زما ګرانو اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته !الله دی تاسو نور هم توفیق درکړی چه مونږ سره نور هم د اسلام په روښانی کی مرسته وکړی.  زماپښتنه داده  (په لمانځه کی شیطان دیر خراب فکرونه راچوی ایا زمونږ لمونځ د الله په دربارکی قبلیږی ؟) والسلام

محمد موسی – اکراين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لمانځه کې خشوع کول د لمانځه روح بلل کيږي الله تعالی په قرآنکريم کې د کامياب شويو مؤمنانو له ډلې يو هم هغه کسان ښودلې دي چې په لمانځه کې خشوع کوي . قوله تعالی : قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ 1 الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ (المؤمنون )

خشوع په لغت کې سکون او يا هم تواضع او انکسار ته وايي : او په اصطلاح کې د زړه سکون يعنې چې په زړه کې د غير الله خيالونه او فکرونه قصداً حاضر نه کړي او همدارنګه د بدن په غړو کې هم سکون وي چې بې ځايه حرکتونه به نه کوي .

د زړه خيالونه او فکرونه :

لمونځ کوونکی به په لمانځه کې د لمانځه د الفاظو او په هغه کې د تدبر او فکر خيال کوي او تر خپله وسه به خپل زړه د غير الله له خيالونو څخه ساتي .

لمونځ کوونکی د پاره مستحب ده چې هغه په قيام کې د سجدې ځای ته نظر وکړي ، په رکوع کې خپلو پښو ته نظر وکړي او په سجده کې خپلې پزې ته او په قعده کې خپلې سينې ته نظر وکړي .

جاء فی الموسوعة الفقهية :

وأنّه يستحبّ للمصلّي النّظر إلى موضع سجوده إذا كان قائماً ، ويستحبّ نظره في ركوعه إلى قدميه ، وفي حال سجوده إلى أرنبة أنفه ، وفي حال التّشهّد إلى حجره . أمّا في صلاة الخوف .

هغه لمونځ چې په هغه خشوع وي يعنې د زړه حضور برابر وي هغه ډير فضيلت لري :

عن عثمان رض قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یَقُولُ مَامِنِ امْرَئٍ مُسْلِمٍ تَحْضُرُهُ صَلَوةٌ مَکْتُوبةٌ فَیُحْسِنُ وُضُوءَ هَا وَخُشُوعَهَا ورُکُوعَهَا اِلاَ کَانَتْ کَفَّارَةً لِمَاقَبْلِهَا مِنَ الذُّنُوبِ مَالَمْ یُؤْتِ کَبِیرَةً وَذلِکَ الدَّهْرُ کُلَّهُ » — ( رواه مسلم ) .

ژباړه :  کوم مسلمان چې د لمانځه د وخت په راتلو سره په ښه طریقه سره اودس وکړی بیا په ښه خشوع سره لمونځ وکړی چې په هغه (لمانځه) کې رکوع هم ښه ادا کړی نو ترڅو چې یی ګناه کبیره نه وی کړی دا لمونځ د ده لپاره د پخوانیو ګناهونو کفاره ګرځی او د لمانځه دا فضیلت به ده ته همیشه حاصلیږی .

په لمانځه کې د خشوع حکم :

د خشوع په باره کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف نظر دی په دې کې چې آيا خشوع د لمانځه رکن دي او که د لمانځه له فضائلو او پوره کوونکو څخه ده . ځنې فقهاء يې د لمانځه رکن ګڼې مګر د جمهورو فقهاؤ په نزد سنت ده .

جاء فی الموسوعة الفقهية :

اختلف الفقهاء في حكم الخشوع في الصّلاة هل هو فرض من فرائض الصّلاة ، أو من فضائلها ومكمّلاتها ؟

فذهب جمهور الفقهاء إلى أنّه سنّة من سنن الصّلاة بدليل صحّة صلاة من يفكّر بأمر دنيويّ إذ لم يقولوا ببطلانها إذا كان ضابطاً أفعالها .

د جمهورو فقها‌ؤ په نزد که په لمانځه کې بې فکره نور خيالونه  راشي لمونځ نه فاسديږي مګر سړی به تر خپله وسه د زړه د حضور کوښښ کوي .

په لمانځه کې سکون او اطمنان :

لمونځ کوونکی به په لمانځه کې يوې خوا او بلې خوا ته نظر نه کوي په جامو او ږېره به لاس نه وهي او نور بې ځای حرکات به نه کوي کوم چې لمونځ ورباندې مکروه کيږي .

او د لمانځه په ارکانو کې به سکون او اطمنان کوي ، قيام به په پوره سکون او اطمنان ادا کوي وروسته به رکوع په پوره اطمنان ادا کوي کم تر کمه به دری ځله تسبيحات لولي ، بيا به قومه په پوره اطمنان تر سره کوي داسې چې بدن يې پوره تکرر ونيسي ، بيا به سجده ادا کوي په سجده کې به په آرامۍ سره دری ځله تسبيحات لولي بيا به د دوو سجدو تر مينځ ناسته يا جلسه ادا کوي داسې چې د بدن ټولي اندامونه ښه تکرر ونيسي او په دې شان به ټول لمونځ ادا کوي .

په لمانځه کې د ارکانو صحي ادا (سکون او اطمنان ) واجب دی که واجب قصداً ترک شي لمونځ نه صحي کيږي .

رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ يو سړی وليد چې په نا سم ډول او بدون له طمأنينه لمونځ کوي (په لمانځه کې حرکت کول او په بيړه د ارکانو ادا کول ) امر يې ورته وکړ چې لمونځ دې له سره ادا کړه «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ» يعنی لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ هغې کس دری ځله لمونځ له سره وګرځولو او وروسته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم قسم په هغه ذات چې ته يې په حق را استولی يې تر دې غوره نشم ادا کولی نو ماته لمونځ راوښې رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغه ته وفرمايل «إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاةِ فَأسْبِغ الْوُضُوءَ، ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاتِكَ كُلِّهَا(متفق عليه )

(کله چې د لمانځه د پاره اراده کوئ کامل اودس وکړه ، وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه ،وروسه د قرآن څخه هغه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي وروسته همدا عمل په ټول لمانځه کې کوه ).

په دې اړه نور تفصيل :

http://www.dawat610.com/archives/1886

http://www.dawat610.com/archives/5298

http://www.dawat610.com/archives/357

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email