ملي سرود ته لاس په نامه درېدل جايز دي ؟

دهرڅه دمخه مو په نبوی ملغلروستایم چی عبارت ده اسلام علیکم ……..
محترم مفتی صاحب زه یو پوښتنه لرم دستاسود جواب په هیله
سرودملی دڅه وخت راهیسی رواج شویده او تعظیم ویا ورته اودریدل لاس په نامه ایښودل
جایزدی که نه مثلا یو داسی ځای ګیر راشو او
ټول خلک اودریږی نو څه باید وکړو ؟

محمدګل احمدزي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه ليکي :

د ملي سرود او ملي بيرغ د احترام د پاره درېدل جايز نه دي بلکي دا يو بدعت دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفای راشدينو په دور کې نه وو ، او دا عمل د کامل توحيد سره نه لګيږي . احترام او تعظيم يوازې د الله تعالی په کار دی ، دا عمل د کفارو تقليد دی چې هغوی د خپلو حکمرانانو په تعظيم کې غلو کوي ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم د هغوی د مشابهت څخه منع فرمايلې ده .

و بالله التوفيق و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم

 د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه  (1/149)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. عصمت الله غلیزاده

    الله دی خیر در کړي

اترك تعليقاً