د صفری په مياشت کې د نذر او ديګچې حکم څه دی ؟

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة دیره مننه چی سوالو ته مو جوابونه راکوی الله پاک دی خیر در کړی جنتونه دی الله در په نصیب کړی زما سوال دا دی چی د سروری چهارشنبی باندی د خیرات یا دیکچی پخول او خیراتول څنګه دی؟ او د صفری په میاشت کی وایی دیبان د اسمانونو څخه راښکته کیږی په زنځیرونو باندی تړلی وی او د سړکو پر مابینځ کی روان وی که خلک ورسره مخامخ شی نو وژنی یی او دیبان سلیمان ع تړلی وو؟ مهربانی وکړی که یوڅه معلومات راکړی دیره مننه

نثار احمد احمدي – کندهار

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة که د سروری چهار شنبی په باره کی معلومات راکړی دیره مننه

تواب رحيمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د صفري مياشت سپره او د بلاوو او آفاتو مياشت ګڼل او يا ددې مياشتې په آخرې چهارشنبه باندې د صحابه بېبيانو په نوم يا د بی بی فاطمې رضی الله عنها په نوم د شولې يا ديکچې نذر کول په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نه لري دا عمل نه فاطمې رضی الله عنها کړی او نه هم نورو صحابه بيبيانو ، بلکي دا رسمونه د جاهليت د زماني رسمونه دي د جاهليت په زمانه کې خلکو د صفرې مياشت سپره او آفتي مياشت ګڼله دا رواجونه او عقايد په اسلام کې هيڅ اصل نه لري.

کفايت المفتي ليکي :

د صفری په آخري چهارشنبې چې کوم رسمونه کيږي دا ټول غلط دي او په اسلام کې هيڅ اصل نه لري

فکل من احدث شيئاً و نسبه الی الدين و لم يکن له اصل من الدين يرجع اليه فهو ضلالة و الدين بری منه ( جامع العلوم و الحکم ص ۱۹۳ ) .

خلاصه الفتاوي ليکې : دا رسمونه ټول غلط غير مشروع او واجب الترک دي ( خلاصه الفتاوي ۴/۳۳۷ ) .

نا روا دودونه او رواجونه کتاب په ۱۱۰ صفحه کې ليکې :

په ځنو خلکو کې دا رواج دی چې د صفری په آخري چهارشنبه د بی بی فاطمې رضی الله عنها په نوم نذر کوي ځنې زنانه شيربرنج پخوي او ځنې زنانه غوړې ډوډی پخوي بيا هغه په کورونه تقسيموي او جوماتونو ته يې په الزامي توګه وباسي دغه ډول نذر په بحر الرائق ج۳ ص ۱۵۹ او فوائد بهيه ص ۱۹۰ او موضوعات کبير ص ۱۰۷ کې بدعت او شرکي نذر بلل شوی دی او خوړل يې نا روا دي ( فتاوی رشيديه ص ۱۳۸ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً