د ګناهکارانو په اعدام کولو کی څه فایدی دی که یو څه معلومات راکړی مهربانی به مو وي .
او ما ستاسی څځه بل سوال هم کړی وو آیا په سوال کی کوم مشکل وو د هغه جواب تاسی نه دی ورکړی

عزيز احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هر څوک چې ځان مسلمان بولي هغه که ځانته مجاهد وايي يا کومه قضا يا اداره يا قومي جرګه يا د قوم مشر او يا هم د کور مشر وي ، که د خلکو يا خپلو ماتحتو تر مينځ صلح يا فيصله کوي د اسلامي شريعت موافق به وي ، چا چې د ملل کفري پر قوانينو ، يا د قوم او پښتو پر قوانينو او يا د خپلې ګيډې له مخې فيصله کوي او مجرم ته سزا ټاکي دا ډول فيصلي او دا ډول سزاوي ټاکل په اسلامي شريعت کې طاغوت بلل کيږي ، د الله تعالی د حکم نه بغير فيصله او سزا ټاکلو حق هيچا ته نشته ځکه په اسلامي شريعت کې د هر جرم سزا او د جرم د ثبوت احکام او شرايط بيان شوي دي:

 الله جل جلا له  فرمايي : ( إن الحكم إلا لله ) يوسف

لقوله سبحانه وتعالی : وقال سبحانه تعالی : ( ألم تر إلى الذين يزعمون أنهم آمنوا بما أنزل إليك وما أنزل من قبلك يريدون أن يتحاكموا إلى الطاغوت وقد أمروا أنيكفروا به ويريد الشيطان أن يضلهم ضلالاً بعيداً ) النساء/60

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

وقال تعالى : ( أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50  يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

( فلا وربك لا يؤمنون حتى يحكموك فيما شجر بينهم ثم لا يجدوا في أنفسهم حرجاً مما قضيت ويسلموا تسليماً ) النساء/65 .

ژباړه : نو نه ! ( ای رسوله ) ستا په رب قسم چې دوی تر هغه پوره مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا ته په خپلو ټولو شخړو کې کړی او بيا ستا د پريکړو په اړه پخپلو ځانونو کې کوم خپګان و نه مومئ او ( دغه پريکړه ) په ډيرې خوښۍ سره و مني .

چاچې کوم مسلمان ته د اسلامي شريعت خلاف سزا ورکړه هغې طاغوت اختيار کړ ظلم يې وکړ او چا چې د اسلامي شريعت خلاف په ناحقه قتل وکړ هغه قاتل دی .

د ظالم او ظلم په باره کې ډير سخت وعيدونه راغلی دی دلته به يوازې د هغه چا حال بيان کړو څوک چې د ظالم سره مرسته کوي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام ( مشکوة المصابيح )

يعنې : څوک د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي ، په داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام څخه ووت .

ناحقه قتل عظيمه ګناه ده ، الله تعالی ته د يو مسلمان د ناحقه قتل څخه د ځمکې نړول او ورانول آسانه دي كما قال صلى الله عليه وسلم : ( زَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ ). [ رواه الترمذي (1395) والنسائي (3987)  اوابن ماجه (2619) ] .

او چا چې په ناحقه څوک قتل کړل هغه دوزخي دی :

وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُّتَعَمِّداً فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً (النساء:93)

ژباړه : او هر څوک چې کوم مؤمن په قصد سره ووژني ، نو د هغه سزا دوزخ دی . هلته به هميشه وي . الله پر هغه باندې عوصه شوی او لعنت يې پرې کړی دی او د هغه لپاره يې لوی عذاب چمتو کړی دی .

لقوله سبحانه وتعالی : مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا  (المائده32)

ژباړه : څوک داسې يو نفس چې نه يې بل کس وژلی وي او نه يې د ځمکې پر مخ فساد کړی وي، ووژني لکه ټول خلک چې يې وژلي وي . او څوک چې د يو بل چا د ژوندانه لامل شوی وي ، نو لکه ټول خلک چې يې را ژوندي کړي وي .

په حديث شريف راغلی که چيرې د يوه مسلمان د وژلو د پاره د ځمکې او آسمان اهل سره يو ځای شي تر څو هغه ووژني الله تعالی به هغوی ټول دوزخ ته داخل کړي .

وعن أبي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ وَأَبَي هُرَيْرَةَ رضي الله عنهما عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : (لَوْ أَنَّ أَهْلَ السَّمَاءِ وَأَهْلَ الْأَرْضِ اشْتَرَكُوا فِي دَمِ مُؤْمِنٍ لَأَكَبَّهُمْ اللَّهُ فِي النَّارِ) رواه الترمذي (1398) ، وصححه الألباني في “صحيح الترمذي

الله تعالی دې زمونږ د ټولنې په حال ورحميږي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email