دآنلاین اسلامی لارښود محترموکارکوونکوته د زړه له کومی سلامونه اواحترامات وړاندی کوم هیله ده چی روغ اوجوړاود صحت په جاموباندمسطوروی .
زماپوښتنه داده چی کله چی یوه ښځه د حیض په حال کی وی خودمرض یی هم آخری شپه وی آیاخپل میړه کولای شی چی دهغه سره پرته لدی چی ښځی یی اودس کړی وی یوځای کیدای شی اوکه نه ؟

مننه
عابد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې مسئله کې دوه اقوال دي :

اول قول : کله چې د حيض وينه بنده شي او ښځه پوره پاک شي د غسل څخه مخکې جماع کول جايز نه دي .

دوهم قول : کله چې د حيض وينه بنده شي او ښځه پوره پاک شي د غسل څخه مخکي جماع کول جاير دي .

دا اختلاف د لاندې ايت شريف د (حتى يطهرن ) په حکم کې دی چې ځنې فقهاؤ يې مقصد د حيض له وينې څخه پاکيدل بولي او ځنې يې د طهارت غسل بولي .

قوله سبحانه تعالى: (فاعتزلوا النساء في المحيض، ولا تقربوهن حتى يطهرن، فإذا تطهرن فأتوهن من حيث أمركم الله، إن الله يحب التوابين ويحب المتطهرين) البقرة: 222 .

د امام ابوحنفيه رحمه الله په نزد چې کله د حيض وينه پاکه شي د غسل مخکي جماع کول جايز دي مګر د غسل وروسته کول يې مستحب دي .

جاء في الموسوعة الفقهية الكويتية:

أن الحنفية ذهبوا إلى أنه إذا انقطع الدم على أكثر المدة في الحيض ولو حكما بأن زاد على أكثر المدة ‏، فإنه يجوز وطؤها بدون غسل ‏، لكن يستحب تأخير الوطء لما بعد الغسل ‏.‏ ‏

‏ ‏ والله أعلم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email