د مسافرانه لمانځه په هکله پوښتنه

زه حاجي عبدالمناف دکنړ دولايت مرکز اسعداباد نه  خپلي نيکي هيلي اوسلامونه وړاندي کوم
پوښتنه مي داوه چه زه دوه کوره لرم چه يو په ګنړ او بل په جلال اباد کى چه ديره استوګنه مي په کنړ کي ده کله ناکله جلال اباد ته ځم ايا زه په جلالاباد کي لمونځ مسافرانه وکړم اوکه پوره لمونځ وکړم مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

جيرې مو چې بال بچ اهل عيال وي همغه مو اصلي اقامت ځای بلل کيږي .

په کوم ښار کې چې له خپل اهل عيال سره اوسيږي همغه مو اقامت ځای دی په دغه موجود اقامت ځای باندې پخوانۍ اقامت ځای باطل شو  يعنې يو کس له څپل ښار څخه لاړ او بل ځای ته يې کډه وکړه خپل بال بچ يې هلته نقل کړل او ژوند يې پيل کړ نو که کله خپل پخواني ښار ته راشي هلته يې جايداد وي پلار يا ورور څوک يې موجود وي نو دی به هلته قصر کوي يعنې د مسافرۍ لمونځ به کوي .

ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه کرامو سنت دا وو چې د دوی بال بچ په مدينه منوره کې وو کله به چې مکې ته د خپلوانو کره را تلل هلته به يې قصر کولو .

که يو کس بل ښار ته د خپل بال او بچ سره لاړ شي هلته ژوند پيل کړي او که کله د خپل پلار يا خپلوانو کره راځي او د اقامت نيت يې له پنځلسو ورځو کم وي مسافرانه لمونځ به کوي (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۰۷ ) .

وطن الاقامة يبطل بوطن الاقامة وبانشاء السفر و بالوطن اصلي (عالمګيري ج ۱ ص ۱۴۰ ) .

الشبکة اسلامية ليکي :

فيجوز لك قصر الصلاة عند زيارة والديك ما دمت قد استوطنت مدينة أخرى تبعد عن مدينتهما مسافة قصر،  وقد كان أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم إذا قدموا مكة بعد الهجرة يقصرون الصلاة، وكان لهم فيها قرابات، ولم يكن ذلك مانعا لهم من القصر والترخص برخص السفر .

قد قصر أصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم معه عام الفتح وفي حجته وفي حجة أبي بكر ولعدد منهم بمكة دار، أو أكثر وقرابات منهم أبو بكر له بمكة دار وقرابة، وعمر له بمكة دور كثيرة، وعثمان له بمكة دار وقرابة فلم أعلم منهم أحدا أمره رسول الله صلى الله عليه وسلم بالإتمام ولا أتم ولا أتموا بعد رسول الله صلى الله عليه وسلم في قدومهم مكة، بل حفظ عمن حفظ عنه منهم القصر بها

(الشبکة الاسلامية فتاوی رقم ۱۴۷۲۹۱ )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 25 times, 1 visits today)

3 تعليقات

  1. شفيق احمد

    د آنلاین اسلام لارښود و ټولو کارکوونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم الله دی تاسو ته ستاسو د زیار اجرونه در کړی چی د اسلام لپاره کوی.

    په حقیقت سره ستاسو هلی ځلی دبدعاتو خرافاتو اوشرکیاتو په مقابل کښی دستایلو وړ دی.
    الله دی تاسوته په دی لار کښی کامیابی پر در برخه کړی

  2. سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ.
    یو څو ورځی مخکی د اقامی اخیستلو لپاره په نوبت کی ولاړ وم،زما څخه وروسته یو کس چی د هند څخه وه ولاړ وه، تر روغبړ وروسته مو همداسی بحث په ډاکتر ذاکر نایک راغی تری پوښتنه می وکړه جی څنکه سړی دی؟
    مونږ خو الازهر ته نوی راغلی یو عربی مو پوره نده زده،ماسره په څنګ کی یو بل دوست هم ولاړ وه چی خبری یی ترجمه کولی.
    نو هغه هندی داسی یی وویل:
    : ډاکتر ذاکر نایک په یو کی غوڼډه خبری کولی چی یو کس تری پوښتنه وکړه چی :
    د رسول الله ص څخه سوال کول څنکه دی؟
    هغه ورته وویل چی :
    د رسول الله ص څخه سوال کول حرام دی خو په اوسنی وخت کی یی منل هم حرام دی؟
    ماته دا فکر راغی چی یو چا چی ټول عمر د اسلام دین د تبلیغ دپاره وقف کړی وی هغه چیرته داسی خبره کوی.
    نو زه خو په عربی هم دومره نه پوهیدم دومره بحث مو ورسره ونه کړ خو ما ورته وویل چی څه ثبوت لری چی ډاکتر ذاکر نایک داسی خبره کړی؟
    هغه وویل چی مایی ویډیو لیدلی ده .
    ما تری د ویډیو ادرس وغوښت خو هغه وویل چی ماسره اوس نشته خو پیدا به یی درته کړم.
    نو هیله ده چی خپل نظرونه وړاندی کړۍ.
    ایا دا واقعیت لری او که هسی د کفارو تبلیغات دی؟
    مننه
    ستاسو ورور عبدالله دانشیار – د الازهر پوهنتون – مصر

  3. په سفر کی د سنت لمونز کول سنگه دی

اترك تعليقاً