د قرض حسنه فضائل

عزتمنه وروره غواړم د قرض حسنه د دنیوی او اخروی اجر په اړه د نبوی ارشاداتو په رڼا کې یو څه معلومات راکړی.د اجر نه به خالي نه وی

انجنير سيد اجمل ستايلی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

قرض حسنه هغه قرض يا پور دی چې يو مسلمان يې بل محتاج مسلمان ته د څه وخت د پاره قرض ورکوي او نيت يې د الله تعالی رضا وي ، قرض حسنه زيات فضيلت لري چې په قرآن او سنتو کې يې څو ځايه يادونه شوي ده او هغه يې نيک قرض يا قرض حسن بللی دی .

قوله سبحانه وتعالی : إِن تُقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ} (17) سورة التغابن .

ژباړه : که چيرې تاسې قرض ورکړی الله لره قرض نيک (په محبت او اخلاص ) نو دوه چنده به کړي الله ثواب د هغه تاسې ته او (الله ) به تاسې ته بخښنه وکړي ، الله ښه قدردان دی ښه تحمل واله دی .

د ابی أمامه رضی الله عنه په حديث شريف کې راغلي دي چې د جنت په يوه دروازه د صدقې د پاره لس نيکۍ او د قرض حسن د پاره ۱۸ نيکۍ ليکل شوی وي .

همدارنګه د ابن مسعود رضی الله عنه په روايت شوي حديث شريف کې راغلی دي چې قرض حسن د صدقې په نسبت دوه چنده اجر لري .

د احاديثو متن او د نقل اسناد په لاندې ډول دي :

الأول : عن أبي أمامة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (دخلَ رجلٌ الجنَّة، فرأَى على بابها مكتوباً: الصّدقةُ بعَشرِ أَمثالها، والقرضُ بثمانية عشر).( أخرجه الطبراني في “المعجم الكبير” (8/297/7976)، والبيهقي في “الشعب” (3/284/3564) وقد حسنه الشيخ الألباني).

الثاني: عن عبد الله بن مسعود- رضي الله عنه- أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: “ما من مسلم يقرض مسلما قرضا مرتين إلا كان كصدقتها مرة” .(رواه ابن ماجه، ص 347، صحيح حسن الهيتمي مکي ۱/۱۹۳ والحديث صححه الشيخ الألباني) .

فقهاؤ او محدثينو د قرض حسن د اجر زيادت دا بللی دی چې قرض حسن يوازې محتاج کس ته رسيږي .

د محتاج سره امداد او يو کس څخه د مشکل او تکليف لرې کول لوی اجر لري .

من كان في حاجة أخيه، كان الله في حاجته. ومن فرج عن مسلم كربة، فرج الله عنه بها كربة من كرب يوم القيامة. ومن ستر مسلما، ستره الله يوم القيامة . (المسلم 2580)

ترڅو چې مسلمان د مسلمان حاجت پوره کوي الله تعالی به د ده حاجت پوره کوي ،اوڅوک چې د مسلمان څه تکليف لری کوي نو الله تعالی به د قيامت په ورځ د ده نه تکليف لری کړي ،او څوک چې په مسلمان پرده اچوي الله تعالی به د قيامت په ورځ د ده په عيبونو پرده واچوي .

و ما توفيقی الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. انجنير سيد اجمل ستايلی

    ywa nare manana

اترك تعليقاً