د دوو سجدو تر مينځ کومه دعا ويل کيږي ؟

اسلام علیکوم ورخمت الله .
زه دوه پوښتنی لرم غواړم چی جواب یی راکړی
1 – ده دواړو سجدو تر منځ کومه دوعا شته اوکنه که وی نومونږته یی ووایی .
2 – ده رکوع نه وروسته چی کوم وحت نیغ شی دلته تاخیر شته اوکنه

محمد ياسر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د دوو سجدو تر مينځ لاندې دعاوې ثابتې شوې دي :

عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ : ( اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ، وَارْحَمْنِي ، وَاجْبُرْنِي ، وَاهْدِنِي ، وَارْزُقْنِي ) رواه الترمذي (284) و سلسلة الصحيحة  .

ابن عباس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د دوو سجدو تر مينځ (جلسه ) کې دا دعا ( اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ، وَارْحَمْنِي ، وَاجْبُرْنِي ، وَاهْدِنِي ، وَارْزُقْنِي ) لوستله .

او همدارنګه مختصره دعا (رب اغفرلی ) ده .

عَنْ حُذَيْفَةَ أَنَّ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ َكَانَ يَقُولُ بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ : ( رَبِّ اغْفِرْ لِي ، رَبِّ اغْفِرْ لِي ) . رواه النسائي (1145)

خذيفه رضی الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم به د دوو سجدو په مينځ کې دا دعا ( رَبِّ اغْفِرْ لِي ، رَبِّ اغْفِرْ لِي ) لوستله .

د دې دعا ويلو حکم :

د دوو سجدو تر مينځ دعا په باره کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف نظر دی .

د جهورو فقها‌ؤ الحنفية ، مالکية و شافعية علماؤ په نزد ددې دعا ويل مستحب دي .

که په لمانځه کې و نه ويل شي د لمانځه صحت ته څه نقصان نه رسوي .

او د الحنابلة علماؤ په نزد ددې دعا ويل واجب دي ځکه د لمونځ اکثره افعال دعا او ذکر دی د يوازې ( رب اغفرلی ) ويل واجب دی زيادت پکې مستحب دی .

مګر د استحباب قول قوي دی ځکه د وجوب په اړه يې څه صريح دليل نشته او ځنو حنابله علماؤ هم دا قول اختيار کړی دی.

د دوهم سوال ځواب

هو د رکوع نه وروسته قومه کې تأخير شته څو د بدن اندامونه ښه تکرر ونيسي او دا دعا ويل کيږي (سمع الله لمن حمده ،
ربنا ولك الحمد ) ويل کيږي او که د مقتدي وي يوازې ( ربنا ولک الحمد ) به وايي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً