خپل سلامونه او احترامات د اسلامی لارشونی د ساید کار کونکیو ته وراندی کوم : اما بعد : زما پوشنته : 1 ایا په مو تر کی چی د تلو په حالت کی وی د تایپ / رادیو او داسو نورو وسایلو پواسطه د دتلاوت د سجدی د ایات اوریدلو سره سجده واجب کیژی او که نه کچیری واجب کیژی نو په جریان د سفر کی وخت او حای بدلیژی او ایت دتلاوت په تکرار سره یوه سجده ده او که زاتی . 2 : دهغو ویشتا نو خریل او یا په دوه پا کول د نارینه او شحینه وو لپاره په مخ او شا کی اندا زه لری ( دوخت له نیگا خخه یا د تنا سلی الی خخه شاو خوا کومه اندا زه باید پاکه شی او معقد هم په همدی دول . 3 : د خپلی میرمنی سره د کوروا له کو لو په وخت شیطانی شهوات زایاتیژی کچیری سری ته اشتباه پیدا شی حیا د وی ( چی دنر سا مان د میرمنی شا د برخی سره ارتطبات نه وی پیدا شوی او هر وخت دا سوال راته پیدا کیژی ) ایا کچیری داسی شوی وی او یا نه وی شوی خو تشویش شته دی حه باید وکرم . د مهر بانی له مخی راته حواب را ولژی ستا سو د شفقعت او مهر بانی ححه د لری نه وی
احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اول سوال ځواب :
د راديو تېلويزون له لارې د قرآن کريم په اوريدو سجده تلاوت نه واجبيږي .
ځکه چې دا د قاري اصل تلاوت نه وي او د څه ذريعو په وسيله د ننه آواز صوت شوی وي (جديد فقهی مسايل ج۱ ص ۷۳ ) .
وأما سجود التلاوة إذا كنت تستمع آية فيها سجدة من الكمبيوتر أو جهاز التسجيل ، فالذي يظهر أنه لا يشرع السجود لذلك . وقد نص العلماء المتقدمون على قريب من هذه المسألة . فمن ذلك : ما جاء في “الفتاوى الهندية” (1/133)
دوهم سوال ځواب :
د انس رضی الله عنه روايت دی چې وايي : “وقتَ لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في قص الشارب، وقلم الظفر، ونتف الإبط، وحلق العانة: ألا نترك شيئاً من ذلك أكثر من أربعين ليلة”
يعنې پيغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته د بريتونو لنډولو ، نوکونو ، د تخرګونو د ويښتانو خريل د نامه لاندې ويښتانو ويستلو په باره کې وخت تعين کړی ؤ چې د څلويښتو (۴۰) ورځو پس يو هم باقي نه شي .
په پورته حديث کې د العانه څخه مطلب د د نر د مخې طرف د شرمګاه پر سر او د هغه شا او خوا ويښتان او همدارنګه د ښځې د شرمګاه شا او خوا ويښتان مراد دي لکه امام نووی چې په شرح ددې حديث شريف کې ليکي :
قال الامام النووي فی الشرح :المراد بالعانة الشعر الذي فوق ذَكَر الرجل وحواليه وكذا الشعر الذي حوالي فرج المرأة .
د لنګيو ويښتان او د مقعد ويښتان پکې شامل نه دي ځنې فقهاء د مقعد د ويښتانو لرې کول مستحب بولي ، شرمګاه ته نږدې د لنګيو د ويښتانو لرې کول او همدارنګه د مقعد ويښتان څومره چې امکان و لري خريل يې جايز دي ځکه ددې ويښتانو د لرې کولو حکمت نظافت دی .
په فطري سنتو کې اصلاً د شرمګاه ( د مخکې طرف آله تناسلي ) شاخوا ويښتان شامل دي هغه ته د نږدې ويښتانو خريل مباح دي شرعي ممانعت نه لري مګر سنت نه دي .
د دريم سوال ځواب :
ددې مسئلي په جزياتو کې ماته علم نشته لکن د ښځې سره د شاه په طرف (مقعد ) کې جماع کول حرام او د لعنت سبب ګرځي تفصيل .
و الله سبحانه وتعالی اعلم