استعمار څه دی؟

د استعمار ريښه په تاريخي لحاظ ډېره لرغونې او ژوره ده، اصلاً کله چې انسان د الهي لارښوونو او انساني ارزښتونو څخه انحراف کړی، ځان غوښتنه ورته پیدا شوې، بل انسان يې سپک ګڼلی، وږې سترګې يې د نورو پر شتو ښخې شوي، نو بيا يې د شخصي يا قومي غرور په حسدونو کې نور انسانان د خپلو لوېدلو اخلاقو، ټولنیږ ژوند او تمدن مقلدين بللي او هر راز ازادي يې ترې اخیستې.

استعمار د نوم په لحاظ په زړه پورې دی، د (جوړولو او ابادۍ د غوښتنې) نوم دی. خو تاریخ ښوولې چې استعمارګر کله هم د ملتونو د پرمختګ او هوساینې لپاره يرغلونه نه کوي، بلکه پدې توګه د استکباري راتلونکې په موخه د کمزورو ملتونو سياسي، اقتصادي، ټولنيزې او فرهنګي سرچينې تر ولکې لاندې راوړي. د استعمارګرو دنده يوازې د ملتونو سپکاوی، غريبول، په اختلاف اچول، بې علمه کول، له مادي پرمختګه په شا کول، غلامول او له خپل ديني او ملي تاريخ او ارزښتونو شکول دي.

د استعمار ډولونه!

استعمار په تاريخي لحاظ څو دورې وهلې دي:

۱زوړ استعمار: په دغسې استعمار کې نيواکګرو ځواکونو پر ملتونو لښکرکشۍ کولې او په نيول شويو سيمو کې به يې پر خلکو خپل چارواکي مسلطول، دوی به د ولسونو ټولې سرچينې د خپل هيواد لپاره غلا کولې او خلکو به د غلامۍ او استثمار بېساري تعذيبونه زغمل. په دې تعريف کې د انګليس، شوروي، اسرائيل، ايټاليا، آلمان، فرانسې، هالند… په واسطه د هند، افغانستان، مصر، مراکش، ليبيا، فلسطين، ايران، اندونيزيا، منځنۍ اسيا، او د نورو عربي، اسيايي، ختيزې اروپا او افريقايي هيوادونو مستقيم اشغال يادولای شو.

۲نوی استعمار: د زمانې په تېرېدو سره په ملتونو کې د مستقيم استعمار پر ضد د مقاومت ريښې غځېدې. په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې چې اسلام پکې د جهاد د تصور له مخې د استعمار ټولې بېلګې ماتولې. له بلې خوا مستقيم استعمار په خپله استعمارګرو ځواکونو ته هم ډېر دروند تمامېده نو ځکه استعماري ځواکونو يو بل ډول استعمار(نوی استعمار) را وړاندې کړ. په دغه استعمار کې فکري غلامي بېسارې وه، استعماري ځواکونو د لښکر کشۍ پر ځای نخبه او د کار سړي په ذهني ډول پېرودل، هغوی په لويديزو ارزښتونو کې تر ذوب وروسته د خپل ملت پر ورمېږونو سپرېدل او د چارو واګې يې په لاسونو کې نيولې. د نوي استعمار په پیل کې د درېمې نړۍ هيوادونو خپل لوستی قشر اروپا ته د زده کړو په موخه ولېږه، هغوی چې کله راستنېدل نو د يو تمدني مات ذهنيت سره راننوتل، داسې چې د ژوند په ټولو برخو کې يې د لويديز تقليد د پرمختګ راز باله. همدغه کسانو په خپلو هيوادونو کې واک په لاس کې واخېست او بيا يې د هيواد ټول اجتماعي، اقتصادي، فرهنګي او سياسي اړخونه د پرديو په خدمت کې کېښودل. په دغه دوره کې استعمار درواغجن اتلان وزيږول، دغو اتلانو په ښکاره د استعمار او استثمار پر ضد شعارونه ورکول خو په حقیقت کې یې کټ مټ هغه څه پلي کول چې استعمار غوښتل. دوی د شعار تر حده ازاد خو په عملي ډګرونو کې ډېر تړلي وو. همدا لامل وو چې دلته استبداد وده وکړه، فرهنګي تهاجم د فرهنګي تبادل ځای ونيو، د لويديز ارزښتونه د ځایی ملي او ديني ارزښتونو پر ځای کيښيناستل.

دا هم باید وویل شي چې د زاړه او نوي استعمار توپيرونه نن هم د استعمارګرو د ګټو له مخې تعريفيږي، ځکه نن هم د نړۍ مستضعف هيوادونه د دوی لښکرې لري، نن هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دوی سلګونه نظامي اډې شته، نن هم د اسلامي او عربي نړۍ په سمندرونو کې د استعمارګرو سترو نظامي بېړيو لنګرونه اچولي او بالاخره نن هم د افغانستان په شمول ډېر هيوادونه د بهرنيانو نظامي شتون او يرغلونه ځپي. دا په دې معنا چې دوی هر مهال چې وغواړي خپلو ګټو ته ځانګړي حالتونه ایجادوي او په دې ډول کله مستقيم او کله د فکري استعمار له لارې د خپلو موخو جګړې پر مخ وړي.

اسلام او استعمار:

اسلام په هيڅ ډول د استعمار، استثمار، ظلم او تيري په وړاندې له

اسانۍ او تېرېدنې کار نه اخلي، بلکه په وړاندې یې شامله مبارزه او

جهاد د کار بنسټ بولي: فرهنګي، اقتصادي، اجتماعي، سياسي او هر اړخيزه مبارزه او په بل قدم کې قتال په دې اړه له خپل حالت سره سم د اسلام اساسي خطونه دي.

په تاريخي لحاظ د مصر د فرعونيانو دوره د استعمار يوه بدترينه دوره ده، هلته چې د مصر فرعون او د هغه قوم، بني اسرائيل له اجتماعي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي ټولو ازاديو محروم کړي وو. بني اسرائيل چې عموما موحدين وو، د فرعون پر بوتانو يې باور نه درلود، د خپل جلا فرهنګ او دين څښتن وو او پوهه او ځيرکتيا يې پر قبطيانو لوړه وه او دا هر څه فرعون نه شوای زغملی، نو ځکه يې هيڅ راز ظلم ترې ونه سپماوه، هغوی یې سپک او ذليل کړل، فساد يې په کې خپراوه، نوي زيږيدلي نارينه ماشومان به یې ورته وژل او ښځينه به يې ژوندۍ پرېښودې او تر ټولو ځوروونکې دا چې د ځينو مفسرينو په وينا د هغوی ښځينه به يې بې حيا کولې. قرآن کريم يوازې دغه کيسه نه، بلکه له مظلوم قوم سره د الله تعالی د انعامونو د وعدو ډېر ښه انځور لري. ژباړه: (په ريښتيا چې فرعون په زمکه کې لويي وکړه او د هغې اوسيدونکي يې په ډلو وويشل، ځينې يې خورا بې وسې کول چې زامن به يې ترې وژل او ښځې به يې ورته ژوندۍ پرېښودې، یقینا هغه له ورانکارو څخه وو. او مونږ غواړو چې له هغو خلکو سره چې په زمکه کې بې وزله کړای شوي وو ښېګڼه وکړو. دوی مشران او د زمکې وارثان وګرځوو. او په زمکه کې يې واکمن کړو).(القصص، ۴-۵)

په دې ډول قرآن کريم هغه عناصر چې د استعمار په تعريف کې شته د فرعون لپاره ثابتوي، له مستضعف قوم سره خپله خواخوږي او ملاتړ اعلانوي او د ښه راتلونکي ژمنه ورسره کوي.

اسلام مسلمانان د بنده ګانو له غلامۍ ازاد ساتل غواړي او په هيڅ صورت يې د ژوند په ډېره وړه پېښه کې هم د بل انسان غلامۍ او بنده ګۍ ته نه پرېږدي.

د سبا ملکه استعمار تعريفوي!

قرآن کريم بل ځای کې د سبا د ملکې له خولې د پاچاهۍ داسې شرحه را اخلي. ژباړه: (ملکې وويل: پاچايان چې کله کوم هيواد ته ننوځي نو هغه ورانوي او عزتمند خلک یې ذليل ګرځوي…) (النمل ۳۴)

دا فقره په لنډو ټکو کې ډېر جالب تعریف وړاندې کوي. استعمار په

ټولو اړخونو کې ملتونه او هیوادونه نړوي، که په چا کې د خودۍ او

آزادۍ احساس او ولوله رابيداريږي هغه ځپي او عزیز خلک ذلیلوي.

افغانستان او استعمار!

په تاريخي لحاظ افغانستان د استعمار له لرغونو يرغلونو نيولې تر معاصرو استعمارونو پورې ټول استبدادونه او تيري کتلي دي. دلته د لرې اروپا د مقدوني سکندر له يرغلونو نيولې بيا د چنګېزيانو، ګرګين، انګليس، شوروي اتحاد استعمارونو او په تازه سناريو کې د تر څلوېښتو ډېرو هيوادونو د تجاوز تجربې لري.په دغو ټولو لښکرکشيو کې استعماري ځواکونو د قتل، ويرې او لوټ تاريخ پرېښی دی، هڅه يې دا وه چې څنګه د افغانستان د جيوپوليټيک موقعيت په خپلولو سره د نورو هيوادونو ته ټوپ ووهي. خو دوی دا هر څه د افغانانو د ازادۍ او جهادي ارزښت پالنې روحيې ته بېساري بايللي دي. مقدوني سکندر همدې هيلې ګور ته ورساوه، د چنګېز اولادې دلته عظيم مقاومت تجربه کړ، د ميرويس نيکه تورې ګرګين او د هغه استعماري عزمونه رانسکور کړل او بالاخره انګليس درې پلا د ماتې تاريخ پرېښود.

دلته چې د کابل-جلال اباد پر لويه لاره په پراته تنګي کې د انګليس له اتلس زره پوځيانو يوازې ډاکټربرايډن ژوندی تښی.

اوس هم د حماسو دغه تسلسل درېدلی نه دی. اوس هم تېری دی او جګړې. اوس هم د ملتونو مبارزه د خپلواکۍ ارمانونو ته لار لنډوي.

له استعمار سره څه بايد وشي؟

له استعمار سره په درې مرحلو کې مبارزه کېدای شي:

 تر استعمار مخکې:

پدې مرحله کې اړين توکي د خپلو ديني، فرهنګي، اقتصادي، ټولنيزو، نظامي او سياسي ارزښتونو پیاوړتیا ده. ملت او ځوان نسل ته په اسلامي روحیه د ازادۍ، خپلواکۍ، ملي حاکميت، زمکنۍ بشپړتيا، او ملي ګټو مشروع تعريفونه او لوري ورکول دي، د استعمار زيانونه او د غلامۍ نتايج په ګوته کول او ملت له خپل تاريخ سره داسې تړل چې بيا د استعمار له ټولو بڼو سره د خپلو نيکونو په څېر مبارزه وکړي.

د استعمار په جريان کې:

د دې مرحلې قوت لومړۍ مرحله ټاکي. په دغه مرحله کې د استعمار

په وړاندې په خپلو ټولو ظروفو او وسايلو وړ او مناسبه مبارزه شامله ده. د اشغال په جريان کې ملت له دوه حالتونو بايد يو حتماً ولري: يا به غلامي کوي او يا هراړخیز مقاومت.

تر استعمار وروسته:

دا مرحله تر نورو ډېره سنګينه او شعوري ده. دا پړاو آمادګي غواړي، کدرونه او مهذب تعامل غواړي. همدغه هغه مرحله ده چې په ځانګړي ډول افغانان په کې تر هرې ګټې وروسته پر ماتې غورځېږي. دا چې زمونږ په هېواد کې تل جګړې شوي او ګټل شوي دا يو واقعيت دی، خو دا هم يو واقعيت دی چې دلته ډېری مهال تر جګړې وروسته مرحله کې د ماتې بل پيل شروع شوی، او هغه تر ټولو بوږنوونکی انجام دی. دا نو يا د ملي قيادت خامي او تشه ده او يا د قيادتونو دومره تعدد دی چې بيا ګټلې پايله پر ويشلي نفاق داسې خوره شي چې د دولت نظام پرې بيا راټولېدای نه شي. له همدې امله څومره تياری چې د استعمار د محوې لپاره اړين دی تر هغې په ډېره سنجيدګۍ سره بل حکيمانه تياری د استعمار تر محوې وروسته مرحلې لپاره لا ډېر اړين دی. د يوې منطقي پايلې په توګه د استعمار په وړاندې د مبارزې په جريان کې بايد په داسې کدرونو،سیستمونو او تجربو کار وشي چې د خپلواکۍ په مرحله کې پرې نوي دولتي طرحه ودروي

د اصلاح لړئ – د ځوانانو څانګه

Print Friendly, PDF & Email