پنځلس مهم احکام

اول : د الله تعالی بنده ګي کول ، لقوله سبحانه وتعالی : وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ (23 ) .

ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته ( د بل هيچا او هيڅ شی ) عبادت مه کوئ .

يعني يوازې د الله بندګې کول ، او شرک څخه ځان ساتل .

دوهم : د مور او پلار سره ښه سلوک کول ، لقوله سبحانه وتعالی :

وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا 23 وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا 24 رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِن تَكُونُواْ صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلأَوَّابِينَ غَفُورًا(25 )

ژباړه : او له مور او پلار سره ښه وکړئ ، که د هغوی يو يا دواړه ستا سره زړښت ته ورسيږي ، نو ورته اف (هم ) مه وايه ( د دوی لږ قدرې سپکاوی هم مه کوه ) او پر دوی د رټلو چيغه مه وهه بلکي د دوی سره په ادب او درناوی خبره کوه .

او په نرمۍ او رحم سره د هغوی پر وړاندې مات اوسه او ووايه ( دا دعا کوه ) چې ای ربه پر دوی لورينه وکړه ، لکه دوی چې زه په ماشومتوب کې روزلی يم .

دريم او څلورم : د خپلوانو ، مسکينانو او مسافرو حق ادا کول او په حرامو لارو کې د مال د خرچولو څخه ډه ډه کول ، لقوله سبحانه وتعالی : وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا (26 اسراء )

ژباړه : او د خپلوۍ خاوند ته د هغوی حق ورکړه او (هم) د مسکين او لاروي (حق ورکړه ) او له بې ځايه لګښت څخه ډه ډه وکړه .

يعنې : د خپلوی پالل ، خپلوانو ته د ميراث حق ورکول ، پخپل اهل عيال باندې خرڅ کول او د زکات ورکول ، په حرامو لارو کې د مال د خرڅ کولو څخه ځان ساتل .

پنځم ، شپږم او اوم : د بخل څخه ځان ساتل ، په صدقه ورکولو کې ميانه روي کول او په خرڅ او صدقه کې نظم ساتل ، لقوله سبحانه وتعالی : 28 وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا 29 إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِراً (30 )

د بخل څخه ځان ساتل د زکات او صدقاتو ادا کول ، په نفلي صدقاتو کې ميانه روي اختيارول تر څو خپله محتاج نشي او همدارنګه په صدقاتو کې نظم اختياروم چې د راتلونکو حالاتو به خيال کوي داسې چې نن ټول صدقات خرڅ کړي او سبا چې نور حاجتمند راشي او يا بل څه ديني ضرورت پيښ شي نو بيا يې د هغه د پاره قدرت نه وي ، او يا د اهل عيال خرڅ کوم چې د ده په زمه واجب دی داسې چې په کمه موده کې زيات خرڅ وکړي او بيا په راتلونکې د خرڅ ادا کولو څخه عاجز شي (مظري – معارف القرآن )

ژباړه : او خپل لاس ( د بخيلۍ له امله ) پر خپله غاړه مه تړه او تر وروستۍ اندازې يې مه غځوه (دومره ) چې پړ او بې شتو پښېمانه شوي کښېنې .

آتم : خپل اولاد د لوږې له ويرې مه وژنئ لقوله سبحانه وتعالی : وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا (31)

ژباړه : او د فقر له وېرې خپل اولاد مه وژنئ ، مونږ دوی او تاسې ته روزي درکوو . په رښتيا چې د دوی وژل ستره ګناه ده .

نهم : زنا ته مه نږدې کيږئ ،لقوله سبحانه وتعالی : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً (۳۲ )

ژباړه : او زنا ته مه نږدې کيږئ بې شکه چې (زنا ) بده (کړنه ) او بده لاره ده .

يعنې : يو خپله زنا ده چې د قتل وروسته عظيمه ګناه ده او بل د زنا اسباب دي لکه ، بيګانه خلکو تر مينځ اختلاط ، بې ضرورته خبرې او نظر کول ، بې حجابي او نور د زنا اسباب بلل کيږي چې قرآنکريم د زنا او د زنا اسبابو ته د نږدې کيدو څخه منعه فرمايلي ده .

لسم : په نا حقه څوک مه قتلوئ ، لقوله سبحانه و تعالی : وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلاَ يُسْرِف فِّي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا (33)

ژباړه : او هغه څوک چې الله د هغه (وژل ) حرام کړي دي پرته له حقه مه وژنئ .

يوولسم : د يتيم مال مه خورئ ، لقوله سبحانه وتعالی : وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ (۳۴ )

ژباړه : او د يتيم مال ته مه نږدې کيږئ ، پرته په هغه توګه چې (يتيم ته ) ښه وي څو هغه د خپل قوت حد ( بلوغ ) ته ورسيږي .

دوولسم : په عهد وفا کوئ ، لقوله سبحانه وتعالی : وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً (۳۴ )

ژباړه : او په خپله ژمنه وفا کوئ بې شکه چې ( هر څوک ) د (خپلې ) ژمنې په اړه پوښتل کيږي .

ديارلسم : په پيمانه او وزن کې انصاف کوئ ، لقوله سبحانه وتعالی : وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذا كِلْتُمْ وَزِنُواْ بِالقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (35 )

ژباړه : او کله چې پيمانه کوئ (د) پېمانې حق ادا کړئ او په سمې تلې سره تول وکړئ ، دا (کار ) تاسې ته غوره دی او د هغه پايله ډيره ښه ده .

څوارلسم : په هغه څه کې خبرې مه کوئ د کوم څه په هکله چې علم نه لرئ ، لقوله سبحانه وتعالی : وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً (36 )

او په هغه شي پسې مه ځه چې نه پرې پوهېږې بې شکه چې غوږ او سترګه او زړه ، هر يو يې پوښتل کيږي او مسئول دي .

پنځلسم : په ځمکه مغرور مه کرځې ، لقوله سبحانه وتعالی : وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولاً ( 39 )

ژباړه : او پر ځمکه په نخرو (تکبر) مه ځه ! ته ځمکه نشي څيرولای او نه هم د غرونو هسکوالی ته رسيدای شي .

من سوره اسراء ۲۳- ۳۹ آيه :

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً