په کوم صورت کې چهار اندام اودس کول په کار دي؟

aslamoalaikum warahmatullahi wabarakatohu…za da awdasa pa hakla yaw so pokhtani laram hilla da che rata jawab ye krrai ..
1:-pa komo soratono ki khalak pa jorabo masah kawale she aw pa kom wakht ki pa jorabo masah kawal awdas makroh kawe?
2:-pa komo soratono ki pa char andam awdas sahih kigi?
3;-ka khaza da tekre la paa masah wakrre yane wekhta kheshta na krre aya awdas ye sahih garze ka na/
manana

ثنا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : استجاء د قضاء حاجت وروسته پاکوالي حاصلولو ته وايي او اودس د مخ ، لاسونو ، پښو مينځلو او د سر مسح کولو ته وايي ، استجاء د قضايي حاجت وروسته تر سره کيږي که استجاء د اودس مخکې شوي وي د اودس کولو په وخت کې استجاء ته ضرورت نشته .

د هر لمانځه د پاره استنجاء ته ضرورت نشته او همدارنګه د باد په وتلو سره هم استنجاء ته ضروت  نشته بلکی استنجاء د قضای حاجت ورسته تر سره کيږي د لويو ميتيازو د محل پاکوالی او همدارنګه د تشو متيازو د څاڅکو او رطوبت ښه وچول او پاکول پکار دي .

د باد د پريکيدلو په صورت کې استنجاء پدی وجه نشته چې پدی صورت کې بدن په پلتۍ (نجاست ) نه دې لړل شوی د باد وتل صرف حکمی ( چې په سترګو نه ليدل کيږي ) نجاست دی چې پدی صورت کې صرف اودس کافی دی (فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج ۱ ص ۸۶ ) .

او همدارنګه درالمختار ليکی :

وقيل سببها الحدث الحکمية وهو وصف شرعی يحل فی الاعضاء يزيل الطهاره ( درالمختار علی هامش رد المختار ج ۱ ص ۱۳۶ ) .

دوهم : د جرابو په مسحه کې د صحابه کرامو او مذاهبو اختلاف دی د امام ابوحنيفه رحمه الله او امام شافعي رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد په موزو باندې مسحه کول په کار دي .

په دې مسئله کې د صحابه کرامو له وخت څخه تر نن پورې اختلاف دی چې ځنې په جورابو باندې مسح کول جايز بولي لکه ابن شيبه چې د ځنو صحابو اثار نقل کړی دي :

أن أبا مسعود البدري كان يمسح على الجوربين.

عن عقبة بن عمرو أنه مسح على جوربين من شعر.

قال الحسن وسعيد بن المسيب: يمسح على الجوربين إذا كانا صفيقين.

وعن ابن عمر قال: المسح على الجوربين كالمسح على الخفين.

(رواه ابن ابې شيبه ) .

دوهم قول د ابوحنيفه ، شافعی ، او مالک رحمهم الله دی چې په يوازې جورابو نه بلکي جورابو د نعلين سره ، په موزو باندې مسح کول جايز دي .

واستدل هذا الفريق بعدد من الآثار، منها ما رواه البيهقي في سننه، وهي:

عن عبد الله بن كعب يقول: رأيت علياً بال ثم مسح على الجوربين والنعلين.

وعن خالد بن سعيد يقول: رأيت أبا مسعود الأنصاري يمسح على الجوربين والنعلين.

وعن إسماعيل بن رجاء عن أبيه قال: رأيت البراء بن عازب بال ثم توضأ فمسح على الجوربين والنعلين ثم صلى.

دريم : د سر مسحه هم د جرابو د مسح په شان مسئله ده ، د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په سر باندې مسح کول په کار دي نه په پړوني يا تکري ، پګړی يا خولی باندې .

الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

4 تبصرې

  1. سلامونوددعوت سایت قدرمنوچلونکو!
    زه مطمین له هلمندلیکم :
    سوال : که يوې برمي ته نجس حیوان لکه پیشي سپی یابل دي ته ورته حیوان ورولویږي ددې راکښل يې ناشوني دي ځکه ده دبرمې خوله تنګه اوڅاه يې خوراژوردی
    که يې ځواب راکړی ډیربه خوښ سو.
    دوهم سوال :
    که درې ځله په طلاق سره قسم وخوري په بیلابیلووختونوکي مثلا(( که یوسړی ووايي پرمادي میرمن طلاقه يېي که داپلانی کارداسي نه وي)) پردې سړي میرمن طلاقه ده کنه ؟
    ډیره مننه

  2. سلامونه ستړی مسی
    ولدزنا دخپل ناجایزه پلاراومورشفاعت کولای سي کنه .
    هیله ده چي پدي اړه ځواب راته راکړی

  3. ايا اكربعد ازتبوول خالي اله تناسلي توسط كاغذتشناب خشك كردد استنجا ضروري است. هدف ما اين است كه ايا توسط كاغذ تشناب خشك نمودن اله تناسلي ازنظرشريعت جه حكم دارد. وايا شخصيكه اين كارراميكند جايزاست كه وضوع جهاراندام نمايد بغيرازاستنجانمودن.

  4. محترم استاد: انداختن جكك يعني ادويه درجشم به روزه دار جه حكم دارد همجنان استفاده شستن دهن توسط دوا دررمضان جه حكم دارد

اترك تعليقاً