سلامونه اونیکۍ هیلۍ ستاسو درانه حضورته وړاندی کوم بښونکی الله ج دی وکړی سی تل بریالی وه اوسی او دلازیاتو خدمتونو دعا درته کوم. زه یوه پوښتنه لرم هغه داسی په ناخبری سره د شپي په سره کی کوروالی (جماع) وشی او د شپي د سهارخواته د حیض کمه وینه راڅرګنده شی دا کوروالي خو به کومه کناه نه لری اوبل داسی میاشتنی عادت می دری ورځی دی او سهار سی وینه نه وه بیا می غسل مازدیګروکړل د شپي مو کوروالی وکړل او وروسته له کوروالی وینه راغله ایا دامیاشتني ناروغی ده او کنه او داکوروالي کومه ګناه لری کنه هیله ده سی پوره معلومات را کړی
مننه بریشنا دکابل نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د حيض په جريان کې د جماع کول حرام دي لقوله سبحانه وتعالی : وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).

دوهم : په هغه صورت کې چې د حيض د راتلو څه علائم او وينه وي جماع کول جايز دي که په ناخبرﺉ له چا څخه داسې خطا وشي نو په اخلاص سره دې توبه وباسي او صدقه دې ورکړي ، د صدقې اندازه يو دينار يا نيم دينار دی .

د ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی که څوک د حيض په وخت کې مقاربت وکړي بايد « يَتَصَدَّقُ بِدِينَارٍ أَوْ بِنِصْفِ دِينَارٍ » (يو دينار يا نيم دينار به صدقه کړي )  رواه أحمد (1/229، 312 )، و أبو داود(264 ، 2168 )، و الترمذي (137) بنحوه. و النسائي (290)،و ابن ماجه (640).

الشیخ محمد بن إبراهیم- فتاوی و رسائل (2/98،99) کې ليکلي چې هر دينار له يو طلايي مثقال سره برابر دی .

يو مثقال 4.25 ګرامه او نيم مثقال 2.125 ګرامه کيږي که نیم دينار وټاکو او د سرو رزو د يوه ګرام قيمت 1800 فرض کړو نو 2.125×1800 به مساوي شي په 3825 افغانۍ کيږي ، دا پيسی به په مسکينانو او فقيرانو وويشي .

دريم : د حيض کمه موده دری ورځې او زياته موده لس ورځې ده .

که د ښځې عادت دا وي چې په دريمه ، څلورمه يا پنځمه ورځ پاکيږي نو غسل به کوي او لمونځ به ادا کوي ، مګر که عادت کډوډ شي داسې چې دری ورځې وينه وي بيا وينه بنده شي بيا په څلورمه يا پنځمه ورځ بيا وينه راشي نو د کډوډی ټولي ورځي حيض حسابيږي او کله چې پاکه شي غسل به کوي لمونځ به ادا کوي .

و اقل الحيض ثلثة ايام و لياليها و ما نقص من ذلک فهو استحاضة و اکثره عشرة ايام و الزائد استحاضة (شرح البداية ۱/ ۶۲) .

فاذ ارآت بين طهرين دماً علی عاتها بالزيادة او نقصان او بالتقدم او التأخير او بهما معاً انتقلت العادی ايام دمها حقيقياً … (هنديه ج ۱ ص ۲۴ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود