مالي جهاد افضل دی او که بدني ؟

محترم د اسلامي لارښود چلونکو مالی جھاد آفضل دی کہ بدنی

عبدالحبيب

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په مال باندې جهاد هم زيات فضيلت لري چې په قرآن او سنتو کې د مالي جهاد زيات فضيلت ذکر شوی دی .

مګر غوره جهاد د نفس جهاد دی دا چې د قرآنکريم په زياتو آيتونو کې مالي جهاد په نفسي جهاد باندې مقدم شوی دی اهل تفسير وايي : چې دا د ترتيب له وجې دی چې لومړی تجهيزاتو ته ضرورت دی او بيا د جهاد د پاره عملي وتلو ته .

قوله -تعالى-: إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ.. (التوبة:111)

په پورته آيت شريف کې د ځان قربانول او بيا د مال قربانول ذکر شوي دي چې واضح ده د ځان قربانول د مال تر قربانولو زيات غوره دي .

اصلاً د جهاد مقصد د دين د لوړوالی د پاره په هر ممکنه لار کوښښ کولو ته وايي او مسلمانان به د خپل وس موافق ټول وسائل په کار اچوي هغه که مالي ، نفسي ، لساني او قلمي او يا تبليغاتي وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ . صحيح أبي داود (2186) .

 يعنې : د مشرکينو سره په مالونو ، نفسونو ، او ژبو سره جهاد وکړئ .

عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ رضی الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». (بخارى:2843)

زيد بن خالد رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د الله د لارې مجاهد مجهز کړ ( هغه ته يې نظامي وسائل برابر کړل ) ده هم د هغه په شان جهاد وکړ ، او چا چې د الله د لارې مجاهد د اهل عيال (کورنۍ ) په ښه شان سرپرستې وکړه نو هغه هم جهاد وکړ .

څوک چې د توان سره سره په هيڅ قسم جهاد کې برخه نه اخلي :

قوله سبحانه وتعالی :

وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (195)

او (خپل مالونه ) د الله جل جلا له  په لار کې ولګوئ او خپل ځانونه په خپلو لاسونو سره مه هلاکوئ او ښيګنه وکړئ په رښتيا چې الله جل جلا له  ښيګنه کوونکی خوښوي .

عَنْ أَبِي أُمَامَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( مَنْ لَمْ يَغْزُ ، أَوْ يُجَهِّزْ غَازِيًا ، أَوْ يَخْلُفْ غَازِيًا فِي أَهْلِهِ بِخَيْرٍ ، أَصَابَهُ اللَّهُ بِقَارِعَةٍ قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ)  ( صحيح ابوداود 2503 ).

د ابی امامة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چا چې نه جهاد وکړ ، نه يې مجاهد مجهز کړ ، نه يې د مجاهد په اهل عيال سرپرستي او غمخوري وکړه ، الله به يې د قيامت څخه مخکې په يوه هلاکونکي بلا مبتلا کړي .

او همدارنګه فرمايي : (من مات ولم يغز، ولم يحدث به نفسه، مات على شعبة من نفاق (مسلم 1910 ).

کوم بنده چه په داسې حال کې مړ شي چې نه خو چيري په جهاد کې عملې حصه اخستی وي اونه يې د جهاد فکر او سوچ کړی وي نو دې به يو قسم د منافقت په حالت کې مړ شي .

د پورته نصوصو په رڼا کې مالي ، لساني يا فکري جهاد کوونکی به مجاهد شميرل کيږي او هغه به ان شآء الله د جهاد د ترک کوونکو له ډلې څخه نه وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

.

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. الله پاک دی مونږهم له دغو ډلوڅخه حساب کړی.

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي