لابيه 1-‌اتحاد الصنعة ٢- فقدان‌ الاموال سابقاً، اذا كان للاب اموال سابقة كسبها و لم يكن معلوم للابن اموال بأن ورث من مورثه اموالاً معلومة فيعد الابن في عيال الاب ٣- ان يكون الابن‌في عيا‌ل ابيه‌»‌.(دررالحكام شرح مجلة لعلي حيدر:3/421)

او که د پلار او زامنو کسب يو نه وي زامن جلا جلا په خپله سرمايه يا کسب کار بار کوي نو بيا د پلار د ميراث به په اولاد تقسيم کيږي مګر د زامنو مال د هر يوه خپل ملک وي ،او وروڼو چې جلا جلا کار بار کوي او په کسب کار کې شريک نه وي د هر يوه ملک جلا دی په يو ځای اوسيدو سره د دوی مال نشي شريک کيدای .

د امام ابوحنيفه ، امام شافعی او امام مالک په نزد پلار ته جايزه نه ده چې اولاد له مال څخه څه واخلی مګر په قدر د ضرورت او پلار ته جايزه نه ده چې د يو زوی مال بل زوی ته ورکړي .

وقال أبو حنيفة ومالك والشافعي : ليس له أن يأخذ من مال ولده إلا بقدر حاجته ; لأن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( إن دماءكم وأموالكم عليكم حرام , كحرمة يومكم هذا , في شهركم هذا ) متفق عليه .
وروي أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( لا يحل مال امرئ مسلم إلا عن طيب نفسه ) رواه الدارقطني ؛ ولأن ملك الابن تام على مال نفسه , فلم يجز انتزاعه منه , كالذي تعلقت به حاجته ” انتهى من “المغني” (5/395) .
( السوال الجواب رقم 118846 ) .

الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email