په اوسني عصر کې په اکثره اسلامي ټولنو کې د مزدور حق خوړل کيږي او يا هغه پخپل حق ځورول کيږي چې لاندې څو صورتونه لري :

اول صورت : په کامله توګه د مزور د حق خوړل چې هغې ته ډول ډول بهانې جوړوي او بلاخره يې په پوره توګه حق خوري ، مزدور چې مظلوم وي له خپل حق څخه د دفاع وس نه لري او عادل حکومت نه وي چې د مظلوم له حق څخه دفاع وکړي نو دا فيصله د قيامت ورځې ته پاتې شي د قيامت په ورځ به مظلوم ته د ظالم کس حسنات ورکړ شي که پوره نه شي بيا به د هغه مظلوم بدۍ پر ظالم واچول شي او بلاخره به دوزخ ته کش کړ شي ، لقوله سبحانه وتعالی : (ويل للمطففين) المطففين/1 ( هلاکت دی هغو کسانو د پاره چې د خلکو حقوق پوره نه ورکوي )

دوهم صورت : د مزدور څخه د لږ مزد په عوض کې زيات کار اخيستل او يا داسې چې د هغه سره په ټاکلي وخت تعهد شوی وي مګر بيا هم د ټاکل شوی وخت څخه زيات کار ورباندې کول ، چې مزور د مظلوميت او مجبورت له وجې د خپل حق عږ نشي پورته کولای .

دريم صورت : د مزدور سره چل او فريب کول ، د مزدور سره شوی تعهد يا قرارداد يو څه وي مګر په عمل کې بل څه ورباندي کوي ، لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : من غشانا فليس مني ( فريب ورکوونکی له مونږ څخه نه دی ) .

څلورم صورت : مزود ته خپل حق پر خپل وخت نه ورکول ، مزود ته به په خپل وخت د عرف سره سم مزد ورکول کيږي که له هغه سره د ورځې خبره شوې وي د ورځې په پای کې به مزد ورکوي او که د مياشتې خبره ورسره شوې وي د مياشتې په پای کې به د هغه مزد ورکوي .

مګر ځنې کسان او ځنې کمپنۍ مزدور ته خپل حق پر خپل وخت نه ورکوي بلکي هغه تر ډيره وخته پخپل حق پسې لا لهانه منډې وهي او د سوالګر په شان د خپل حق غوښنته کوي چې کله خبره تر دعوي او محاکمو پورې ورسيږي ، دا چې د اوس زماني محاکم هر چا ته ښه څرګند دي، مزدور د دعوي د دوام پر ځای د خپل حق پيمال ته ترجيح ورکوي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې مزدور ته به په بېړه خپل حق ورکوئ  :

أعطوا الأجيرَ أجرَهُ قبلَ أن يجفَّ عرقُهُ (صحيح ابن ماجه ) .

د مزدور مزدوری د هغه د خولی وچيدو نه مخکې ورکړئ

د مزدور د حق خوړلو خطرناکې پايلې :

عن أَبِي هُرَيْرَة رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ : قال اللهُ : ثلاثةٌ أنا خصمهم يومَ القيامةِ : رجلٌ أعطى بي ثم غدرَ ، ورجلٌ باع حرًّا فأكل ثمنَه ، ورجلٌ استأجرَ أجيرًا فاستوفى منهُ ولم يُعْطِه أجرَه ( البخاری ۲۲۲۷ ) .

د ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : الله سبحانه وتعالی فرمايي : دری کسان دي چې د قيامت په ورځ به د هغوی دوښمن وم ، اول : هغه کس چې زما په نوم تعهد وکړي او بيا خيانت وکړي ، دوهم : هغه څوک چې آزاد کس و پلوري او د هغه قيمت وخوري ، دريم : هغه څوک چې يو کس څخه کار واخلي خو مزدوري يې ور نه کړي .

المؤمن من أمنه الناس على أموالهم وأنفسهم والمهاجر من هجر الخطايا والذنوب (: صحيح ابن ماجه :۳۱۹۳)

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مؤمن هغه دی چې د هغه څخه د خلکو نفسونه او مالونه په امن وي او مهاجر هغه دی چې د ګناهونو څخه هجرت وکړي ( د ګناهونو ځايونه پريږدي ) .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email